شنبه, مې 4, 2024
Home+د نصير احمد احمدي لنډ ژوند ليک او اثار

د نصير احمد احمدي لنډ ژوند ليک او اثار

جاوید سیال

نصيراحمد احمدي د فتح الله احمدي زوی په ١٣٥٣ لمريز کال د غزني ولايت د قره باغ ولسوالی د ملک غلام رسول په کلاه کې زيږيدلی دي.

نوموړی په ١٣٥٨ ل کې مکتب  کې شامل شو، تر درېيم ټولګي يې په سيمه کې د سلطان محمود غزنوي په لېسه کې زده کړې وکړې، خو  کورنۍ يې د جنګ جګړو او په دې خاطر چې پلار  يې په کابل کې په يوه شخصي شرکت کې وظيفه درلوده کابل ته کډه وکړه. هغه وخت يې کور د کابل په خوشال خان مېنه کې و او احمدي د همدې سيمې په يوه مکتب کې چې د سپين کلي په نوم يادېده، شامل شو. 

احمدي تر نهم ټولګي پورې  په سپين کلي ليسه کې درس ووايه، بيا يې د حبيبې ليسې ته سه پارچه يوړه  او په ١٣٧٠ ل کال کې له نوموړې ليسې څخه فارغ شو.

په ١٣٧١ ل کال په کابل کې د جنګ جګړو له امله د دوی کورنۍ بيرته کلي ته لاړه او نصيراحمد احمدي د خان کلاه په متوسطه ښوونځي کې د ښوونکي په توګه دنده پيل کړه. احمدي د تاريخ او جغرافيه د مضمونونو در س ورکاوه او دوه کاله يې په همدې مکتب کې معليمي وکړه. 

   وروسته پيښور ته لاړ، هلته يې د يوه کال له پاره د (ډي اې ای) د موسسې لخوا يو کرنيز کورس ولوست. په دې کورس کې يې د زراعت په ځينو برخوخصوصاً د بڼوالۍ په برخه کې معلومات تر لاسه کړل او وروسته بيا په همدې موسسه کې د کارمند په توګه مقرر شو.

احمدي به له خپلو نورو همکارانو سره د هېواد ځينو برخو ته سفرونه کول  او خلکو ته به يې د بڼوالۍ د ارزښت په اړه معلومات ورکول. دوی به د مېوه دارو ونو اصلاح شوي نيالګي او کيمياوي سره ليرو پرتو سيمو ته وړل او له خلکو سره به يې د باغونو په جوړولو کې مرسته کوله.

احمدي په ډي اي ای کې دوه کاله وظيفه تر سره کړه  او په  ١٣٧٦ ل کال يې  دکانکور امتحان ورکړ او د کندهار پوهنتون د زراعت پوهنځي ته بريالی شو، نوموړي يو کال پوهنتون ولوست خو هغه وخت  جګړه وه ، د پوهنتون ليليه وتړل شوه او د احمدي په شان ډېرو نورو محصلينو ونه شوای کړای چې  خپلې لوړې زده کړې پای ته ورسوي.

احمدي ايران ته په مزدوري پسې لاړ  او دوه کاله يې هلته ستړي او شاقه کارونه وکړل. 

نصيراحمد احمدي په ١٣۸۰ ل کال کې بېرته خپل وطن ته راغی. نوموړی  له ٢٠٠٣ ميلادي کال را په دېخوا د بي بي سي راډيو په تعليمي برخه کې دنده تر سره کوي، په پيل کې يې په نوموړې ادارې کې د رپورټر  دنده پرمخ وړله خو له تېرو شپږو  کلونو راپه ديخوا د ماشومانو او لويانو له پاره د فيچر خپرونو ايډيټر دی.

د نصيراحمد  احمدي ليکوالي: احمدي  ډير ماشوم و چې انا به يې کيسې ورته ويلې او ده به په مينه اورېدلې. احمدي له ماشومتوبه د کيسو له اورېدلو او لوستلو سره مينه درلوده.  کله چې د ليک لوست شو، نو  د پيريانو ، ديبانو او ښاپيريو تخيلي کيسې به يې لوستې او هر هغه کتاب به يې اخيست چې تخيلي کيسې به پکې وې . 

کله چې د نوي ځواني مرحلې ته ورسيد، نو د دې تر څنګ يې د پوليسي کيسو او ناولونو له لوستلو سره هم جوړه شوه، هغه وخت د ده يو همصنفی و چې حفيظ الله نومېده، دوی په خپل کور کې يوه لويه کتابخانه درلوده، هر رنګه کتابونه پکې پيدا کېدل، احمدي به کله کله کور ته ور ته، د کتابونو المارۍ به يې په پوليسي کتابونو پسې لټولې، هغه وخت د (ارسن لوپن)  کتابونه ډير مشهور ول، ارسن لوپن په اصل کې يو پوليسي کرکټر و چې د غلو او جنايت کارانو په وړاندي به يې تل مبارزه کوله. احمدي  تقريباً د هغه ټول کتابونه لوستلي دي. خو په خپله يې تر دې دمه څه نه و ليکلي. دا چې څه وخت يې ليکوالي ته مخه کړه، احمدي په يوه مرکه کې ويلي و: 

((دا تقريبا د دولسو ، ديارلسو کلونو مخکې خبره ده، يوه ورځ زما مشر ورور يوه سوژه (موضوع ) پيدا کړې وه، ماته يې وويل چې که ليکوال وای نو په دې اړه يې يوه لنډه کيسه ليکله، ورور مې د کيسې موضوع راته وويله، زما هم ډيره خوښه شوه، له ځان سره مې فکر وکړ چې راځه! يو ځل يې په خپله وازمايه چې ايا د لنډې کيسې په نوم څه پرې ليکی شې که نه؟ هماغه و چې د لومړی ځل له پاره مې  يوه ماته ګوډه لنډه کيسه وليکله، هغه وخت زه په کلي کې اوسېدم، کليوال ژوند و، په ټوله ولسوالی کې مې داسي څوک ونه موند چې له ليکوالۍ سره اشنا وي او د کيسې په اړه مشوره راکړي، ځکه مې دا کيسه له ځان سره وساتله، بيا يو وخت زموږ کور ته د پښتو ژبي وتلی شاعر او ليکوال خدای بخښلی استاد محمد صديق پسرلی راغی، کيسه مې ورته ولوسته، ډېره يې وستايله، ښيګنې او نيمګړتياوې يې را يادې کړې او کيسه يې د چاپ له پاره کابل ته ورسره يوړه، کله چې زما لومړنۍ لنډه کيسه چاپ شوه، نو دا زما له پاره يو لوی تشويق و او زه يې دې ته و هڅولم چې د کيسو او ناولونو ليکلو ته مخه کړم. ))

نصيراحمد احمدي ليکوالۍ ته مخه کړه او په څو کلونو کې يې ګڼ شمېر کتابونه وليکل او ځينې يې وژباړل. 

د نصيراحمد احمدي چاپ شوي کتابونه:

١_ سړه سيلۍ    د لنډو کيسو ټولګه 

٢_ مينه              د لنډو کيسو ټولګه

٣_ د واورې سړی    د لنډو کيسو ټولګه

٤_ بوډا او د لېوانو پلونه      ناول

٥_  رڼا                 ناول

٦_ بړبړوکۍ     نول

٧_ په فلسفه کې تلپاتې پيښې    ژباړه

٨: يوه خبره درته وکم؟!   ناول

۹: جوجو    ناول

۱۰: اغزن سيم     ناول

۱۱:  زرو     ناول

۱۲: د معجزې تيږه     ناول   ژباړه

۱۳: راځئ کيسه وليکو؛ د کيسو د ليکلو په اړه د ليکوال تجربې 

١٤: نيکه               ناول 

۱۵: بغدادي  پير     ناول 

۱۶: پټان ناول

۱۷: اخ، وطنه!   ناول

۱۸: ابوریحان البیرونی   – ژوند ليک

۱۹: کاتب هزاره            ژوند ليک

۲۰: موسی شفیق            ژوند ليک 

۲۱: محمد هاشم میوندوال   ژوند ليک 

۲۲: اشر  ( د لنډو کيسو ګډه ټولګه ) نصیراحمد احمدی او عبدالواحد رفیعي 

۲۳-ټال (ناول)

۲۴- رنګه غوږونه  (ناول)

د نصير احمد (احمدي) ادبي سبک او ځانګړنې يې

د خدای قدرت دی که په  ټوله نړۍ وګرځوو ،نو يو انسان به د بل په څېر ونه مومو چې ټوله څېره يې سره ورته وي، که له نړۍ ور تېر شو او خپل چاپيريال کې سترګې وګرځوو، نو وينو چې هر انسان فردي ځانګړنې لري ، له رواني اړخه څوک ژر غصه کېږي او څوک نه ،په کلتوري لحاظ د چا تنګې او اوږدې جامې په تن وي او د چا لنډې او ارتې ،همدغه خبره د ژوند په ډېرو اړخونو ډډه لګوي ، همدغه چارې د انسانانو فردي ځانګړنې دي چې د هغوی سټايل يا سبک يې ګڼلی شو.

دا دې سبک په اړه عامې خبرې وې، خو په ادب او ليکوالۍ کې سبک د يوه ليکوال انفراديت ،ذهنيت او مفکوره ښايي.۲ : ۲ 

 د يوه ليکوال د سبک پېژندنې لپاره اړينه ده چې د هغه اثار ولولو، ځکه چې د هغه ذهنيت او مفکوره ، تخيل ، انځورونه ، د بديعي ښايستونو کارونه ،موتيف ، د لغتونو د انتخاب طرز،د جملو جوړښت او وزن پکې انعکاس مومي.

کله چې مونږ د احمدي ناولونه ولولو،نو پوهېږو چې د افکارو ماڼۍ يې په لوړه کچه د پښتنو ټولنيزې ناخوالې رانغاړي، سياسي او تاريخي تېروتنې بيانوي، دده په ليکنو کې انسانيت او په هغه پورې تړلې مسئلې لکه د سمندر موجونه وهي، خال خال د عشق او مينې خوږې کيسې د هنريت په مالګه ککړوي او لوستونکو ته يې وړاندې کوي.

نصير احمد (احمدي ) ځانته ځانګړی سبک لري، ښايي دده د غوره سبک لرلو وجه وي چې ناولونه يې خورا ډېر لوستونکي لري ،کله چې د يوه ليکوال آثار لولو ، نو زمونږ په ليکنو کې طبعاً د هغه تاثر څرګندېږي ،همدا علت دی چې وايو دا ليکنه يې د الفت، سيدرسول رسا ،صديق الله رښتين ،قيام الدين خادم، غني خان، اجمل خټک ،سعدالدين شپون … او په سبک ليکلې ده. 

دا به مبالغه نه وي چې ووايو:  د احمدي سبک به هم په راتلونکي کې ځوان ليکوال (په شعوري او غير شعوري) بڼه وپالي، د پخوالي تر پولو به ورسېږي، په يوه ادبي جريان به بدل او بالاخره به د مکتب بڼه خپله کړي.

تر کومې چې ما د احمدي ناولونه لوستي ، په هغو کې مې دا لاندې ادبي سبکي ځانګړنې په نښه کړي دي:

۱ ــ لنډې لنډې جملې کاروي: سړي ښي لاس وخوځاوه، حرکت يې درلود، کيڼ لاس يې پر ځمکه ولګاوه، درد نه و، سر يې پورته کړ، په احطياط کښېناست، په کيڼ زنګون کې يې څړيکه شوه ، زنګون ته يې وکتل، خړه زړه ټوټه په وينو سره وه، سړي پايڅه پورته کړه، دزنګون پوستکی يې تيږې ورسره وړی و، بوټ يې وويست، د پښې ګوتې يې خوځېدلې. ۳ : ۲۳ 

د احمدي په ناولونو کې ډېرې جملې ساده يوستوي دي ، هر يوه يې  ځانته مبدا او خبر لري ، دې دغه ډول جملو کارونه په کيسه ييز ادب کې ځکه غوره ده چې لوستونکي ترې موخه او هدف ښه اخيستلی شي. 

بغدادي پير سياسي ــ تاريخي ناول چې دويم ځل د ډېوېډ جونز په نوم خپور شو، زياتو خلکو ولوست ،دا ناول د افغانستان د خپلواکۍ اتل شاه امان الله خان د واکنمۍ د نسکورېدو يو اساسي سبب په هنري ژبه بيانوي ،دغه ناول تازه اردو ژبې ته ژباړل شوی او په غږيزه بڼه هم ثبت دی، زه د همدغه ناول له بېلابېلو مخونو څخه ځينې مکالمې را نقلوم چې لنډې ساده جملې پکې شتون لري.

((پاچا وويل: هغه نجلۍ څوک دی؟ 

يوه ډنګر کوچي وويل: صيب زما لورکۍ ده، څه يې کوې؟ پچې او خوشايي ټولوي.

 ــ مانا ګټه درته کوي؟

ــ هو ! صيب! که زمونږ نجونې پچې جارو نکړي ، نو دېګدان سوړ بوله.

ــ پاچا وويل: زه له شريعته وتلی کار نه کوم ، همدې نجونو ته ټيکری ور په سر وم ، پرتوګ ور اغوندم ، اودس او لمونځ ور زده کوم ، نظافت ور ښايم درس ورباندې وايم .)) ۴ : ۴۲ 

بل ځای ليکي:

((دا پير نه دی، جاسوس دی، خلک د پاچا پر ضد را پاروي .

د بوډا له خولې لاړې باد شوې، بس که د سپي زويه ،کفر مه وايه ، ته خو ښويېدلی يې ، کور به درسره ايره کې.)) ۴ : ۱۳۳ 

۲ ــ تخيل او انځورونه : ناول ليکنه د هنري نثري ادب هغه ژانر دی چې پېښې بايد داسې پکې تصوير شي چې لوستونکي پکې ځان احساس کړي، فکر وکړي چې دغه ډول ځای يې پخوا ليدلی او که نه دومره خو بايد وکړي چې د لوستونکو دهن کې يې عکس پاتې شي او په راتلونکي کې د دغه ډول ځای د ليدو ارمان او هيله ورسره وي .

نصير احمد احمدي د پېښو په انځور کې له خورا غښتلي قلم څخه برخمن دی ، دې ټال ناول په يو مخ کې لولو :

((پارک ښکلی ښکارېده ،  په چمن کې نرۍ منظم سړکونه پرې ول، د هسکو ونو شنې څانګې پر ګڼو رنګېدلو غرفو را ټيټې وې ، په لويه زانګو کې نجونې ، ماشومان او لويان تاوېدل ، ورهاخوا هوټلي په خړ لوګي کې کباب ته پکی واهه .)) ۵ : ۸۸ 

د تصوير په اړه پخپله احمدي ليکي:

((په لنډه کيسه کې د نورو اړخونو تر څنګ تصوير ضروري دی، که غواړئ چې کيسه تصويري شي ،په هر څه کې حرکت پيدا کړئ او هر څه ته د ضرورت په سترګه وګورئ ، ان که غره ته حرکت نشئ ورکولای ، د غره په سر ورېځې را ټيټې کړئ ، له سپينو ورېځو څخه د غره تورې څوکې را وباسئ ، ورېځو ته حرکت ورکړئ ، غر پخپله حرکت کوي او ژوندی ښکاري.)) ۶ : ۶۲

په ناول ليکنه کې بايد ليکوال هڅه وکړي چې پېښې حقيقت ته نږدې انځور کړي، دا کار اوچت تخيل ته اړ وي  ،ليکوال ته پکار دي چې د پېښو د انځورولو پر وخت هومره مبالغه ونکړي چې لوستونکو ته درواغ او هسې خبرې ښکاره شي ، دا کار د ليکوال حيثيت او د ليکنې ارزښت کموي.

د بوډا او د لېوانو پلونه ناول په يوې برخه کې ليکي:

((په ورمېږ مې د واورې بڅرکي ولوېدل، پورته مې وکتل، د ماښام په تته رڼا کې څرخېدونکې واوره ورو ولوېده ، د انګړ لرګين ور مې له ځنځيره ونيوه ، د وره غنجا شوه او په لخک کې يې پرته واوره را ټوله کړه .)) بوډا او د لېوانو پلونه 

په پورته جملو کې د وره غنجا او په لخک کې د واورې را ټولېدنه زمونږ سترګو ته يو انځور دروي او هغه ځای ته مو ستنوي ، کوم ځای کې چې پېښه را منځته شوې ده ،نو ويلی شو چې دا لڼده مکالمه احمدي په خورا دقت داسې وړاندې کړې ده چې بشپړه واقعي ښکاري ،له پورته بېلګو څخه څرګندېږي چې احمدي د پېښو په راوړلو کې زيرک او مدقق دی ، کابو په ټولو ناولونو کې يې د پېښو په سم انځور او راوړلو کې بريالی دی .

((نرم باران ورېده ، باد د جونګړې له خلاصې دروازې ټکا وېسته ، لاندې په دره کې د سيند د اوبو شڼهار ی خوت، سړي د زرو په قبر خپله زنه ايښې وه ، سترګې يې پټې وې ، د پراته مړه توتي د ټټر په مړو لندو بڼوکو کې يې ګوتې وهلې ،د سړي خوله او خولې ته نږدې د قبر پر سر واړه ګلان په وينو سره ول. ))۳ : ۱۴۲ 

۳ ــ د پېښو منطقي تسلسل: په ناول ليکنه کې پېښې بايد له يوه او بل سره  د ځنځير د کړيو په څېر ټينګې اړيکې ولري ، يوه پېښه د بل ور پرانيزي.

(( دروازه يوې کوچنۍ نجلۍ راته خلاصه کړه ، شپږ کلنه به وه، هغې غټې سترګې درلودې او تر سترګو يې تور اوږده باڼه را تاو وو، ما په لومړي ځل رڼا وليده.

دلته جملې له زماني منطق سره برابرې دي، طبعاً اول دروازه پرانستل کېږي او څوک چې دروازه پرانيزي هغه ليدل کېږي ، د يو چا لوی والي او کوچني والي ته پام د هغه عمر ته تر دقت کولو وروسته راځي. مونږ چې يو څوک د لومړي ځل لپاره وينو ، لومړی يې ظاهري بڼه زمونږ سترګو ته درېږي، د هغه پېژندل لږ وروسته وي ، ځکه خو راوي په وروستۍ جمله کې وايي چې ما په لومړي ځل رڼا وليده.

