شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهراتلونکې اونۍ د افغان حکومت یو پلاوی دوحې ته ځي

راتلونکې اونۍ د افغان حکومت یو پلاوی دوحې ته ځي

تاند ( دوشنبه، د جوزا ۳۰ مه)  ټاکل شوې چې د افغان حکومت یو پلاوی په راتلونکې اونۍ کې قطر ته لاړ شي.

د افغان سولې بهیر ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي چې په ټپه ولاړ مذاکرات د ټولو اړخونو د اندېښنې وړ دي نو له همدې امله افغان حکومت یو تازه پلاوی دوحې ته لېږي څو له طالبانو سره پر روان وضعیت خبرې وکړي.

د راپورونو له مخې، په دې پلاوي کې به پخوانی ولسمشر حامد کرزی، یونس قانوني او کریم خلیلي شامل وي.

افغان حکومت تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا ویل کېږي چې دغه پلاوی باید څو ورځې وړاندې دوحې ته تللی وی، خو د نامعلومو دلایلو له امله یې سفر ځنډېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې طالبانو په جګړو کې زیاتوالی راوستی او په ترڅ کې یې ډیری ولسوالۍ نیولې دي.

د دغو جګړو او تاوتریخوالي له کبله د دواړو لوریو ترڅنګ د ملکي وګړیو د مرګ ژوبلو راپورونه هم ورکول کیږي.

1 COMMENT

  1. زما له نظره کچیری دواړه طرفه افغانان سولی ته ژمن وی نو نور د افغان وژنی څخه د لاس واخلی ځکه ترڅو جګړه ونه دریږی امکان لری بیاځلی د داخلی جنګونو لپاره پاکستان او شمالی ټلوالی لاس یو کړی وی ځکه خو اوس په زیاترو هغو رسانیو کی پاکستان په مرسته د طالبانو له لوری نشر کیږی د شمالی ټلوالی کسانو نومونه په ډیر درناوی سره لیکی لکه عبدالله عبدالله د افغانستان د مصالحی شورا مشر او داسی ویل کیږی چی امکان امریکا له پاکستان سره لاس یو کړی او داځل غواړی افغانستان په دری ۳ ټوټو وویشی چی ددی ټولو پړه بله ورځ د همدی جنګیالی طالبانو په غاړه وی ځکه دوی همزمانه د سولی په نوم په دوحه دفتر خلاص کړی او دلته یی جګړه د افغان دولت سره زور ورکړی
    یا باید د سولی دفتر خلاص پاتی شی او جګړه بنده شی یا کچیری دوی غواړی چی جګړه له لاری قدرت تر لاسه کړی نو بیا لازمه ده چی د دوحی دفتر وتړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب