تاند (چهارشنبه د غوئي – ثور ۲مه) په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست مسوولانو ویلي چې،کابل سبا پنجشنبه د نړیوالو لوبو کوربه توب په غاړه لري.
د یاد ریاست رئیس مولوي احمدالله وثیق ویلي، کابل به سبا د غېږنیونې د نړیوالو سیالیو کوربه وي.
د هغه په وینا، په یاد لوبو کې به د افغانستان د ۱۰۰ لوبغاړو په ګډون له تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان، ترکیې او ایران څخه ۶۰ لوبغاړي برخه واخلي.
د سرچینې په وینا دغه سیالۍ به درې ورځې دوام وکړي.
اوسمهال په کابل کې دغو لوبو ته بشپړ چمتووالی روان دی.