تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۷ مه) د چین ټکنالوژۍ شرکت UBTech د نړۍ لومړني بشپړ قد لرونکي او په لویه کچه تولیدېدونکي الټرا بایونیک انسانوزمه (Humanoid) روباټونه معرفي کړي دي.
چین له اوږدې مودې راهیسې د انسان په څېر روباټونو د پرمختګ په برخه کې د نړۍ له مخکښو هېوادونو څخه دی، خو اوس یاد شرکت غواړي دا صنعت یوې نوې کچې ته ورسوي.
شرکت اعلان کړی چې داسې ډېر پرمختللي انسانډوله روباټونه به په پراخه کچه تولید کړي چې نه یوازې د انسانانو په څېر ښکاري، بلکې په پرمختللې مصنوعي ځیرکتیا (AI) هم سمبال دي، چې له امله یې له انسانانو سره اغېزمنې خبرې او همغږي کولی شي.
د UWorld U1 په نوم نوي انډرایډ روباټونه (نارینه او ښځینه بڼې) په ترتیب سره ۱۸۳ سانتيمتره او ۱۶۹ سانتيمتره قد لري، او وزن یې د ورته قد لرونکو انسانانو نژدې نیمایي دی.
د انسان د پوستکي په څېر د بایومیمیټیک (Biomimetic) پوستکي ترڅنګ، د UBTech په روباټونو کې د غاړې دوهمحوره بایومیمیټیک جوړښت او د ملا د تیر د غاړې برخه (Cervical Spine) هم شامله ده، چې دوی ته اجازه ورکوي د انسانانو کابو ۹۰ سلنه اساسي حرکات تقلید کړي.
چینایي شرکت ادعا کوي چې د مخ د احساساتو د څرګندولو سیستم یې خبرې، د شونډو حرکت او د مخ احساسات له ۲۰ میلیثانیو څخه په کمه ځنډ یو له بل سره همغږي کوي.
دا انسانوزمه روباټونه د نړۍ په لومړي احساسپېژندونکي لوی ژبني ماډل (Emotion-Aware LLM) سمبال دي، چې د اوږدمهاله ملګرتیا لپاره طرحه شوی دی. دا ماډل له ۲۰ څخه ډېر ظریف احساساتي حالتونه له ۹۰ سلنې څخه په لوړ دقت سره پېژندلی شي.
د شرکت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د U1 لړۍ روباټونه د شخصي او سوداګریزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره جوړ شوي دي. په ورځني ژوند کې ملګرتیا، احساساتي ملاتړ، د ژوند د کیفیت ښه والی، ټولنیزه مرسته، د هرکلي او مېلمه پالنې خدمات د دغو روباټونو په کار کې شامل دي.
سربېره پر دې، دا روباټونه د زړو خلکو پاملرنه، رواني ملاتړ، د سیاحت او نندارتونونو لارښوونه، څېړنه او زدهکړه، او د لوړ کیفیت کورني خدمات هم ترسره کولی شي.
د شرکت په وینا، د دې محصول له معرفي کېدو وروسته تر اوسه تر ۱۰ زره زیات فرمایشونه ترلاسه شوي دي. د دغو روباټونو بیه د ځانګړتیاوو او وړتیاوو له مخې له ۱۷ زره ډالرو څخه تر ۱۴۵ زره ډالرو پورې ده.
تمه کېږي چې د روباټونو لومړۍ جوپه د سپتمبر له نیمایي څخه مشتریانو ته وسپارل شي.