جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغان حکومت: پاکستان دې طالبان بامفهومه خبرو ته وهڅوي

افغان حکومت: پاکستان دې طالبان بامفهومه خبرو ته وهڅوي

تاند ( دوشنبه، د جوزا ۳۰ مه)  افغان حکومت وایي تمه لري چې پاکستان به طالبان با مفهومه خبرو ته وهڅوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وایي پاکستان پر طالبانو نفوذ لري او په دې څوک سترګې نه شي پټولی.

دده په خبره پاکستان ټول هغه امکانات او وسایل په لاس کې لري چې پر مټ یې کولی شي طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.

دده په وینا پاکستان ته په کار ده چې د سیمې د ارامۍ لپاره طالبان بامفهومه خبرو ته وهڅوي او دلته د روانې جګړې په ختمولو کې اغېزناک ګامونه اوچت کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په خپله تازه مرکه کې ویلي وو چې له طالبانو سره اړیکه لري، خو پر دغه ډله واک نه لري.

هغه ټینګار کړی چې پاکستان د سولې له خبرو ملاتړ کوي.

قریشي همدا راز په خپلو څرګندونو کې د ډیورینډ کرښي د رسمي کېدو یادونه هم کړې وه چې د عامو افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شوه.

په ټولنیزو رسنیو کې خلکو د پاکستان پر ضد تبصرې کړي او وایي چې افغانان به کله هم دا کرښه په رسمیت ونه پیژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب