شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد کندوز او میمنې په لمنو کې جګړه روانه ده

د کندوز او میمنې په لمنو کې جګړه روانه ده

تاند(دوشنبه، د جوزا ۳۰) له کندوز څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو له څو خواوو د دغه ولایت پر مرکز کندوز ښار بریدونه پیل کړي او د ښار ځینو څنډو ته ننوتي دي.

طالبانو د یکشنبې په سهار د کندوز ښار پر لمنو بریدونه پیل کړل او د ټولې ورځې په اوږدو کې د کندوز ښار په امام صاحب بندر، سپین جومات، کابل بندر او دغه راز چله مزار سیمه کې نښتې روانې وې.

طالبان پرون همداراز وتوانېدل چې ارچي ولسوالي ونیسي. دا ولسوالي پخوا هم طالبانو په ځلونو نیولې ده.

له بلې خوا نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې راپور ورکړی چې طالبان توانېدلي چې د افغانستان په شمال کې د دوو ولایتونو، کندوز او فاریاب ولایتي مرکزونو ته ننوځي.

کندوز تر دې پخوا په تېرو کلونو کې دوه ځلې طالبانو د لنډ وخت لپاره نیولی دی خو دا به لومړی ځل وي چې طالبان تر میمنې ښاره پورې پرمختګ کوي.

د کندوز د ولایتي شورا یوه غړي امرالدین ولي وویل«دا اوس زه د ډزو ږغ اورم. طالبان د ښار د ځینو برخو په کوڅو کې ښکاري او په ټول ښار کې وېره او ترهه خپره ده.»

د فاریاب د ولایتي شورا غړي صبغت الله سیلاب وايي «که له کابله کومکي ځواک راورسېږي او هوايي ځواک د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي، د فاریاب مرکز به هیڅکله د طالبانو لاس ته ورنه شي.

د جګړې په ډګر کې دا خوځښتونه په داسې حال کې دي چې ټاکل شوې ده د راتلونکې جمعې په ورځ ولسمشر غني د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره په سپینه ماڼۍ کېئ وویني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب