(Brooks, Fredrick P)
(۱۹۳۱ – )
ژباړه: رحمت شاه فراز
د کمپیوټرپوهنې یا کمپیوټرجوړونې په اولنیو وختونو (د ۱۹۴۰ کلونو په پای او د ۱۹۵۰ کلونو په پیل) کې، زیاتره پروګرام لیکنه به په بې نظمه او ابتکاري ډول ترسره کېده او په دې کې د حیرانتیا هم څه نشته، ځکه پروګرام لیکنه یو نوی زېږېدلی فیلډ وو او په دې ډګر کې هېڅ داسې پخوانۍ تجربه نه وه چې یو چا دې مخ ور اړولی وی. خو له وخت سره چې کمپیوټرونه ستر شول او پروګرامونه لا ډېر مغلق شوو، پروګرام لیکونکو د پروګرامونو په باره کې زده کړو ته مخه کړه چې مثلاً په څه ډول خپلې پروژې تنظیم او مدیریت کړي. فریډریک بروکس چې د خپلې شخصي تجربې په بنیاد یې د IBM 360 کمپیوټر لپاره عامل سیسټم لیکلی، هغه خنډونه او نیمګړتیاوې راته تشریح کوي چې اکثره وختونه به یې د سافټوېر جوړونې چاره له تباهۍ سره مخ کوله. ده د پروګرام لیکنې فن ته د یوه سیسټماټیک علم د حیثیت ورکولو لپاره خورا ډېر کار کړی. نن ورځ دغه علم د سافټوېر انجینرۍ په نوم پېژندل کېږي.
بروکس د اپرېل په نولسمه، په ۱۹۳۱ کال د شمالي کارولینا په درهام سیمه کې زېږېدلی، خو د خپل ژوند لومړني کلونه يې په یوه کلیواله ساحه کې تېر کړي او همدلته ستر شوی. پلار یې یو ډاکټر وو او خپل زوی بروکس به یې ساینس ته ډېر تشویقاوه. بروکس د ځان په اړه وايي «په دیارلس کلنۍ کې مې له کمپیوټرونو سره علاقه پیدا شوه، دا هغه وختونه وو چې د هاروډرډ د (مارک ۱) کمپیوټر انځورونه په مجلو کې ولیدل شول. د دې مسلک په باره کې مې هر هغه څه لوستل چې لاسته به راتلل او له کباړونو څخه مې د سوداګریزو ماشینونو را ټولول هم پیل کړل.» د لیسې په دوران کې بروکس د الکترونیک برخې ته ور ودانګل او د الکتریکي انجینرۍ او راډیو په کلبونو کې یې ځان شامل کړ. بل خوا د اوړي په رخصیتو کې به یې سخت فزیکي کارونه هم کول او د تمباکو د ساتنخونو د دودکشونو لپاره به يې اوسپنیز پایپونه جوړول.
له لیسې وروسته، بروکس په ډیوک پوهنتون کې داخله واخیسته او د فزیک او ریاضیاتو په څانګو کې یې لیسانس واخیست، خو له الکترونیک سره یې هم خپله عملي دلچسپي او علاقه ژوندۍ وساتله. ده د لیسانس د مونوګراف په پروژه کې د CCTV سیسټم جوړ کړ. خو په دې ټولو سربېره، د بروکس اولنۍ او اخرنۍ مینه له کمپیوټرونو سره پاتې وه. له ډیوک پوهنتون څخه په ۱۹۵۵ کال کې د سند له اخیستلو وروسته، بروکس هارورډ پوهنتون ته مخه کړه او د هووارډ اېکن تر لارښوونې لاندې یې د دوکتورا څېړنه سرته ورسوله او په ۱۹۵۶ کال کې يې په تطبیقي ریاضیاتو کې دوکتورا واخیسته. هووارډ اېکن د هارورډ د مارک ۱ کمپیوټر مخترع دی.
اېکن چې د ساینسي څېړنو لپاره د کمپیوټرونو خپله لړۍ ډیزاین کړې وه، په دې باور وو چې د کاروباري مواردو لپاره یو بېل ډول کمپیوټر ته ضرورت دی.
((بروکس د IBM 360 په ډیزاینولو کې کلیدلي رول لوبولی، چې ممکن د خپل وخت تر ټولو کامیابه کمپیوټري موډل وو. هغه ستونزې چې دی د لویو سافټوېري پروژو په سمبالښت کې ورسره مخ شوی وو، نوموړی دې ته وهڅاوه چې په خپل کتاب (د افسانوي انسان میاشت) کې د سافټوېر پر مدیریت له سره غور او فکر وکړي.))
اېکن، بروکس خپل ځان ته ور وغوښته تر څو دواړه د همداسې یوه سیسټم په ډیزاینولو کار سره وکړي. په دې ځای کې بروکس، اېکن او IBM شرکت دواړه متاثره کړل، او (شاید دا به د نه منلو وي) چې ده ته یې په STRETCH کمپیوټر باندې د کار کولو دنده ورکړه. سټرېچ د نړۍ تر ټولو لومړنی «سوپرکمپیوټر» او هغه ساینسي ماشین وو چې د کاروباري چارو لپاره مناسب نه وو. د سټرېچ کمپیوټر له لارې بروکس له داسې ابتکاري نظریاتو سره معرفي شو چې د ټولو ننیو کمپیوټرونو اساس ورباندې ولاړ دی، چې له ډلې يې پایپ لایننګ او یا د انټرپټونو استعمال ښودلی شو. پایپ لایننګ دې ته ویل کېږي چې د لارښوونو (کوډونو) یوه مجموعه په مؤثر ډول پروسېس شي او د وخت د ضیاع مخه ونیسي او بل خوا انټرپټونه (interrupts) یا خاص سیګنالونه کمپیوټر ته د دې اجازه ورکوي چې ان پټ (مثلاً د کیبورډ کېکاږل شوې بټنه) په یوه منظم او ترتیبي ډول پروسېس کړي.
له ۱۹۶۰ کال مخکې، بروکس ته په IBM شرکت کې د ټولو کمپیوټري سیسټمونو د ډیزاین عهده ورکړل شوه او د ماشینونو د یوه داسې نوي نسل د جوړولو مسؤلیت ور تر غاړې شو چې له امله یې د IBM شرکت نوم د ډېټا پروسېس په برخه کې په کور، کور کې یاد شي. بروکس په IBM شرکت کې د یوه ماشین د ډیزاینولو چارې پیل کړې چې IBM System/360 ونومول شو. په دې نوم کې د System کلمې اساسي ځای درلود، ځکه IBM شرکت تصمیم نیولی وو چې یو ډله داسې ماشینونه جوړ کړي چې اساسي ډیزاین به د ټولو سره یو رنګ وي، خو د راتلونکو عالي موډلونو مېموري به زیاته وي، د پروسېس وړتیا به يې لوړه وي او دغه راز نور ګڼ فیچرونه او مشخصات به هم لري. د نورو کمپیوټري شرکتونو پر خلاف چې د یوه ماشین لپاره لیکل شوی سافټوېر به په یوه ګرانبیه موډل کې کار نه ورکاوه، په IBM شرکت کې د 360 کمپیوټر د ټیټ موډل لپاره لیکل شوي پروګرامونه به په لوړو موډلونو کې هم چلېدل. دا په دې معنا وو چې ګټه اخیستونکي په دې باوري وو چې که چېرته دوی خپل هارډوېر اپ ګرېډ کړي، نو د دوی پانګه به د نوي سافټوېر په جوړولو نه ضایع نه کېږي.
د IBM 360 کمپیوټر لپاره د هارډوېر د جوړېدو چاره په ډېر اغېزمن ډول روانه وه، خو تر ۱۹۶۴ له مخه د دې سیسټم د جوړونې او انجینرۍ ډله له یوه ستر خنډ سره مخ شوه. هغه دا چې هر کمپیوټر یو عامل سیسټم ته اړتیا لري. عامل سیسټم هغه لارښود او کنټرولوونکی پروګرام دی چې اپلیکېشن (کاریالي) پروګرامونه چلوي، اصلي مېموري او هارډ ډیسک مدیریت کوي او نور ټول هغه اړین کارونه ترسره کوي چې یو کمپیوټر ته د دې وړتیا وربښي چې د خپل سافټوېر لارښوونې (کوډونه) پرې اجرا کړي. هغه کمپیوټر چې د System/360 هومره وړتیاوې او غوښتنې لري، یوه ډېر پېچلي او مغلق عامل سیسټم ته اړتیا لرله، او دغه ډله چې شاوخوا دوه زره پروګرام لیکونکي يې درلودل او IBM شرکت د دې پروژې لپاره ګمارلي وو، د دا ډول عامل سیسټم جوړولو او بیا د هغه تطبیق ته له مایوسۍ او بېوسۍ لا تر زنې ناست وو. بروکس د دې پروژې عهده په خپله غاړه واخیسته او دغه ډله يې وهڅوله چې له سره په یوه «واضح» ډیزاین باندې کار پیل کړي. د سیسټم/۳۶۰ د کمپاټبیلټي (یا له نورو سافټوېرونو یا هارډوېرونو سره د کارېدو وړتیا) او د پراختیا د قابلیت سربېره، د دې عامل سیسټم په جوړولو IMB شرکت یو بل اساسي نوښت هم کړی وو. د ۱۹۶۰ کلونو تر منځنیو وختونو له مخه، د پروګرامونو د ذخیره کولو لپاره هغو هارډیسکونو چې نسبتاً چټک سرعت او لوړ ظرفیت یې درلود، د ورو ټېپ ډاریوونو ځای نیولو ته پایڅې بډ وهلې وې. بروکس او د هغه ډلې خپل عامل سیسټم داسې ډیزاین کړ چې که د اصلي میموري (RAM) محدود مقدار له کمښت سره مخ شي، نو د پروګرام لارښوونې او ډېټا به خپل ځای نورو لارښوونو یا ډېټا ته ورکوي (چې دغه عملیه د سواپینګ swapping په نوم یادېږي) او هغه مخکینۍ لارښوونې او ډېټا به په مؤقتي ډول په هارډ ډیسک کې ذخیره کېږي. د دې نتیجه دا راوځي چې د دې عملیې په مټ یو کمپیوټر ډېر شمېر پروګرامونه چلولوی او په داسې ډول فعالیت کولی شي چې ګنې کمپیوټر له هغې مېموري نه زیاته حافظه لري چې په فزیکي ډول په کمپیوټر کې نصب شوې. دلته چې کومه اضافي مېموري د پروګرامونو د ذخیره کېدو لپاره رامنځته کېږي، هغې ته مجازي مېموري ویل کېږي. د مجازي مېموري دغه نظریه نن ورځ د ډسکټاپ شخصي کمپیوټرونو په شمول په ټولو کمپیوټرونو کې استعمالېږي.
بروکس د کمپیوټر لپاره یو داسې آرکیټکچر (ساختمان) او اعتبار وړ عامل سیسټم جوړ کړ چې د راتلونکو لسیزو لپاره د مېن فرېم کمپیوټرونو لپاره یو معیار وګرځېدل. بل خوا د یوه لوی سافټوېر د جوړونې په ترڅ کې له تخنیکي ستونزو او د سافټوېر جوړونې د ټیم په مدیریت پورې تړلو بشري پرابلمونو سره د مخ کېدو په پایله کې، نوموړي ګڼ شمېر داسې نظریات هم ترلاسه کړل چې په خپل کتاب (د افسانوي انسان میاشت) کې یې ښه مفصل توضیح کړل. مثلاً، ده وموندله چې یوې پروژې ته د پروګرام لیکونکو اضافه کول په حتمي ډول په کار کې چټکتیا نه رامنځته کوي او په اصل کې د چټکتیا لپاره خپل ټیم ته نوي غړي راوستل او له یو بل سره د هغو همغږي کول حالت لاپسې بدتر کولی شي. بروکس دغه وضعیت له یوه بل بشري عمل سره پرتله کوي او په دې ډول ترې یادونه کوي چې «د یوه ماشوم زوکړه نهه میاشتې وخت نیسي او هېڅ توپیر نه کوي چې څومره ښځې د دې کار لپاره ګمارل کېږي.»
زیاتره کمپیوټرپوهان د یوه پروګرام د ډیزاینولو لپاره د «واټرفال» په میتود یقین لري. دوی خپل کار له عمومي معلوماتو را پیلوي چې مثلاً دغه پروګرام به کوم کارونه کوي. له دې عمومي معلوماتو جزوي او مفصلو معلوماتو ته لاره هوارېږي، او په پای کې د پروګرام واقعي کوډ لیکل کېږي او بیا په ډېر دقت ټېسټ یا ازمویل کېږي. بروکس هم له دې خبرې سره توافق لري چې دغه میتود د هغو پروګرامونو لپاره ضروري دی چې په مطلق ډول باید سمه پایله ورکړي (مثلاً د الوتنې د کنټرول پوستغالی)، خو دی په دې باور دی چې د زیاترو کاروباري پوستغالو لپاره بهتره دا ده چې خپله پروژه د پروګرام له یوه محدود او ابتدايي ورژن څخه پیل کړی شي او دغه پروګرام په کار واچول شي. بیا دې د ګټه اخیستونکو له فیډبک نه استفاده وشي، او له دې لارې دې د پروګرام یوه بشپړه نسخه جوړه شي.
په ۱۹۶۴ کال کې، چې د IBM System/360 لومړنی کار مخ په تړل کېدو وو، بروکس له IBM سره مخه ښه وکړه او د شمالي کارولینا پوهنتون ته ورغی او د کمپیوټر ساینس د ډیپارټمنټ بنسټ یې کېښود. په دې وختونو کې په زیاترو پوهنتونو کې د کمپیوټر ساینس بېل ډیپارټمنټونه نه وو، او د کمپیوټرساینس درس او تدریس به د ریاضیاتو او برقي انجینرۍ په ډیپارټمنټونو کې ترسره کېدل. بروکس تصمیم ونیوه چې دغه نوی ډیپارټمنټ به دوه لویو پرابلمونو ته غاړه ورکوي، چې یو د کمپیوټري ګرافیک پوستغالي جوړول او بل په بشري ژبه باندې د کمپیوټر د پوهېدو پورې مربوط تحقیقات رانغاړي.
د ۱۹۶۰ کلونو په منځنیو وختونو کې، اکثره کمپیوټرونو د ګرافیک هېڅ وړتیا نه لرله، او ممکن دومره یې کولی شوی چې له تورو یا ټکو جوړ انځورونه چاپ کړي؛ خو د MIT پوهنتون یو شمېر هېکرانو د سپېس وار په نوم یو ګېم جوړ کړی وو چې له نیمه کوچني کمپیوټر (میني کمپیوټر) سره وصل شوي ټلویزون په پرده باندې لوبول کېده. بروکس او د هغه همکارانو هېنري فکس او جان پولټن د یوه داسې سیسټم جوړولو ته مټې ور ونغښتې چې واقعي، خوځنده او درې بعدي ګرافیک تولید کړای شي. دی په دې باور وو چې دغه ډول سیسټم به له خلکو سره په نوو میتودونو د شیانو په کشف او زده کړه کې مرسته وکړی شي. دوه لیکوالان ډېنس شاشا او کاتي لازیر یو څو مثالونه راوړي چې مثلاً «په لویو لارو د خلکو د خوندیتوب لپاره د سفر د تقلید سیسټمونه؛ د ښاري پلان کوونکو لپاره په ټیټه بیه د کورونو د ډیزاین پوستغالي، چې غواړي په هماغه شېبه کې د یوه کور لګښت معلوم کړي… او همدا رنګه، دغه ګرافیک به له هغو ستور پوهانو سره مرسته وکړي چې د کهکشانونو په باره کې تحقیقات کوي او له ځمکپوهانو سره به بیا مرسته وکړي، چې تر ځمکې لاندې د اوبو سرچینو ته رسېدل غواړي.» بروکس له سن هو کیم سره چې د ډیوک پوهنتون یو کرستال شناس وو، د مالیکولي جوړښتونو د موډلونو د جوړولو په برخه کې هم کار وکړ. بروکس او کیم چې دغه سیسټم جوړ کړ، نو په ۱۹۷۴ کال کې یې د روغتیا له ملي انسټیټوټونو څخه راغلو لیدونکو ته په نمایشي ډول وښوده.
له ۱۹۸۰ کلونو راهیسې بروکس، د کمپیوټرپوهنې څېرونکي ګڼو نورو ساحو ته هم رهبري کړي، چې له ډلې يې روبوټپوهنه او بل هغه څه چې نن ورځ يې مجازي حقیقت بولو، ښودلی شو. مجازي حقیقت یا ویرچوال ریالټي هغه تعاملي صحنې دي چې په هغو کې کارن ګرځېدلی او لاسوهنه پکې کولی شي. د بروکس په نظر، دغه ټول ډګرونه د ذهني تقویې مثالونه دي. ذهني تقویه یا ګسترش هغه وړتیا ده چې د ټکنالوژۍ په استفاده له انسانو سره په بهتره او چټک فکر کولو کې مرسته کوي. بروکس په دې عقیده دی چې دغه تګلاره ممکن د مصنوعي ذهانت تر پخواني میتود او تګلارې زیاته بریالۍ شي. مصنوعي ذهانت بیا د هغو کمپیوټرونو جوړولو ته ویل کېږي چې پخپله فکر وکړي او ممکن یوه ورځ د انساني ذهن ځای ونیسي.
د کمپیوټر او عامل سیسټم د ډیزاین، ګرافیک او مصنوعي ذهانت په برخو کې د خپلو لاسته راوړنو لپاره بروکس لوی شمېر جایزې ترلاسه کړې چې له ډلې به یې د الکتریکي او الکترونیکي انجینرۍ د مؤسسې (IEEE) د کمپیوټري ټولنې له لوري د مخکښ جایزه (۱۹۷۰)، د ټکنالوژۍ ملي میډال (۱۹۸۵)، د IEEE د جان فون نیومن جایزه (۱۹۹۳) په ګوته کړو. په ۱۹۹۹ کې فریډریک بروکس د سافټوېر انجینرۍ په مسلک کې د خپلو خدماتو لپاره د کمپیوټري ماشینرۍ د ټولنې یا (ACM) له خوا د (اې. ام. ټیورنګ) ستره جایزه ترلاسه کړه، چې کله نا کله په غیررسمي ډول د کمپیوټر پوهنې لپاره د «نوبل جایزه» ګڼل کېږي.
اضافي لوستونه:
1- Blauuw, Gerrit A., and Frederick P. Brooks Jr. Computer Architecture: Concepts and Evolution. Reading, Mass.: Addison Wesley, 1997.
2- Brooks, Frederick P., Jr. The Mythical Man-Month:
Essays on Software Engineering. 20th Anniversary
Edition. Reading, Mass.: Addison-Wesley, 1995.
3- Shasha, Dennis, and Cathy Lazere. Out of Their Minds: The Lives and Discoveries of 15 Great Computer Scientists. New York: Copernicus, 1995.
4- University of North Carolina. “Frederick P. Brooks
Home Page.” Available on-line. URL: http://www.
cs.unc.edu/~brooks. Downloaded on October 31,
2002.