Homeخبرونهد ایران د باندنیو چارو وزارت مرستیال کابل ته تللی

د ایران د باندنیو چارو وزارت مرستیال کابل ته تللی

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۲ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ، پارلماني چارو او له هېواده بهر مېشتو ایرانیانو مرستیال، وحید جلال‌زاده، د ایران او افغانستان د ګډ قونسلۍ کمېسیون په پنځمه غونډه کې د ګډون او له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل نن (دوشنبې) ته رسېدلی دی.

ټاکل شوې ده چې په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د قونسلۍ همکاریو، د دواړو لورو د وګړو اړوندو ستونزو او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشي.

وحید جلال‌زاده د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه وویل چې د تهران او کابل اړیکو د تېر کال پرتله «مثبت پرمختګ» کړی دی.

هغه زیاته کړه چې دواړه هېوادونه د سرحدي تګ‌راتګ د مرکزونو د پراختیا او د اسانتیاوو د ښه کولو لپاره ګډ کار کوي، ترڅو اقتصادي اړیکې پیاوړې او د ګډو پولو په اوږدو کې سوداګریزې همکارۍ لا زیاتې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان له درېیم واده وروسته د خپلې کورنۍ لپاره ګډ استوګنځی جوړوي

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۲ مه)د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامر خان له خپل درېیم واده وروسته یو ځل بیا د رسنیو د پام...