له نن څخه درې کاله پخوا د ۲۰۲۱ د جولای په ۱۰ مه (د ۱۴۰۰ د چنګاښ ۱۹ مه) د افغانستان د داستاني ادبیاتو ځلاند ستوری نصیراحمد احمدي په ځوانه ځوانۍ کې د کرونا ناروغۍ له کبله وفات شو.
نصیر احمد احمدي په داستاني اثارو کې د ځانګړي سبک لیکوال و. ده په خورا لنډه موده کې د سړه سیلۍ، مینه، د واورې سړی، بوډا او د لېوانو پلونه، رڼا، زرو، جوجو، نیکه، بغدادي پیر، یوه خبره درته وکم او پټان په ګډون ګڼ شمیر ناولونه، د لنډو کیسو ټولګې، ژباړې، ژوندلیکونه او نور اثار ولیکل.
د غڼې ځاله د نصیر احمد احمدي وروستی ناول و، چې پر کورونا د نوموړي له اخته کېدو څو ورځې مخکې چاپ شو.
” احمدي د مينې، عاطفې له احساس او استغنا ډک انسان و. د نصير احمد احمدي مړینه د پښتو داستان ليکنې بهیر ته نه بې له شکه نه جبرانېدونکې ضايعه ده. احمدي د ملي ارزښتونو، د هېواد د جګړه ځپلي انسان د درد، په خپلواکۍ د مين انسان د احساس انځورګر و. ”
احمدي صاحب د الله تعالی وبښي ، جنتونه یې ځای او اروایې ښاده . یاد یې تلپاتې . د ده خدمتونه زمونږ خوږې ژبې ته نه هېرېدونکي دي .
خدای دې وبخښي خو کاشکي ئې عمر دومره لنډ نه وای چې د پښتو ژبې داستانې ادبیاتو ته ئې ډیر څه ورکړی وای ، لار ئي روښانه