د جملو منطقي ترتيب د نثر وضوح زياتوي او په ليکنه کې خوند او تلوسه ډېروي .)) ۱ : ۱۴۳ ــ ۱۴۴ 

په زرو ناول کې ليکي چې : 

((وخت ووت ، ږلۍ ودرېده ، ورېځې د غره په شنو ونو را ټيټې شوې ، سړي حرکت وکړ ، د لويو ډبرو څنډو ته لا د ږلۍ دانې پرتې وې . ))۳ : ۲ 

په پورته جملو کې وخت ووت، ږلۍ ودرېده او ورېځې د غره په شنو ونو را ټيټې شوې په زماني لحاظ او د لويو ډبرو څنډو ته لا هم د ږلۍ د دانو شتون په مکاني لحاظ منطقي او ‍تسلسلي سمون لري ، ځکه لومړی ږلۍ درېږي او بيا ورېځې را ټيټېږي، د لويو ډبرو په سرونو چې کله ږلۍ ورېږي ،نو هغه د ډبرې په سر نه ؛بلکې شاوخوا يې را ټولېږي چې د همدغې را ټولېدني له وجې له لنډ ځنډ وروسته هم هلته د ږلۍ دانې پرتې وې.

۴ ـ د کليوالي ژوند انځور :

 استاد بريالی باجوړی ليکي چې : دده د کیسو موضوعات کليوالي دي ، تر ډېره زمونږ کليوالي ټولنو کې چې کومې نيمګړتياوې موجودې وي، دی پر هغه ډېرې ښې کيسې ليکي .(۸) 

((ډاکتره ولاړه شوه ،تر نجلۍ را وګرځېده ، د هغې ډنګر لاس يې په خپلو اوږدو سپينو ګوتو کې ونيو ،ويې ويل:

ورغوی د په څه دی؟

ارزو په ويرېدلي غږ وويل: خوشايي مې تپل ، ماته ښيښه پکې وه .))۵ : ۲ 

صفيه حليم د نوموړي د کرکټرونو په اړه ليکي : د احمدي د کيسو چې کوم کردارونه دي ، هغه سوچه کليوالي څېرې دي ، کله چې ته کيسه لولې ،فکر کوې چې زما د کلي پلانی سړی يا پلانۍ ښځه ده .

بل ځای ليکي: ((سړي ارزو ته وکتل ، تر اوسه د څوک لمبولي ؟

ارزو په بېړه وويل : هو، کوچنی ورور مې هر وخت تر اوبو باسم ، مور مې کارونه را وېشلي دي ، د غوا پيايل ، د ګوډلې پاکول ، خوشايي تپل ، او د ورور لمبول يې ماته راکړي ، دېګ ،جارو او لوښي مينځل مې مشره خور کوي ، د کور نور کارونه مې مور ور پاتې دي. ))۵ : ۳ 

په کليوالو ژوند او سيمو کې مال او مالداري وي، کله چې څاروي شتون ولري ،نو هلته يې پيايل ، د ګوډلې پاکول او د خوشايو تپل ضرور وي ، همدغه د کليوالو سيمو يو ښه تصوير دی.

پخپله نصير احمد احمدي وايي چې: زه په خپلو کيسو کې له خپل کلي او ولسوالۍ بهر نه وځمه ، ځکه چې ښه کيسه هغه وخت يو څوک ليکلی شي چې يا يې په خپله هغه حالات ليدلي او يا پرې تېر شوي وي.

رښتيا هم هغه څه چې جال ويني ، جالوان يې نه ويني ،نو د احمدي پورتنۍ خبره کره او دقيقه ده ، ښايي دا هم يوه اړينه وجه وي چې د احمدي ليکنو ته يې رونق او ښکلا ورکړي وي چې دومره لوستونکي لري او په مينه يې لولي.

۵ ــ د کرکټر د ژبې او شخصيت بشپړ سمون

شپون صاحب وايي : که کاڼي غږوئ ،نو ويې غږوئ ،خو پروفيسران ترې مه جوړوئ.

نصير احمد احمدي د شپون صاحب همدغې خبرې ته پوره ځير دی او د کرکتر ژبه د هغه شخصيت ، عمر ، رواني او اقتصادي حالت ،مسلک او کړنو ته په کتو ورکوي .

دی ډاکتر د ښوونکي او ښوونکی د ډاکتر په ژبه نه غږوي ، نه د يوه نا لوستي بانډه چي په خوله کې د ښاريانو ژبه ږدي. زه يې د رڼا او بغدادي پير ځينې مکالمې د خبرې د اثبات په موخه راولم:

((ښځې ورو وويل : پلار د څه کار کوي؟ نجلۍ ټوخي واخيسته ، شېبه يې وټوخل ، بیا يې شنو زرغونو جنډو ته وکتل ؛هغه مړ دی. 

اوف ، ما وبخښه ! 

ولې ؟ 

پورته کاميابه مکالمه پوره واقعي ښکاري  ، ګلالۍ په لندن کې لويه شوې ده ،ځکه يې له پاڼې څخه بښنه وغوښته چې د پلار مرګ يې ورته په ياد کړ ، خو کليواله پاڼه د اروپايانو په دې دود نه ده خبره ،نو ځکه په حيرانتيا پوښتنه کوي چې ولې؟ که د ګلالۍ پر ځای کومه کليواله ښځه وي ،نو ښايي ويلي وای چې خدای د وبښي . ))احمد شاه زغم . 

((دادا ولې دومره ساده يئ ! دا سړی دروغ وايي !

اه! پير او دروغ !

کړس شو د بوډا په څپېړه کې دومره زور و چې د ځوان مخ يوې خواته کوږ کړي ، د نورو کسانو سترګې هم رډې راوختې ،ټولو ځوان ته وچې سترګې نيولې وې ، خو ځوان نه اور واخيست ….

او نه يې هم د شغال غوندې وانګولل.

ځوان يو دم مخکې راغی ، مجله يې ور واخيسته، لومړۍ پاڼه يې واړوله ، چيغه يې کړه!

دلته يې په انګريزي ژبه ليکي چې د بريتانيې ملکې د خپل يوه پوهنتون له تکړه محصلينو سره وکتل، بله پاڼه يې واړوله دا نجونې انګرېزې دي ، د دوی کشيشان غواړي چې دا پېغلې بېرته له خپل دين سره زړونه وتړي.)) ۴ : ۱۳۲ ــ ۱۳۳ 

بوډا او نور کليوال په پير ځکه مات ول چې زده کړې يې نه وې کړې ، په انګريزي ژبه نه پوهېدل ، کمپيوټر او فوتوشاپ يې نه پېژنده ،خو بر عکس ځوان په ترکيه کې زده کړې وې، ښکاره ده چې په ترکي او انګريزي ژبو برلاسی و، کمپيوټر او د هغه پروګرامونو سره يې بلدتيا درلوده ،نو ځکه يې پير دروغجن وګاڼه.

۶ ــ د نويو جملو موندنه او کارونه

بوډا يوه شېبه غلی شو ــ بيا يې خپله خبره پسې وغځوله.

غضنفر صاحب ليکي: ((د غځولو فعل نوی دی ، ممکن بل ليکوال وليکي ، پسې زياته کړه! )) (۸ )

بل ځای ‎(رڼا ناول کې) ليکي:

غوا درې ورځې د هغه په اخور ولاړه وه. 

موخه يې دا ده چې غوا درې ورځې له هغه سره وه،بل ځای د يوه کرکټر د چاغوالي په اړه ليکي چې په غوښه پټه وه (غوښنه وه)، دا چې د يوې ښځې تنور اچول نه خوښېږي،نو همدغه نارضايت احمدي په دې بڼه څرګندوي : د تناره لوګي څخه يې ښه خوله نه واهه.

دی نه ليکي چې پلانکی يا پلانکۍ خواره يا وچه ده ،خو خپل همدغه هدف په يوې نوې بڼه لوستونکو ته داسې رسوي:  که د بدن غوښه ترې وتراشې ،ټوله څلور کيلو نه کېږي.  

دې دغه شان جملو موندنه او کارونه د نصير احمد احمدي په څېر وړتيا او فکر غواړي او دا هغه ستره سبکي ځانګړنه ده چې  د کمو او ګوته په شمار ليکوالو په برخه  وي.

۷ ــ د خپلې لهجې د يو شمېر کلمو کارونه:

 د نجيب منلي په اند : په هنري لیکنه کې مونږ حق نلرو چې د کلماتو مانا په ليندکو کې وليکو ، که د لهجو اصطلاحات کاروو،نو په داسې مهارت د وکارول شي چې لوستونکي د معادلې کلمې له راوړلو پرته د هغه په مانا پوه شي. زغم مقاله 

احمدي په خپلو ناولونو کې يو شمېر لغتونه او کلمې راوړي دي چې عام لوستونکو ته پرې پوهېدنه ستونزمنه ده ،نو (ښايي د غزني او قره باغ د اوسېدونکو په لهجو کې استعمالېږي )همدغې خبرې ته په کتو او د لوستونکو د پوهېدو لپاره  يې دغه ډول لهجوي کلمې په ليندکو کې نيولي دي. 

لکه په بغدادي پير کې بازجايي ( کليوالي ) ګورواني  ( پايده واني ) په رڼا ناول کې ورټ (کرکه ) کاوړ ( غصه ) زوټ ( زوړ ) په ټال ناول کې شکنه (پياوه ) زرو ناول کې بمبرې ( غومبسې ) . ممکن احمدي د کرکټر شخصيت ، سيمې او ژبې ته په کتو دغه ډول ويينونه وکاروي.

زما په اند هغه ويیونه چې په يوې لهجې پورې تړاو لري ، نو که چېرته يې مانا مبهمه وي او يار ترې څو ماناوې اخیستل کېدای شي ،نو غوره داده چې په ليندکو کې ونيول شي، څو لوستونکو ته د هغه معنوي ستونزه مخته نشي.

۸ ــ نقد او کره کتنه : نصير احمد احمدي د پښتني ټولنې ليکوال دی ، دا چې ليکوال له خپلې ټولنې متاثره وي ،نو دی هم په خپلو ناولونو کې د پښتنو د دود او دستور ناوړه خواوو ته ګوته نيونه کوي او د هغه د سمون غوښتونکی دی.

په پښتني ټولنه کې ښځو ته د تعليم حق نه ورکول ، د ژوند د ملګري د انتخاب ترې اخيستل ، ميراث نه ورکول ، قومي شخړې ، پير ته د پښتنو عقيده …. 

زه يې له زرو،جوجو او ټال ناولونو څخه ځينې بېلګې راوړم :

((سړي وويل : له څه سره مينه لرې ؟ 

نجلۍ وارخطا شوه : مينه نه لرم ، په کوران که يې لرم ، مور مې راته ويل چې ګوره ميېنه نه شې ، هاغه د تاج اکا لور ميېنه شوې وه ، پلار او وروڼو يې د کلا له برجه را واچوله . ))۵ : ۵ 

بل ځای د ښځو په وړاندې د نارينه وو دېکتاتورانه چلند په اړه ليکي :

((ځوان لنډ د ګل له بوټي ټوپ کړل ، د ارزو تر څنګ کښېناست ، د سترګو له کونجانو يې د انجلۍ شکېدلو زړو څپلکو ته وکتل ، ويې ويل :

ــ وبښه !

ارزو نېغ ورته وکتل ، په غريو کې يې وخندل : 

ــ سړي کله له ښځو بښنه غواړي.

ځوان مسک شو :

ــ نو ما کله له غټې ښځې بښنه غوښتې !

ارزو وويل : له وړو نجونو خو بيخي ښه نه ښکاري .

ــ بښنه ښه ده .

ارزو وويل : خو زما پلار بښنه نه غوښته ، يوه ورځ يې خپله ډکه پياله چای واړوه ، خو زما مور يې د نصوارو په ډبلي وويشته ، ويل يې چې پياله د سم ځای نه وه راته ايښې ، مور مې ترې بښنه غوښته خو ده نه منله .))۵ : ۲۸

 زمونږ په ټولنه کې ښځو ته د حقارت په سترګه کتل کېږي ، ناسته ولاړه او مشوره لا پرېږده چې له ښځو سره په يوه دسترخوان ډوډۍ خوړل هم بې غيرتي ګڼل کېږي، همدې خبرې ته احمدي متوجه او هغې ته داسې اشاره کوي:

((ولې ولاړه يې ؟ 

نجلۍ ورخطا شوه: زه به له تا سره ډوډۍ خورم ؟

ــ نو څه خبره ده ؟

ــ ما هېڅ وخت له سړو سره ډوډۍ نه ده خوړلې ، په یوه کوټه کې به مو دوه دسترخانه هوارول ، پلار او کوچنی ورور به مې ګوښې ناست ول.)) ۵ : ۳۴ 

دی سترګور دی ، هر څه څاري ، په رڼو سترګو يې ويني او بيا هغه په خپلو ليکنو کې انځوروي ،په ټولنه او نظام کې  يوې بلې څرګندې ستونزې ته هم نغوته لري او هغه داسې ترسيموي:

((اول مو دولتي شفاخانې ته ور ووسته ، ويل يې چې دا د دوی له وسه وتلی کار دی ، د همدې شفاخانې ادرس يې راکړ ، دلته مو هماغه ډاکتر وليد چې په دولتي شفاخانه کې يې د مور عمليات له وسه وتلی کار ګاڼه ، همدې ډاکتر مې پلار ته وويل چې بې غمه اوسه ، ما داسې ډېر عملياتونه کړی ، خدای به کوي ، زه به کوم ،ته يوازې پيسې پيدا کړه .)) ۵ : ۱۱۳ 

په زرو ناول کې د يوه کلي جومات زوړ شوی وي ،ملک غواړي چې په خپلو روپو يې جوړ کړي ،خو کليوال يې ورسره نه مني ، وايي چې بيا به مسجد د ملک په نوم وي ، مونږ يې په چنده را جوړوو ،خو ملک له چندې جوړولو سره جوړ نه يې ، جومات همداسې پاتې شي.

همدارنګه د جوجو،اخ وطنه او بغدادي پیر ناولونه ډېرې دغسې پېښې لري چې په هغه کې د ټولنې بېلا بېلو نيمګړتياوو باندې نيوکه شوې . 

لا هم د پښتنو په زياتو سيمو کې د هغې ښځې ځای د خسرګنۍ په کور کې نه وي چې په پر له پسې توګه دوه درې انجونې وزېږوي ، دا ډول ښځو ته څوک د ښځې په سترګه نه ګوري او نه يې څوک انساني کرامات په پام کې نيسي، په زرو ناول کې همدغه ناوړه دود او کړنه په لاندې توګه رانغاړي:

((د يو نارينه ډډ غږ راغی ، ور ومې کتل ، په سړي پسې يوه ښځه روانه وه، ښځې په ووړني کې تړلی ماشوم په غېږ کې نيولی و،يو ځای کښېناسته ، سړی ورته ونه درېد ، ښځې په خواره خوله وويل :

خير دی ، نشم تلای ،يو موټر را وغواړه ، له لنګونه مې درې ورځې نه دي وتلي …

سړی وبوړېد :

د سپي لورې ، که شپږ وارې غوا هم لنګه شوې وای ،يو سخوندر خو به يې پيدا کړی وای ،خو تا شپږ سره لوڼې وزېږولې….)) ۳ : ۱۴۱ 

د ماخستن جمې ته پينځه ــ شپږ کسان راغلل، زه هم په کتار کې ورسره ودرېدم ، څلور رکعته لمونځ په ارامۍ سره ادا شو ، خو په سنتو او وترو کې د ځمکې دربا خته ، د زنګنونو د لګېدو وار نه کېده ، نهه رکعته وروسته يوازې ملا پاتې و. ۳: ۳۸ ــ ۳۹ 

دی په جوجو ناول کې ليکي:

هلک د باندې ووت، د کلا دروازې ته ورغی، شنه فصلونه ولاړ ول، د دهقان کوچني زوی د پيازو له نريو ډکو  واښه ليرې کول.

تواب پر پوله ورته کېناست، د ځان په منګ هلک ته يې وويل:

_پلار دې څه نومېږي؟

هلک وخندل:

_نوي خو نه يو راغلي، بازمير.

_ښه نو، د مور نوم دې څه دی؟

هلک يو دم ولاړ شو، تواب يې تر ګرېوانه ونيو، دواړه له اوبو ډک لښتي ته ولوېدل.

بازمير راغی، خپل زوی يې له وليو ونيو، خو هغه زورونه وهل، په هوا کې يې تړلي سوکان تاوېدل.

تواب له اوبو پورته شو، پر خوله يې لستوڼی تېر کړ، وينې وه.

د بازمير زوی په دوه_ دوه کېده، زورونه يې وهل…

وخت ووت، جنګ سوړ شو، بازمير د شخړې علت وپوښت، زوی يې وويل چې زما د مور نوم يې غوښت. 

سړي ته غوسه ورغله،تواب ته يې وکتل، په کاوړ يې وويل:

_ته بد اخلاقه يې، نيکه ته دې وايم.

دا او دېته ورته د نورو ډېرو هغو تېروتنو او نيمګړتياوو يادونه احمدي په خپلو ليکلو ناولونو کې کړېده (چې په پښتني  ټولنه کې شته ، خلک يې تېروتنه نه ګڼي او نه يې د سمون او بدلون په اړه فکر کوي) چې شمېر يې ښايي تر سل ګونو واوړي. 

۹ ــ حس امېزي : حس اميزي د بديعي ښايستونو هغه صنعت دی چې ويناوال دوه مخالف حسونه يو له بل سره په داسې ډول يو ځای کړي چې هغه معنا يا صفت چې په یوه خاص حس پورې تړلی دی ، داسې څيز ته نسبت کړي چې په ورځني عادي ژوند کې هغه څيز ته نوموړی صفت ورکول کېدای نشي. لکه : لوند شعر ، د محبت بوی… (۷ : ۱۷۶ )

د نصير احمد احمدي اخ وطنه ناول کې چرګې ، پيشو ،هيلۍ، غوا ، خرې ،سپي … ته د د خبرو کولو حس ورکړی ، چې ژبه مونږ په ورځني ژوند کې دغو حيواناتو ته ورکولای نه شو.زه يې د بېلګې په توګه يوه برخه رانقلوم : 

-د رحمدل دا دويمه ښځه ښايستوکې ده، خو غاړه يې سره ښکاري، ولې؟  

پيشو وويل:

-نيازۍ نومېږي. دا د رحمدل د څپېړې نښه ده، رحمدل درانه لاسونه لري، خدای که يې د څپېړې نښه مياشت هم ورکه شي. 

هيلۍ وويل: 

-ولې؟ نيازۍ څه کړي وو؟

-پيشو چرګې ته وکتل: 

-چرګې، چوچوڼي دې لرې که، بيا به راته وايې چې بې‌ادبه يې، د ماشومانو خبرې نه دي. 

چرګه له خپلو چرګوړو سره لاړه. 

پيشو وويل: 

-دوې شپې مخکې دباندې په خوړو پسې ګرځېدم، شپه وه، خو سپوږمۍ ته د موږک برېت هم ښکارېده. د رحمدل غوسه‌ناک غږ راغی، په کړکۍ کې ورته کېناستم. يو ځای پرده چوله وه. رحمدل له نيازۍ مچکه غوښته، ساده مچکه نه وه، له شونډو يې خوله اخيسته، خو د نيازۍ زړه نه و. رحمدل ته غوسه ورغله، له ناړو سره يې شنه نسوار بادېدل. بيا يې د ښځې غاړې ته کلکه څپېړه ورکړه. ويل يې چې يا د مېړه حقوق نه دي در مالوم، يا کوم بل يار لرې. 

خرې وويل: 

-نيازۍ ملامته ده، ټکه خو نه لوېده. پردي سړي خو خوله نه ترې غوښته.  

پيشو ور وکتل، له ډېرې غوسې يې د برېتو تارونه نېغ ودرېدل. و يې ويل: 

-خرې، سترګې دې پټې کړه. 

خرې په حيراني ورته کتل…

پيشو وويل:

-زما خبره ومنه. 

خرې سترګې پټې کړې. 

پيشو وويل:

 -همدا اوس دې په ذهن کې د رحمدل څېره در تېره که. 

-را تېره مې کړه.  

-رحمدل درغی. 

خرې وويل:

-راغی. 

-مخ ته يې خپلې غټې، له وېښتو ډکې سپږمې او تورې ډبلې شونډې در نږدې کړې.

-دا يې را نږدې. نو څه!؟ 

-يو دم يې ستا پر پلنو تورو شونډو، خپلې لندې شونډې کېښودې. د رحمدل له نسوارو ډکې ترخې لاړې خولې ته درغلې… 

خرې کانګې کړې، مخ يې واړاوه. تر ډېره يې زړه هسکېده. 

هيلۍ وويل: 

-بدمرغه ښځه. له دې سره به څوک شپه تېره کې. 

پيشو په خبره کې ور ولوېده:

-ولې نصيب!؟ نصيب به شپه ورسره تېروي، دا خلک هر څه په نصيب پورې تړي،رحمدل يې په نصيب کې و. 

۱۰ ــ ملي پيغامونه: هر ناول د اوج يوه نقطه لري چې ليکوال هلته خپله اصلي موخه او پيغام لوستونکو ته وړاندې کوي.د احمدي کابو ټول ناولونه له ځانه سره ملي پيغامونه لري چې زه يې د بېلګې په توګه د بغدادي پير ، اغزن سيم ،نيکه ، زرو … يادولی شم.ددې سربېره د زياتو مکالمو راوړنه ، سلاست او رواني ، هنريت او موسيقيت، د فرعي پېښو موندنه او په هغه کې د لويو انساني پيغامونو را نغښتل ، د وخت او حالاتو سمه بڼه تصويرول ، د ژوندۍ تلوسې شتون او غزونه ، د بديعي ښايستونو څخه ګټه اخيستنه يې هم د سبکي ځانګړو څخه شمېرل کېږي. 

پايله

نصيراحمد احمدي د فتح الله زوی او د غزني ولايت د قره باغ اوسېدونکی دی چې خپلې زده کړې يې په غزني ،کابل او پېښور کې ترسره کړي دي.

نوموړی د پښتو ژبې هغه ليکوال دی چې تر دې دمه يې څلوروېښت کتابونه چاپ شوي دي چې ډېره برخه يې ناولونه دي ، دی د ځانګړي ادبي سبک څښتن دی چې سبک يې لاندې ځانګړنې لري:

د نويو جملو موندنه او کارونه، د کليوالي ژوند انځورونه ،اوچت تخيل ، د لنډو لنډو جملو راوړنه ، د يو شمېر لهجوي لغتونو استعمال ، منطقي تسلسل او ملي پيغام يې د سبک ځانګړنې دي.

ددې سربېره د زياتو مکالمو راوړنه ، سلاست او رواني ، هنريت او موسيقيت، د فرعي پېښو موندنه او په هغه کې د لويو انساني پيغامونو را نغښتل ، د وخت او حالاتو سمه بڼه تصويرول ، د ژوندۍ تلوسې شتون او غزونه ، د بديعي ښايستونو څخه ګټه اخيستنه يې هم د سبکي ځانګړو څخه شمېرل کېږي. 

وړانديزونه

۱ : د احمدي د ناولونو په هره خوا يوه ليکنه ممکنه ده، نو د ادب لاريانو ته مې وړانديز دادی چې د نوموړي د ناولونو په پيغام ، هنريت ، ټولنيزې پېښې، تاريخي پېښې ، انځورونه، د ناول ليکنې ژبې ، د کرکټر د ژبې او شخصيت سمون ،سسپيسشن (تلوسې ) او ورته نورو برخو علمي او څېړنيزې مقالې وليکي.

۲ : د پښتو ژبې او ادبياتو پوهنځي استادان بايد خپلو محصلانو ته د کورنۍ دندې ، مونوګراف او حتی د تېزس ليکلو لپاره دې د نصير احمد احمدي د ناولونو په پورتنيو يادو شويو ښيګړنو د کار کولو سپارښتنه وکړي.

اخځليکونه

۱ ـ غضنفر ،اسدالله ، د نثر ليکلو هنر ،(۱۳۹۴ ل) مومند خپرندويه ټولنه ــ  جلال اباد.

۲ ــ زړن،جانس خان ،سبکپوهنه (د ننګرهارپوهنتون د ماسټرۍ برنامې درېيمه دوره محصلانو مقالې )،(۱۳۹۷ ل ) ،مومند خپرندويې ټولنې تخنيکي څانګه .

۳ : احمدي ،نصيراحمد ،زرو،(۱۳۹۵ ل ) مومند خپرندويې ټولنې تخنيکي څانګه .

