Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان بانک سبا ۱۶ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي

افغانستان بانک سبا ۱۶ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۲۲مه) د افغانستان بانک اعلان کړی چې د سبا سه‌شنبه به د لیلام له لارې ۱۶ میلیونه امریکایي ډالر وپلوري.

دغه بانک نن (دوشنبه، د جنګاۍ ۲۲مه)، په یوه خبرپاڼه کې له سوداګریزو بانکونو، تبادلې شرکتونو او مالي خدماتو شرکتونو څخه وغوښتل چې په لیلام کې برخه واخلي.

سرچینې زیاته کړه چې داوطلبانو ته اړتیا ده چې د لیلام ورځې تر پایه پورې خپل حسابونه تصفیه کړي.

د خبرپاڼې له مخې په لیلام کې د کوچنیو معاملو اجازه نشته او داوطلبانو ته اړتیا ده چې د یوې ټاکلې مودې دننه د افغانستان بانک ته د اسعارو نرخ چمتو کړي.

دا لیلام په داسې حال کې اعلانېږي چې له تېرې اوونۍ راهیسې د افغانۍ په وړاندې د ډالرو بیه کې توپیر راغلی او د افغانستان بانک غواړي چې د افغانیو ارزښت د ډالرو په وړاندې وساتي.

د یادولو ده چې یو ډالر نن د هېواد په بازرونو کې په ۶۵ افغانۍ ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شاه رخ خان د بالیووډ د تاریخ تر ټولو په ګرانه تمایم شوي فلم کې راڅرګندېږي

تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۹ مه) د بالیووډ مشهور ستوری شاه رخ خان په یوه نوي فلم، چې «کینګ» نومېږي، د هند د...