شنبه, مې 4, 2024
Home+اوربند ته دې رسېدو یو معقول وړاندیز | صدیق الله مروت

اوربند ته دې رسېدو یو معقول وړاندیز | صدیق الله مروت

له کوم وخته چې د سولې خبرې پیل شوي، افغانان د یو معناداره اوربند په تمه دي، تر اوسه د ولس دغې معقولې غوښتنې ته لبیک نه دی ویل شوی، په داسې حال کې چې اوس تر هر بل وخت ډېر د اوربند ټینګښت اړین بلل کېږي دا ځکه چې د هېواد په ګوټ – ګوټ کې خونړۍ جګړې زور اخیستی او هره ورځ د افغانان په کورونو د ویر ټغر خپور دی.

افغان حکومت تل له طالبانو غوښتي چې تلپاتی اوربند وکړي خو د مقابل لوري له پیش شرطونو چې د ۷ زره طالب بندیانو خلاصون او له تور لېست څخه د طالب چارواکو ایستل دي، مخامخ شوي دي.طالبان سولې ته د رسېدو لپاره تر ټولو ښه لار د دوحې تړون بولي او د همدې هوکړې پر پلې کېدو ټینګار کوي، خو د روانې جګړې ماهیت ته په کتو یوازې بین الافغاني مذاکرات کولای شي چې د سولې روان بهیر له ثبات سره مخ کړي، ښه به دا وي چې دواړه افغان لوري، حکومت او طالبان په خپلو کې سره جوړه وکړي، همهاله اوربند اعلان او ورسره جوخت د طالب بندیانو د خلاصون چارې د یو منل شوي میکانیزم له مخې پیل کړي.

که څه هم هغه هوکړه چې قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ شوې، د اوربند تینګښت پکې یو اصل دی، خو ښه به دا وي چې د بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا له وساطت او فشار پرته افغانان خپلو کې سره جوړه وکړي او یو د بل غوښتنو ته د یوې منظمې هوکړې له مخې رسېدنه وکړي، تر څو د سولې روان بهیر خوشبویه رنګ خپل کړي او سولې ته د رسېدو لپاره د ولس مړاوې غوټۍ وغوړېږي.

البته د افغانستان د جګړې بیروني ابعادو ته په کتو د نړیوالې ټولنې، سیمې او ګاونډیو هېوادونو پر نقش سترګې نه شوو پټولی، له همدې امله د یو داسې درې اړخیزې هوکړې ضرورت دی چې ماهیت یې په ټوله معنا افغاني وي، واک یې د افغانانو یعني افغان حکومت او طالبانو په لاس کې وي خو درېمګړی چې نړیواله ټولنه ورسره د سیمې او ګاونډ هېوادونه دي د څارونکي په توګه شامل وي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب