Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد کرنې وزیر:روان کال به افغانستان د خوراکي توکو له پلوه د...

د کرنې وزیر:روان کال به افغانستان د خوراکي توکو له پلوه د نورو له احتیاجه خلاص شي

تاند (چهارشنبه د غوئي – ثور ۲مه) ‏افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري نن چهارشنبه کابل کې د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د بزګر مېلې او د کرنیزو محصولاتو ۳۴م نندارتون کې وویل چې، روان کال به افغانستان د خوراکي توکو له پلوه د نورو له احتیاج ووځي.

عمري زیاته کړې چې، دا د هېواد کرنیز اقتصاد لپاره یو تاریخي پرمختګ دی.

د طالبانو د یاد وزیر په وینا په تېرو پنځو کلونو کې د خوراکي توکو د تولید برخه کې بې ساري اسانتیاوې او بنسټیز بدلونونه راغلي چې د کورنیو تولیداتو د زیاتیدو لامل شوي دي.

نوموړي همدا راز زیاته کړه چې، د لومړي ځل لپاره هېواد ته په لوړ کیفیت توکي واردیږي، د کورني اقتصاد زنځير پیاوړی شوی او په تدریجي ډول افغانستان د خوراکي توکو برخه کې د ګاونډیو هېوادونو له فشار او اړتیا ځان خلاصوي.

نوموړي دا پرمختګونه د ملي ځان بسیاینې پر لور مهم یاد کړ او د دې بهیر د لاپیاوړتیا هیله یې وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...