Home+ "زما روایت"| غوث جانباز

 “زما روایت”| غوث جانباز

«امریکا د کړکېچ له پیل راهیسې پر ایران تر ټولو پراخ بریدونه کړي؛ شخړه نوي پړاو ته داخله شوې»

په تېرو درېیو ورځو کې امریکا د روان کړکېچ له پیل راهیسې پر ایران تر ټولو پراخ بریدونه کړي دي. د امریکا د وسله‌والو ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) د معلوماتو له مخې، امریکایي ځواکونو له درې سوه څخه زیات ایراني پوځي اهداف په نښه کړي دي.

یوازې د وروستیو بریدونو په لړۍ کې له ۱۴۰ څخه زیات اهداف، چې پکې د توغندیو ځایونه، د بې‌پیلوټه الوتکو اډې، د مهماتو زېرمتونونه، سمندري پوځي تأسیسات او د ساحلي څارنې سیستمونه شامل وو، په نښه شوي دي. د امریکا په وینا، د دغو عملیاتو لامل په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو د ایران برید و.

تهران اعلان کړی چې هرمز تنګی یې یو ځل بیا تړلی او خبرداری یې ورکړی چې د هغه د اقداماتو پر وړاندې هر ډول غبرګون به له سخت ځواب سره مخ شي. خو د امریکا مرکزي قومانداني ټینګار کوي چې نړیوال سمندري تګ راتګ دوام لري او امریکایي ځواکونه د سوداګریزو بېړیو د خوندي تېرېدو امنیت تضمینوي.

د واشنګټن د معلوماتو له مخې، د مې میاشتې له پیل راهیسې له ۸۰۰ څخه زیاتې سوداګریزې بېړۍ د امریکا تر امنیتي پوښښ لاندې له هرمز تنګي څخه تېرې شوې دي.

په ورته وخت کې، ایراني دولتي رسنیو د هېواد په څو بندري ښارونو کې د نوو چاودنو خبر ورکړی دی.

د وروستیو ورځو پېښې ښيي چې شخړه یوه نوې او خورا خطرناکه مرحلې ته داخله شوې ده. که اوسنی بهیر همداسې دوام ومومي، نو موضوع به نور یوازې د متقابلو بریدونو لړۍ نه وي، بلکې ښايي په یوې اوږدمهالې پوځي مقابلې بدله شي چې د ټول منځني ختیځ او نړیوال اقتصاد لپاره به پراخې پایلې ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د فرانسې حکومت د البرکامو په لاس کښل‌شوي اثار په ۹ میلیون یورو رانیول

تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۷ مه) د فرانسې ملي کتابتون د نوبل جایزې ګټونکي فرانسوي لیکوال البر کامو Albert Camus سلګونه تاریخي اسناد،...