تاند ( سه شنبه د غوئي – ثور لومړۍ) په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرې وري میاشت کې ۱۱۱زره او ۳۲۴ کډوال په خپله خوښه یا جبري ډول افغانستان ته راستانه شوي دي.
دغه کډوال له پاکستان، ایران او ترکیې څخه ستانه کړای شوي دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، چې له دې ډلې ۱۳زره او ۸۳۴ کورنۍ له پاکستان نه، ۸۲۳ کورنۍ له ایران نه او ۱۹ کورنۍ له ترکیې راستانه کړای شوي دي.
د حقاني په وینا په دغه موده کې له یادو هېوادنو ۳۲زره او ۲۹۵ مجردان په جبري توګه بېرته هېواد ته ستانه کړای شوي دي.
بل لورته بیا د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، چې په تېر ۱۴۰۴کال کې یې بېرته ستنېدونکو کډوالو ته په ۱۱ ولایتونو کې تر ۷زره ډېرې نمرې وېشلې دي.
راغلي کډوال وایي، دوی ته په پاکستان کې د شتمنیو ټولولو اجازه نه ده ورکړل شوې او ټول ترې په کوربه هېوادونو کې پاتې دي.
دوی اوس دلته هم د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي.
مونږ افغانان به د خپل وطن سره د کومې جفا له امله دومره ځوریږو؟
مونږ عامو خلکو خو د سیاسي قدرت په نیولو کې کومه خاصه برخه نه درلوده .
د « سوړ یا ساړه جنګ » په وخت کې ټوله نړۍ په دو سیاسي ، اقتصادي او نظامي ډلو وېشل شوې وه ، چا د شرق یا ختیز د سیاستونو پلوي کوله او چا هم د غرب یا لوېدیز د سیاسي او اقتصادي پرمختګونو او آزادۍ پلوي کوله. د دوی په سیالۍ کې د افغانستان خلکو ډېرتاوان وکړ.
لکه څنګه چې د پنجاب دفاع وزیر خواجه آصف او له هغه مخکې پروېز مشرف ویلي و چې مونږ پنجابیان هم د نورو له خوا لکه د تشناب کاغذ استعمال شولو ، نه کوم جهاد و اونه اسلامي ورورولي.
په هرحال سره زه په افغانستان کې دواړه حاکمې ډلي یعنې د افغانستان د موکراتیک جمهوریت او د افغانستان اسلامي دولت مشران او ټول مسوولین په دې ناورین کې پړ او ملامت بولم.
خو مونږ عوام هم ملامت یو. د وطن په ورانولو ، ښوونځیو ، روغتونونو ، دولتي ودانیو ، فابریکو ، برښنا مزو او فابریکو په سوځوولو ، سرکونو او لویو لارو په ورانولو کې تر ټولو ډېره برخه اخیستې ده .
بنا هرچا چې په دې مظلوم ولس او مقدسې خاورې کې زیات ظلم کړی ، خیانت یې کړی او په ورانولو کې یې زیاته برخه اخیستې ده ، خصوصا هغو د پردیو جاسوسانو او خاینینوته د الله تعالی ترټولو سخته سزا ورکړي ، چې ولس یې په تیاره کې وساته ، د وطن دفاعي وسایل یې پر اذلي دښمن یعنې پنجاب د کباړ په بیه وپلورل ، زرګونه وطندوسته افغانان یې د خلکي او اخواني په نومونو ترور او ووژل ، زرګونه افغانان یې مهاجرت او کډوالۍ ته اړکړل.
هیله ده ، چې افغانان نور له خپل وطن سره رښتینې مینه وکړي ، په آبادي او پرمختګ ، ملي یوالي کې برخه واخلي ، تعلیم او تحصیل ته مخه وکړي . په مقابل کې ظالم اوخايین وپېژني ، د پردیو مزدوران او ملي خاینین لکه حاجي محمد محقق ، دوستم او په پردیو هیوادونو کې مېشت تش په نامه مشران او رابران « رهبران او مشران » د تل لپاره د سیاست او مشرتوب له حقه محروم او محاکمه کړي . هرڅوک چې افغانانو منځ کې درز اچوي په قومونو ، ډلو او ګروپونو ویشي ، هغه زمونږ مشران نه بلکې د پردیو جاسوسان دي .
تاسو د ایران خلکو ته وګورئ ، د څلوېښت ورځني جنګ په مقابل کې په مېړانه ودرېدل . یو یې نه مهاجر شو ، یوه یې خپل پل ، شفاخانه یا روغتون او ښوونځي وران نه کړ. په مېړانه او شجاعت سره د خپل وسله وال پوځ ترشا ودرېدل ، خپل پلونه ، برښنا کوټونه او دولتي عام المنفعه ځایونه یې په میلیوني حضور سره له بمباریو وساته ! آفرین دې وي پر داسې هوښیار ملت!