دوشنبه, مې 20, 2024
Home+تورې زولنې او تورې بهانې (۷) | عبدالرحيم مسلم دوست

تورې زولنې او تورې بهانې (۷) | عبدالرحيم مسلم دوست

(د پاکستان د پټو زندانونو کيسې)
کړۍ: (۷)
يوه ورځ يې دا هم راته وويل چې ددې هرې ورځې د تحقيق په بدل کې ماته پنځه سوه روپۍ راکول کېږي . پوښتنې يې زما د پېژند او د خپلوانو د نومونو په ليکلو سر بېره زما زده کړې، په څو ژبو پوهېږم؟، په کومو کومو ځايونو کې مې زده کړې کړې دي؟، کوم کوم کارونه مې کړي دي؟کوم کتابونه مې ليکلي دي؟کومې مجلې مې چلولې دي ؟…
او داسې نورې ډېرې او اوږدې پوښتنې وې چې زياتې زما د کتابونو او په تېره د (ماتې زولنې) په هکله وې.
په ګوانټانامو کې به امريکانو د (آى ايس آى) ګوډاګيانو د جماعة الدعوه مجرمانو (سميع الله ، حيات الله، ولى الله او روح الله) ته ( فوروُ لاّز) ويل. دوی هم د (فوروُ لاّز) په هکله پوښتنې راڅخه وکړې؛ خو هغوی له ما ښه پېژندل.
يو ږيرخرېيلى بوډا محقق ؤ او ښه پوه برېښېده، هغه ته خو د فوروُ لاّ ګانو په هکله بېخي زيات معلومات وو او اعتراف يې کاوه چې دا ډېر لوی مفسدين او بې غيرته خلک دي، د دين، وطن، پت او عزت سوداګر دي…..زمونږ افسرانو لپاره هر څه کوي……..
په دې پوښتنې يې ډېر ټينګار او اصرار کاوه او بيا بيا يې کوله چې تا په (ماتې زولنې) کتاب کې په پاکستان او پاکستاني ادارو پسې پاروونکې او لمسوونکې خبرې ولې ليکلې دي؟ …
ما ورته وويل چې نورې ادارې خو زه نه پېژنم او نه مې څه ورپسې ليکلي دي، دا ستاسو اداره مې اوس وپېژنده، خو يواځې د (آى ايس آى) په هکله مې حقيقتونه ليکلي دي. او دا ځکه چې هغوی د انسانيت دښمنان دي، د حق دښمنان دي، افغانستان يې لوټې لوټې كړ، درغلګردي، د دين،پت اوعزت سوداګردي، دروغجن دي، ټولې نړۍ ته په سپكه ګوري، د ټولو دتېرايستلو هڅې كوي، د نورو د ژوند په بيه خپل جېبونه ډكوي، په هېڅ نه شرمېږي … له مونږ سره يې ظلم وکړ، د ډاکوانو غوندې په کور راننوتل ، نقدې او جنس يې ولوټل، مونږ يې په امريکايانو وپلورلو، له ټولې نړۍ سره يې ظلم، جفا او خيانت وکړ او دا سلسله لا روانه ده…
ما چې هر څه ليکلي دي، صحيح او ريښتيا مې ليکلي دي او پرې پښېمان نه يم .که دا ظلم روان وي، نور به هم وليکم…
ـ داخبرې كوې دا ځكه خو په جېلونوكې پروت يې.
ـ زه الحمدلله په جېلونو كې پتمن يم او تاسو په كورونوكې غلامان.
ـ په پاکستان کې خودکش (ځانمرګي) بريدونه او چاودنې څوک کوي؟
ـ زه چې کله بندي کېدم، هغه وخت نه وې، زه خبر نه يم چې څوک يې کوي.؟ خو دا ستاسو ددوه مخې پاليسۍ عکس العمل ښکاري.
ـ له کوم بهرني هېواد سره خودې اړيکې نشته ؟.
ـ نه .
ـ په پاکستان کې څوک پېژنې؟.
