شنبه, مې 4, 2024
Home+نن د مځکې ورځ ده

نن د مځکې ورځ ده

تاند- له تېرو 53 کلونو راهیسې د ځمکې نړیواله ورځ د اپریل میاشتې په ۲۲مه نیټه لمانځل کېږي.

د ځمکې نړیواله ورځ چې د اپریل میاشتې له ۲۲ نیټې سره برابریږي هرکال په دې هدف لمانځل کېږي چې د ځمکې او چاپیریال په اړه د خلکو پوهاوي ډېر کړای شي.

ملګرو ملتونو دا نړیواله ورځ ځمکه مور ده په نامه نومولې ده.

په بېلا بېلو هېوادونو کې پر دې ورځ په ډله ییزه توګه یا هم د اشر په بڼه د ځمکې د ښه کولو په نیت اقدامات کېږي.

په ځینو هېوادونو کې خلک د ځمکې په نړیواله ورځ له خپلو حکومتونو څخه د کُرې د تودوښې د کمولو په خاطر د اقداماتو غوښتنه هم کوي.

د ځمکې نړیواله ورځ له ۱۹۷۰ کال راهیسې لمانځل کېږي او له هماغه مهال راهیسې یې موخه دا ده چې د هوا، اوبو او خاورې په برخه کې د ستونزو په اړه د خلکو پوهاوی ډېر شي.

لومړی پلا په ۱۹۷۰ کې دا ورځ د مځکې ورځ ونومول شوه خو له هغه را په دې خوا سره له دې چې د چاپېریال او مځکې ساتنې لپاره د پوهاوي په برخه کې ډېر کار شوی، خو عملاً پرمختګ نه دی شوی.

که څه هم په دې ورځ یعني د اپریل په ۲۲مه عامه رخصتي نه وي خو د ځمکې نړیواله ورځ خپل ځانګړی سبمول لري چې د ونې، ګل او پاڼو د انځور ترڅنګ د ریسایکل یا بیا کارولو نښه هم پکې ده.

په۲۰۲۱ کال اروپايي مشرانو او پالیسي جوړونکو پر یوه نوي اقليمي قانون سلا وکړه.

دوی موافقه کړې چې تر ۲۰۳۰ کال پورې کاربون ګازونه ۵۵ سلنه کم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب