Home+داستاني ادب ته ځانګړې وېبپاڼه جوړه شوه

داستاني ادب ته ځانګړې وېبپاڼه جوړه شوه

کیسه ډاټ نیټ، www.Keesa.net د افغان کیسه لیکوال، نصیر احمد احمدي د پنځم تلین په مناسبت خپل فعالیت پیل کړ.

دا پاڼه چې په اروپا او افغانستان کې یې محصلین او ځینې کیسه لیکوال پر مخ بیایي یوازې او یوازې داستاني ادبیاتو ته بېله شوې ده.

په دې پاڼه کې له کورپاڼې ور هاخوا نهه پاڼې دي چې پکې لنډې کیسې، ژباړل شوې کیسې، په غږ کې کیسې، د کیسو تخنیک او کره کتنه، د کیسه لیکوالو زرینې کرښې، د کیسه لیکوالو سوانح، داستاني خبرونه او داستاني کتابونه یاد شوي دي.

په دې توګه دا پاڼه یوازې داستاني ادب ته ځانګړې شوې ده.

چلوونکي یې وايي هیله من دي چې دا پاڼه د داستاني ادب په غوړولو کې رول ولري او ځوانانو کیسه لیکوالو ته د خپلو کیسو د خپرولو یوه نوې پاڼه وړاندې کړي.
په پښتو ژبه بېلا بېلې وېبپاڼې شته چې عمومآ د ژوند د هر ډګر مسایل خپروي.
خو داسې چې یوازې یوې موضوع ته ځانګړې شوې وي، تر دې وړاندې نه وه.
د دوه زرمو کلونو په نیمایي کې د داستانونه په نامه یوه پاڼه وه چې یوازې لنډې کیسې یې خپرولې او په بېلا بېلو ژبو یې پاڼې لرلې خو هغه پاڼه ژر وتړل شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...