تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۲ مه) د هسپانیا پخواني صدراعظم ماریانو راخوی د نړیوال جام تر نیمهپایلوبې مخکې د فرانسې د ملي لوبډلې په اړه په یوه لیکنه کې جنجالي څرګندونې کړې، چې په هسپانیا او فرانسه کې یې پراخ غبرګونونه پارولي دي.
راخوی، چې د نړیوال جام له پیل راهیسې د هسپانیا له هرې لوبې وروسته په «ال دیباته» ورځپاڼه کې تبصرې لیکي، په خپله وروستۍ لیکنه کې د هسپانیا او فرانسې د نیمه پایلوبې په اړه ولیکل چې فرانسه «د نړۍ دوه ځله اتله ده، په تېر نړیوال جام کې یې پایلوبې ته لار موندلې، په دې سیالیو کې یې ټولې لوبې ګټلې او د فیفا په درجهبندۍ کې لومړی ځای لري.» هغه بیا زیاته کړه: «سربېره پر دې، دا یوه ډېر قوي لوبډله ده، البته له فرانسویان پکې نه شته.»
همدې جملې سخت جنجالونه راولاړ کړل او ګڼو سیاستوالو او شنونکو دا څرګندونې نژادپالونکې وبللې.
د فرانسې د لوبډلې اکثره یا کابو ټول لوبغاړي تورپوستي دي.
منتقدان وایي، د راخوی څرګندونې له حقیقت سره سمون نه لري، ځکه د فرانسې د ۲۶ کسیزې لوبډلې له ډلې یوازې درې لوبغاړي له فرانسې بهر زېږېدلي دي:
- مایکل اولیسه په لندن کې زېږېدلی، د بریتانیايي-نایجریایي پلار او فرانسوي-الجزایري مور زوی دی.
- مارکوس تورام په ایټالیا کې هغه مهال زېږېدلی چې پلار یې لیلیان تورام هلته فوټبال کاوه.
- بریس سامبا په کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې زېږېدلی دی.
ټول یاد لوبغاړي د فرانسې تابعیت لري او د همدې هېواد د فوټبال په اکاډمیو او روزنیز سیستم کې روزل شوي دي.
د هسپانیا د حکومت غبرګون
د هسپانیا اوسني حکومت هم د راخوی څرګندونې وغندلې.
د ترانسپورت وزیر اوسکار پوئنته په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې راخوی په سختو ټکو وغانده او پر هغه یې د نژادپالو څرګندونو له په خاطر تر نیوکې وکړې.
راخوی، چې له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې د هسپانیا صدراعظم و، تر دې وړاندې هم د نړیوال جام په اړه په خپلو لیکنو کې د فوټبال او سیاست موضوعات سره یو ځای کړي، خو دا ځل یې څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي بحث ته هم لاره هواره کړه.
په فرانسه کې هم پراخ غبرګون
په فرانسه کې هم د راخوی څرګندونې له سختو نیوکو سره مخ شوې دي.
د فرانسې د کمونیست ګوند مشر فابین روسل په «ایکس» کې ولیکل چې د راخوی دا خبرې باید وغندل شي او هغه یې له هغو نژادپالو څرګندونو سره پرتله کړې چې مخکې یوې پاراګوایۍ سناتورې د فرانسې د ملي لوبډلې د کپتان کیلیان امباپه پر ضد کړې وې.
د یادونې ده چې د امباپه پر ضد د هغې سناتورې د څرګندونو له امله د پاریس څارنوالۍ د عامه سپکاوي او نژادي کرکې د خپرولو په تور رسمي څېړنې پیل کړې وې او د فرانسې د فوټبال فدراسیون هم شکایت ثبت کړی و.
د فرانسې د ۱۹۹۸ کال اتله لوبډله، چې د بېلابېلو قومونو او د پخوانیو فرانسوي مستعمراتو د کډوالو له اولادونو جوړه وه، د «تور، سپین او عرب» (Black-Blanc-Beur) تر شعار لاندې د څو کلتوري فرانسې د یووالي نښه بلل کېده، خو د لوبغاړو د اصل او هویت په اړه بحثونه له هماغه وخته تر اوسه دوام لري.