ـ په کومو ځايونو کې چې اوسېدلي يم، هلته خلک پېژنم او هغوي ما پېژني او نور ډېر خلک هم پېژنم .
ـ لکه څوک؟.
ـ دا خو په زرونو خلک دي ستاسو مقصد څوک دي؟.
ـ له پاکستاني تنظيمونو سره خو دې اړيکې نشته؟.
ـ نه ، له هغوى سره خو ستاسو اړيکې دي .
ـ مسكى شو او بيايې وويل : د کرزي په حکومت کې خو ستا څوک خپلوان کار نه کوي؟.
ـ نه .
ـ کومو هېوادونو ته دې سفرونه کړي دي؟.
ـ سعودي ته تللى يم او ګوانټانامو ته په تړلو سترګو تللى يم چې تاسو په ډالرو پلورلى وم .
ـ مونږ؟.
ـ هو.
ـ مونږ نه يې نيولى .
ـ د (آى ايس آى) والا څوک دي؟.
ـ هغه جلا اداره ده، له مونږ سره يې اړيکې نشته .
ـ تاسو د يو خره غوږونه يئ (په زړه کې مې وويل چې آس مې پرې نه لورېږي) .
ـ داسې نه ده.
ـ دا خټک څرنګه راځي؟، زه چا تاسو ته رالېږلى يم؟ او آيا تاسو ټول د يو هدف لپاره کار نه کوئ؟.
ـ داخبرې پرېږده جهاد دې کړى دى؟.
ـ هو .
ـ کله؟ .
ـ کله چې د روسانو خلاف جهاد لنګه غوا وه، تاسو رالوشله، مونږ ورته خوراک ورکاوه ، دفاع مو ترې کوله، هر څه مو پرې وښندل او اوس يې تاسو دا بدله راکوئ (د لاس زنځير ته مې اشاره وکړه) .
ـ اسامه ، ظواهري او القاعده پېژنې؟.
ـ اسامه او ظواهري مې ليدلي نه دي؛ خو دومره يې هر څوک پېژنې چې د القاعدې مشران دي او القاعده يو منظم تنظيم دى، چې د امريکا او نورو حكومتونو پر خلاف جنګېږي او مشرانو ته يې تاسو شناختي کارډونه ورکړي دي.
ـ دا څه وايې، دا خبرې چا ته ونه کړې؟.
ـ دا حقيقت وايم.
ـ کرزى او شماليان ولې زمونږ مخالفت کوي؟.
ـ له هغوى نه پوښتنه وکړئ اوپه خپل ګرېوان كې وګورئ .
ـ ستا ورور بدر چېرته دى او څه کوي؟.
ـ زه چې نيول کېدم، په خپل کور کې ؤ، اوس به هم ان شاءالله په خپل کور کې وي او خپل شخصي تجارت به کوي .
ـ ته او ستا ورور يو ځاى اوسېږئ؟.
ـ هو.
ـ تاسو چې (ماتې زولنې) کتاب ليکلى دى، ددې دا انځورونه مو له کومه کړي دي؟.
ـ دا خو په انټر نيټ کې شته هر څوک يې په اسانۍ را ايستى شي، مونږ هم له انټرنيټ نه را ايستلي دي او د بند ځينو ملګرو هم راته رالېږلي دي .
ـ کمال مو کړى دی!!! .
ـ هر څه چې ورته وايې؛ خو دې کمال دغه ځاى ته راورسولم .
ـ مونږ پوهېږو چې ته بې ګناه يې، ظلم درسره شوى دى، دا زمونږ يوه مرحله ده، زمونږ له پلوه همدا اوس پاک يې خو…
ـ خو (آى ايس آى) مې نه پرېږدي .
ـ د هو سر يې وخوځاوه .
بيا د تحقيق له کسانو نه بهر يو کس راسره يواځې پاتې شو، ډېرې خبرې يې وکړې او دا يې هم راته وويل چې زمونږ ټولو ادارو ته دا معلومه ده چې ته بې ګناه يې، ستا په هکله دلته هره ورځ د ټولو ايجنسيانو (استخباراتي ادارو) مشوره کېږي او هغوى ټول وايي چې له دې خلکو سره مونږ ظلم کړى دى، ترګوانټانامو مو ورسول …
اوس بايد مونږ ددوی ليکل يا دا کتاب وزغمو، مونږ دا خلک دې ته مجبور کړل چې داسې کتاب وليکي، وينې په وينو نه مينځل کېږي، اوس بايد مونږ دوی ته عذر کړى واى، خپل امانتونه مو بيرته ورسپارلي واى، ننواتې مو ورته کړې واي او دوى مو راضي کړي واى… خو د (آى ايس آى) کرنيلان يې نه مني.
د سپېشل برانچ او (JIT) د دغه زندان اوبه ډېرې خرابې وې او زه هلته ناروغ شوم . لنډه دا چې ددې ادارو لس ورځې تحقيق بشپړ شو او زه بېرته د لنډيکوتل حوالات ته وسپارل شوم، نوې ناروغي مې په لنډيکوتل کې ښه شوه او زړه هماغسې وه .
ما چې د (آى ايس آى) پټ وحشي زندانونه، د باګرام او قندهار امريکايي زندانونه او د ګوانټانامو پنجرې ليدلې وې او بوږنوونکي حالات راباندې تېر شوي وو، د لنډيکوتل حوالات راته خپله اوجره ښکارېده.
د جېل ملګرو ته به مې هم ويل چې تاسو هسې خپه يئ، تاسو که زندانونه وليدل؛ نو په دې به شکر وباسئ .
د لنډيکوتل په جېل کې ما د قرآن کريم د ترجمې او تفسير ليکل هم پيل کړل چې دوه ډوله ژباړه : ټکي پرټکي او محاوريي (روانه) دواړه مې وليکلې، د بقرې د سورت دوه ډوله ژباړه مې په لنډيکوتل کې پاى ته ورسوله.
د پېښور په مرکزي جېل کې مې په پښتو ژبه د قرآن کريم تفسير ليکل پيل کړل، (د ژوند لوړې ژورې) په کتاب کې مې هم څه نا څه وليکل چې زما د ژوند د خاطراتوکتاب دی او نور هم روان يم. الله تعالى دې د بشپړولو وس راکړي. منظومه فقه او ځينې نورې لېکنې او اشعار مې هم وليکل.
د لنډيکوتل په جېل کې زما د زړه ناروغي لږه زياته شوه، ما د ډاکټر د کتنې مطالبه وکړه، د پولټيکلۍ مسئولينو د (آى ايس آى) په مشوره هغه مخکنۍ پلمه او د قباېلي تور انګرېزي قانون (ايف سي آر) (F.C.R) قضيه راپسې وتړله، د پېښور سنټرل جېل (مرکزي زندان) ته يې ولېږلم او د (آى ايس آى) مجرمانو دپولټيكلۍ مسئولينوته وويل چې ترڅو مونږ درته نه وي ويلي؛ تر هغه به يې نه پرېږدئ . خو هر څه د الله تعالى په لاس كې دي او زماپوخ باور و چې الله تعالى به مې ازادوي.
د (JIT) او سپېشل برانچ په پټ زندان کې
دا ځاي د(JIT ) (جى آى ټي)، (سپېشل برانچ)، (MI) (ايم آى)، (ISI) (آ‌ى ايس آى) او نورو استخباراتي ادارو د ګډ تحقيق ځاى ؤ، خو اصلي محقـقين د (JIT ) وو.
دلته يوې کوټې ته ورننه ايستل شوم چې يو مېز او څو چوکۍ پکې پرتې وې او په يو کونج کې اوږده اوږده بوږنوونکي زنځيرونه ځوړند وو.
ما ګمان کاوه چې وهل ټکول به پکې وي او هرڅه مې په ځان منلي وو، خو الله تعالی خير کړ.
په چوکۍ باندې کېنول او ور پورې وتړل شوم، مخې ته مې مېز ؤ، هغې بلې خوا ته دوه کسان راته کېناستل، دوه نور کسان ګوښه ښي او کيڼ لورته هم وو. دا يو کس د دير د خوا ښکارېده چې د چاچا چل ول غوندې برش ږيره يې وه او بل د پېښور د شاو خوا يا د مردان صوابۍ ښکارېده چې تر هغه بل يې ږيره لږه غټه وه او دواړه سپين ږيري وو .
سلوک يې بد نه ؤ، څو لنډې پوښتنې يې وکړې او د نورو پوښتنو لپاره يې له ځان سره لست جوړ کړ چې ماله ورايه وليد او ومې لوست.
دننه جېل ته يې وردننه کړم ، لاسونه يې راته خلاص کړل او جالي دروازه يې راپسې قلف کړه . دننه شپږ اته کوټې وې او ټولې تشې وې . وړې وړې کوټې وې؛ خو د آى ايس آى له پټو کوټنيو نه غټې وې.
مخامخ تشناب ؤ، زه يې له دروازې سره لنډې دښي لاس دکوڅې په دويمه کوټه کې واچولم ، خو په جېل کې نور څوک نه وو، نو د کوټې دروازه يې راپسې ونه تړله، دلوی وره په تړلويې بسنه وکړه او تشناب ته ازاد تلم راتلم.
څو ورځې وروسته يې د چارسدې يو طالب هم راوست چې قاري سعيد نومېده، زما په خواکې کوټه کې يې واچاوه، پټې پټې خبرې مو سره وکړې، بيا مو په سنټرل جېل کې سره وليدل.
هره ورځ به يې د باندې د تحقيق کوټې ته په زنځير کې ايستم ، هلته به يې په چوکۍ پورې تړلم او مخکنيو دوه محققينو به پوښتنې راڅخه کولې . لومړى خونه پوهېدم چې دا د کومې ادارې خلک دي؟ خو بيا يې د تحقيق د پاڼو له پاسه (JIT) ليکلي وو اوقاري صاحب سعيد هم راته وويل، نو ځکه پوه شوم چې دا د (JIT) (جى آى ټي) اداره ده اوزه له دې نامه سره نوى اشناشوم . دلته په دې ادارې سربېره د (MI) او (ISI) د ادارو او کله کله نور هم ورسره کېناستل ، ليکل يې کول او د محققينو له خولې، شپاړس استخباراتي ادارو پرې مشورې کولې. اکثره پوښتنې او ځوابونه به يې د همدې دوو کسانو له دوسيې نه ليکل؛ خو کله کله به يې رنګۍ رنګۍ پوښتنې هم کولې .
يو ځل د پوښتنو په منځ کې خبر راغى چې د هاى کورټ مخې ته چاودنه وشوه ، يوتن محقق او يو مشر يې د چاودنې ځاى ته لاړل.
يو محقق خو داسې ؤ چې د (JIT) د محققينو پوښتنې او ځوابونه يې کټ مټ نقلول او خپله دوسيه يې جوړوله ، د (جى آى ټي) محققينو د هغه په غياب کې ورپورې خندل او ملنډې به يې پرې وهلې.
ما ته به يې ويل چې دا د بې وقوفو (کم عقلو) پوځيانو د ادارې کس دى او خاص پروېز مشرف ته دوسيه تياروي …
زه يې د پنځه ورځو ريمانډ لپاره هلته لېږلى وم؛ خو چې پنځه ورځې پوره شوې؛ نو د آى ايس آى مجرمانو ورته وويل چې پنځه ورځې نور هم تحقيق ترې وکړئ.
د (JIT) والا ورته په غوسه وو چې اته مياشتې يې پټ ساتلى ؤ؛ نو تحقيق يې ترې نه کاوه؛ خو اوس مونږ ته وايي چې نور يې هم په ريمانډ کې وساتئ!!!
زه به تحقيق ته ناست وم، چې دوه ځل د (آى ايس آى) خټک راغى او پاس په دوهم چت كې د (JIT) مشر ته ور وخوت ، ما پرې غږ هم وکړ چې دا څه ډرامه مو جوړه کړې ده ؟، له الله تعالى نه نه وېرېږئ ؟، په دروغو نه شرمېږئ؟، تاسو خو ماته ويلي وو چې خوشې کوو دې او کورته دې لېږو دا اوس څه کوئ؟.محققينو راته وويل : چاباندې غږ مه کوه.
