تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرطان ۱۹ مه) د فیفا نړیوال جام ۲۰۲۶ سیالۍ د منځلوبې (کوارټر فاینل) پړاو ته رسېدلې دي، خو له دې سره یو شمېر هغه نامتو لوبغاړي هم له نړیوال فوټبال سره مخه ښه کوي چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې یې د نړۍ د فوټبال په ډګر کې ځانګړی ځای درلود.
کرسټیانو رونالډو، نیمار جونیور، محمد صلاح، کاسیمیرو او جیمز رودریګز د خپلو ملي لوبډلو له ناکامۍ وروسته خپل وروستی نړیوال جام پای ته ورساوه او د نړیوالو سیالیو له صحنې څخه یې د رخصتۍ اعلان وکړ.
د فوټبال د یوې دورې پای
د دغو پنځو نامتو لوبغاړو وتل د فوټبال د یوې یادګاري دورې پای ګڼل کېږي. رونالډو د پرتګال، صلاح د مصر، نیمار او کاسیمیرو د برازیل، او جیمز رودریګز د کولمبیا له ملي لوبډلو سره په نړیوال جام کې وروستی ځل ولوبېدل او په بل نړیوال جام کې به نه لوبېږي.
د رونالډو د لوبو برمناک پای
د پرتګال ستوري کریسټیانو رونالډو تر خپلې وروستۍ لوبې وړاندې اشاره کړې وه چې د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربهتوب د ۲۰۲۶ نړیوال جام به د هغه وروستی نړیوال جام وي.
رونالډو وویل: «زه په بشپړ صداقت وایم، که زما د لوبو هره پایله وه، زه مطمئن یم، ځکه ما په خپل ژوند کې فوټبال ته تر خپل توان ډېر څه ورکړي دي.»
هغه په خپل وروستي نړیوال جام کې ازبکستان ته دوه ګولونه ورکړل او په دې توګه د نړۍ لومړی لوبغاړی شو چې په شپږو پرلهپسې نړیوالو جامونو کې یې ګول کړی دی.
د نیمار خاموشه پای
د برازیل مخکښ لوبغاړی نیمار جونیور په دې نړیوال جام کې له تمې سره سم ونه ځلېد. د وینیسېوس جونیور او رافینیا په څېر د ځوانو ستورو شتون د هغه لپاره په لوبډله کې د ثابت ځای موندل ستونزمن کړي وو.
نیمار د ناروې پر وړاندې په خپله وروستۍ نړیواله مسابقه کې یو ګول وکړ، خو د برازیل له ماتې وروسته یې له نړیوال فوټبال څخه د تقاعد اعلان وکړ.
هغه په احساساتي ډول وویل: «ما خپله ټوله هڅه وکړه، خو اوس دا سفر پای ته ورسېد. له هغه ځایه چې پیل شوی و، هلته پای هم ورسېد.»
محمد صلاح هم له نړیوال جامه رخصت شو
د مصر کپتان او د لیورپول ستوری محمد صلاح هم وروسته له هغې چې ارجنټاین په یوه جنجالي او ډراماتیکه لوبه کې مصر ته ماتې ورکړه، له نړیوال جام څخه ووت.
صلاح هغسي چې په نورو سیالیو کې ځلېده، په دې نړیوال جام کې ډېر بریالی نه و؛ هغه په پنځو لوبو کې یوازې یو ګول وکړ او دوه نور ګولونه یې جوړ کړل.
کاسیمیرو له نړیوال فوټبال سره مخه ښه وکړه
د برازیل تجربهکار منځنی لوبغاړی کاسیمیرو هم د خپلې ملي لوبډلې له رونډ اف ۱۶ پړاو څخه تر وتلو وروسته له نړیوال فوټبال څخه د تقاعد اعلان وکړ.
کاسیمیرو، چې پنځه ځله یې د UEFA چمپینز لیګ اتلولي ګټلې، د مانچسټر یونایټډ له لوبډلې سره هم د پام وړ بریاوې لرلې او د ۲۰۲۳ کاراباو کپ او ۲۰۲۴ ایفاې کپ په ګټلو کې یې مهم رول لوبولی و.
د جیمز رودریګز یادګار سفر
د کولمبیا مشهور منځني لوبغاړي جیمز رودریګز، چې د ۲۰۱۴ نړیوال جام د طلايي بوټ ګټونکی و، هم له نړیوال جام سره مخه ښه وکړه.
کولمبیا له سویس څخه په پنالټي شوتونو کې له ماتې وروسته له سیالیو ووت. جیمز رودریګز په ۲۰۱۴ نړیوال جام کې د خپلې ځبریالۍ لوبې له امله نړیوال شهرت ترلاسه کړی و او وروسته یې ریال مادرید ته لاره وموندله.
که څه هم د کلب په کچه د هغه سفر د تمې وړ بریالی نه و، خو د ۲۰۱۴ په نړیوال جام کې د هغه انفرادي ځلا لا هم د نړیوال جام د تاریخ له یادګارو لوبو څخه ګڼل کېږي.
د دغو ستورو رخصتي د نړیوال فوټبال د یوې زرینې دورې پای او د نوي نسل د ستورو د راڅرګندېدو پیل بلل کېږي.