۴ : احمدي ،نصيراحمد ،ډېوېډ جونز،(۱۳۹۸ ل ) مومند خپرندويې ټولنې تخنيکي څانګه .

۵ : احمدي ،نصيراحمد ،ټال،(۱۳۹۸ ل ) مومند خپرندويه ټولنه ــ جلال اباد.

۶ : احمدي ،نصيراحمد ،راځې کيسه وليکو،(۱۳۹۰ ل ) مومند خپرندويه ټولنه ــ جلال اباد.

۷ : همکار ،محمد ابراهيم ،بديع فن او پښتو شاعري،(۱۳۹۱ ل ) مومند خپرندويې ټولنې تخنيکي څانګه .

۸ : lawang.blogfa.com

8 COMMENTS

  1. سیال صیب سلامونه،
    خدای دی په قلم کې برکت واچوه. نه پوهیږم چی په عمر به څو کلن یی، خو ماته ښکاری چی نوی دی په لیکوالی پیل کړی. خدای پاک دی په دې لاره کې توفیق درکړی. موږ ستا د قلم په شان قلمونو ته اړتیا لرو. په لیکنه دی ډیر خوښ شوم.
    په ريښتیا هم چی احمدی صیب په معاصر وخت کې د پښتو معاصرو داستانی ادبیاتو کی وتلی څیره ده. وروسته د غوث خیبری او امین افغانپور څخه اوږده موده پښتو ادب په دې برخه کی تشیال سره مخ و. له نیکه مرغه دوه تنو؛ یو وردک صیب او بل احمدی دا تشیال ډک کړ. په تیره بیا بغدادی پیر او ینکه یی زبردسته آثار دی چې له ادبی ښکلا سره یوځای هم تاریخ رانغاړی او هم ټولنیز تعهد پکې شته. اوس موږ پښتو داستانی ادبیاتو کی غوره آثار لرو، البته لنډه کیسه کی بیا نورلیکوال هم لرو لکه انځور، پسرلی، قانع، او ډیر نور، خو منځنی داستان او ناول کی کم کسان کار کوی.
    قدرمن سیال صیب !
    یو دوه وړاندیزونه درته لرم:
    دغې لیکنی کی معلیمی اصلاح کړه ، بل ځای هغه نجلی څوک دی او یوه دوه نورې تیروتنی. همداسې هم لیندی (قوسونه) او غبرګی لیندۍ بیځایه راغلی . آن دا چې د لیکوال د نوم ترڅنګ دی د ده تخلص یوه قوس کی لیکلی دا ولی؟
    احمدی صیب د حبیبی د لیسې فارغ دی او بیا یی د کرنی پوهنځی پیل کړی اوس هم دی پوره وخت لری، کاشکی کابل پوهنتون کی دکرنی پوهنځی دری پاتی کلونه ولولی، بی بی سی د کلی- کور او کرنی پروګرامونه هم لری، دغو پروګرامو ته فقط مسلکی کسان ښه کار کولای شی. له کار سره یوځای تحصیل ته ادامه ورکول نن ورځ ټوله نړۍ کی یو منل شوی نوښت دی چې مصروفه کسانو ورڅخه ښه پایله ترلاسه کړی ده.
    دا صرف یوڅو پیشنهادونه و، نه غواړم د چا په شخصی ذوق او سلیقه کی مداخله وکړم. خدای وکی راڅخه خپه نشی

  2. ډېر قدرمن ورور سیال صاحب،
    خدای دې تل سرلوړی او د سیالانو سرلاری لره.
    ستاسو علمي، جامع او په زړه پورې لیکنه مې تر پایه ولوسته.
    سره له دې چې لیکنه د څېړنیزې لیکنې په اصولو برابره او یوه عادي معلوماتي لیکنه نه ده. خو باور وکړئ، دا لومړی ځل دی چې زه په یوه څېړنیزه لیکنه کې دومره تلوسه، تسلسل او جذابیت ګورم. په دې لیکنه کې د ښاغلي احمدي په شخصي او ادبي ژوند ښه رڼا اچول شوې، د نوموړي د ژوند له محرومیتونو ډک اړخونه او سترې لاسته راوړنې ټول پکې بیان شوي دي. پر دې سربېره، تاسو د یو تکړه څېړونکي په توګه ځان ته زحمت ورکړی، د هغه ټول آثار مو تر سترګو تېر کړي او د خپلې هرې څېړنیزې تبصرې لپاره مو دقیق استناد کارولی دی.
    خدای پاک دې تاسو ته لازیات توفیق درکړي، د قلم رنګ مو وچ مه شه.
    درنښت
    شمس الحق حیران

  3. دوديال صاحب ،مينه ،ادب او درناوى مې ومنئ !
    ستاسو وړانديزونه مې ولوستل ،جنتي شې!
    [email protected]
    زما ايميل دى ،ستاسو وړانديزونو باندې هملته خبرې کوو.
    مننه

  4. ادبی ښکلاوی او خوږه ژبه د دعوت اوجذب لپاره ښې وسیلی کیدای شی ،خو لدی نه چې د نصوارو
    ډیر تړاو له نس سره دی ،که نسوار ولیکل شی ،په ځای به وی ، خو د مدرسو طلبه یی په ص لیکی
    مګر مکتبی مجاهدین یی په س لیکی تر څو دینی تقدس ته ور داخل نشی۰

  5. جاويد سيال صاحب ،سلامون او آفرين
    دا ډېره د خوش بختۍ خبره ده چې ستاسو ليکونه د هغوي دژوند او فن تت اړخونه دلوستونکيو مخې ته راڼۀ کوي تاسو ته شايد اندازه نۀ وي چې دغه ليکونه دلوستونکيو دپاره څومره دکار دي.
    ما هم ددوي مرحوم په ناول دغڼې ځاله اوس خپله اوږده مقاله پوره کړه او د اېم فل تحقيقي مقاله مې پرې روانه ده.
    زما دمقالې مجوز سرخط دنصير احمد احمدي په ناولونو کښې پس جنګ هیجان او دمهاجرت اثرات دي.
    الله بادشاه دې هغوي په بهترو جنتونو کړي اوتاسو له دې ښې بدلې درکړي
    سيدالامين احسن خوېشګي ،پېښور

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب