Homeخبرونهرونالډو د شتمنو ورزشکارانو په ډله کې؛ شتمني یې ۱.۲ میلیارد ډالرو...

رونالډو د شتمنو ورزشکارانو په ډله کې؛ شتمني یې ۱.۲ میلیارد ډالرو ته ورسېده

دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۲ مه)د پرتګال د نامتو فوټبالر، کریستیانو رونالډو، شتمني نوره هم زیاته شوې او اوس د نړۍ تر ټولو په شتمنو ورزشکارانو کې شمېرل کېږي.

د فوربس مجلې د تازه راپور له مخې، د رونالډو ټوله شتمني کابو ۱.۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

راپور وايي، دا پر له پسې درېیم کال دی چې رونالډو د نړۍ تر ټولو لوړ عاید لرونکی ورزشکار دی. نوموړي یوازې په تېرو ۱۲ میاشتو کې شاوخوا ۳۰۰ میلیون ډالر عاید ترلاسه کړی، چې د سپورټ په نړۍ کې یو بې‌ساری ریکارډ ګڼل کېږي.

د راپور له مخې، د رونالډو شتمني په اوسط ډول په هره دقیقه کې له ۵۷۰ ډالرو څخه ډېره لوړه شوې ده.

کارپوهان وایي، د رونالډو مالي بری یوازې د فوټبال له عوایدو نه دهی، بلکې د هغه سوداګریزې پانګونې، له نړیوالو شرکتونو سره د اعلانونو قراردادونه، د ټولنیزو شبکو عواید او نورې پانګونې هم د هغه د شتمنۍ په زیاتېدو کې مهم رول لري.

د راپور له مخې، د سعودي عربستان له النصر کلب سره د رونالډو له یوځای کېدو وروسته د هغه عاید په څرګند ډول زیات شوی دی. ویل کېږي چې په ۲۰۲۵ کال کې د قرارداد له غځېدو وروسته، د هغه کلنی عاید له ۲۰۰ میلیون ډالرو څخه واوښت، چې دا د اروپا په وروستیو فصلونو کې د هغه له عاید څخه ډېر لوړ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

سوله دوست څمکني!| سپين‌روان نورزی

د جدي مياشت وه، په ګرديز کې سخته واوره ورېده، داسې وچ کلک ساړه و چې د تعريف لپاره يې الفاظ نه شم موندلی،...