تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۲ مه)د پاکستان امنیتي ځواکونو ویلي چې د بلوچستان ایالت په سرحدي ولسوالیو کې یې د ۴۰ جلا عملیاتو پر مهال ۱۶۸۶ بې اسناده افغان کډوال نیولي دي.
پاکستاني رسنیو د یکشنبې په ورځ د خپل هیواد د چارواکو په قول راپور ورکړ چې له نیول شویو کسانو څخه ۱۲۵۷ تنه سمدستي افغانستان ته بېرته ستانه کړل شوي دي.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د بې اسناده افغان کډوالو او د انساني قاچاق شبکې د دغه هېواد د امنیت، عامه نظم او اقتصادي ثبات لپاره یوه جدي ننګونه ګڼل کېږي.
دوی ویلي، د دې ستونزې د مخنیوي لپاره امنیتي ځواکونه د سرحدونو د مدیریت او د هېواد د قوانینو د پلي کولو په برخه کې جدي اقدامات کوي، څو ټول ناقانونه بهرني وګړي له هېواده وایستل شي.
پاکستاني چارواکي وایي چې د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو لړۍ د پنجاب په لاهور، د سند په کراچۍ، د خیبرپښتونخوا په پېښور، د بلوچستان په کوټه، ګلګت بلتستان او د ازاد کشمیر په مظفرآباد کې دوام لري.
د پاکستان حکومت ویلي چې یوازې هغه کسان په دغه هېواد کې د پاتې کېدو حق لري چې معتبره ویزه ولري، او نور ټول افغان کډوال او پناهغوښتونکي به وایستل شي؛ ان هغه کسان هم چې د ملګرو ملتونو اسناد او د «اېسيسي (ACC)» ځانګړې کارتونه لري.
په افغانستان کې د کډوالو د چارو کمېسیون د تازه شمېرو له مخې، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۴ زرو څخه ډېر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.
پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکوي چې د دغه هېواد حکومت له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه شاوخوا ۲.۵۹ میلیونه افغان کډوال او پناهغوښتونکي بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.
خو دا په داسي حال کې ده چې ملګرو ملتونو او نړیوالو بشري حقونو سازمانونو د افغان کډوالو جبري ایستل د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو خلاف بللي او د دې لړۍ د سمدستي درېدو غوښتنه یې کړې ده.