زړه نازړه يې د زړه له پاسه نور پنځه ورځې هم ايسار کړم . بيا به همدا يو برش ږيری راسره ناست ؤ او پوښتنې ځوابونه يې ليکل . چې ښه برېښېده سلوک يې انساني ؤ.
هره ورځ به يې لږ تر لږه درې پاڼې ډکولې او د زياتو بريد نه ؤ چې کله کله به له لسو هم زياتې شوې.
زه به يې د تحقيق په وخت کې په چوکۍ پورې تړلم. يوه ورځ څوکيدار په چوکۍ پورې وتړلم ، خو چوکۍ يې د محقق له مخې نه لږه کيڼ لورته واچوله ، محقق ورباندې غوسه شو او ورته ويې ويل : مونږ ته انګرېزانو په ټريننګ کې ويلي دي چې ملزم به مخامخ کېنوئ او د هغه سترګو او حرکتونو ته به ګورئ، مخامخ يې راته کېنوه .
زه حيران شوم چې دا څومره سپين سترګي او څومره حماقت دى چې د انګرېزانو په ټريننګ دومره زيات وياړي او عملي کوي يې!!!.
ما ورته وويل:
ـ که دومره مو د الله تعالى منلي واى لکه د انګرېزانو چې منئ، نو نږه مسلمانان به وئ .
ـ ولې مونږ مسلمانان نه يو څه؟
ـ ما خو تر اوسه په تاسو کې د مسلمانۍ کومه نښه نه ده ليدلې .
ـ ولې دا ملک د چا دى؟
ـ د انګرېزانو .
ـ څرنګه؟
ـ ولې دا تا خپله ونه ويل چې مخامخ يې کېنوه چې انګرېزانو راته ويلي دي ؟… دا ستاسو قانون انګرېزي نه دی؟، دا له ما نه د انګرېزانو پوښتنې نه کوئ؟…..
ـ يوځل مسكى اوبياغلى شو ، ټنډه يې تروه شوه.
د لنډيکوتل حوالات ته د دوستانو بهير
سره له دې چې ما په ټينګار سره ورونو، زامنو او نورو راتلونکيو ته ويل چې دوستانو او خپلوانو ته ووايي چې دلته د راتلو تکليف نه کوي او دعاء کوي، ان شاء الله تعالى چې ازاد به شو او بيا به ملاقاتونه کوو؛ خو هغوی نه صبرېدل او لنډيکوتل ته د دوستانو بهير رامات شو، هر چا له ځان سره ډالۍ راوړې.
خلک هم حيران وو چې دا ستا څومره ډېر دوستان او خپلوان دي او دا څومره مخلصان دي!.
دا ټول د الله سبحانه و تعالى مهربانۍ او لورېنې وې.
الله تعالى دې ټولو خپلوانو او دوستانو ته نېکې بدلې ورکړي او د دنيا او آخرت نېکمرغۍ او سعادتونه دې ورنصيب کړي . ډېر داسې خلک هم راغلل چې زه يې کله ليدلى هم نه وم؛ خو د اخلاص او خوا خوږۍ يې پوښتنه مه کوه.
ډېر خلک خبر شول او ډېر په نابلدۍ کې هم راغلل او زما پوښتنه يې وکړه. او دا ځکه چې زه د کوم شخصي او ذاتي جرم بندي نه وم، نو ځكه د مېړنيو او ننګياليو خواخوږي راسره وه . زما د حق کړيکه د هر چا غوږ ته رسېدلې وه. ماته په هر کور، هره دېره او هر جومات کې دعاوې کېدې …
اګر چې زه د الله تعالى ګناهګار ،کمزورى او نا څيزه بنده يم؛ خو د خلکو راباندې ښه ګمان ؤ، دا د مېړنيو او ننګياليو مسلمانانو خپل ښه باور ؤ…
هو! ما لپاره دا يو وياړ ؤ او دى چې زما خوا خوږي پلويان ټول ننګيالي، توريالي، پتيالي، مېړني،پتمن او غيرتيان وو.
د محترمې مور ملاقات
ميندې خو هسې هم ډېرې مهربانې وي او په اولادونو ډېرې خپه کېږي، ځورېږي او ټپرېږي . خو زمونږ د مور مهرباني او خواخوږي بې کچه او له بريده تېره ده . ما نه غوښتل چې زما مور زما ليدوته راشي؛ خو زما له مشورې پرته هغه د لنډيکوتل حوالات ته زما ليدو ته راغله ، زه که له يوه پلوه د مور په ليدو او په دې خوښ شوم چې مور مې زه وليدم او څه نا څه ډاډه شوه ، خو له بله پلوه ډېر زيات غمجن ، اندېښمن او فکرمن شوم چې زما هغه مور چې تر زړبودۍ پورې يې د خپل کلي ژرنده او جومات نه دی ليدلی ، تر اوسه محجوبه او مستوره ده او د درندې کورنۍ ښځه ده ، د ظالمانو او مجرمانو له لاسه دې ته اړه شوه چې د لنډيکوتل د حوالات غوندې ځاى ته زما د ليدو لپاره راشي!!! . د هغې به څه احساس و او په زړه به يې څه تېرېدل چې زه يې په داسې چټل زندان کې وليدم؟!.
دا خبره زمونږ په خوا او خاطر کې هم نه راتله او ډېره راته لرې ښکارېده.
له مور، ورور او بچو سره کېناستم او کوښښ مې کاوه چې خپل ځان ډاډه وښيم؛ خو په اندونو کې ډوب شوم، څو ورځې ګنګس وم ، نه پوهېدم چې څه وايم، څه کوم، څه اورم؟ … زما د ټولو جېلونو کړاوونه يو پلو او زما د مور په راتګ زما خفګان بل پلو.
اوس يې چې راياد کړم هم وبوږنېږم ، غونى مې زيږ شي او په سوچونو کې ډوب شم . دې کار زما په زړه کې نه رغېدونکى داغ جوړ کړ چې تر عمره به مې هېر نه شي.
د صدر په پولټيکل حوالات کې
لس دولس ورځې وروسته بيا په زولنو کې خو په خلاصو سترګو د وسله والو خاصدارو په بدرګه د صدر پولټيکل دفتر ته بوتلل شوم، هلته يې په حوالات کې واچولم او سبا ته يې بېرته لنډيکوتل ته بوتلم ، هېڅ پوه نه شوم چې تـګ او بېرته راتـګ د څه لپاره ؟!
څو ورځې وروسته بيا د صدر پولټيکلۍ ته بوتلل شوم او په حوالات کې واچول شوم ، سبا ته د سپېشل برانچ ګاډى راغى او په تړلو لاسونو خو په خلاصو سترګو يې په ګاډي کې کېنولم او نامعلوم لور ته روان شو. له هوايي ډګرنه د ګوره قبرستان په لور لاره کې د هوايي ډګر له دروازې نه لږ مخکې کيڼ لاس ته په يو دفتر ورننوتو، چې ګڼ ګاډي پکې ولاړوو او ډېرې کوټې پکې وې ، زه نه پوهېدم چې دا کوم ځاى دى ؟ خو د پولټيکلۍ له حوالات نه د راوتو په وخت کې راته خاصدارو وويل چې ريمانډ ته دې بيايي او الله تعالى دې درته خير کړي …
نور بيا

2 COMMENTS

  1. افرین په داسي اتلانو سي د زندان په پنجرو کې یې هم هر له یاده نه دي وتلي 💐💐💐💐😍😍😍

  2. د تاند له پاڼې یوه نړۍ مننه. زما غوښتنه که چیرې تاسي هغه لیکنه سي د ډاکتر نجیب الله په هکله په کابل کې د ملګرو په دفتر کې تاسي څو کاله مخکې خپره کړې وه دغه لیکنه یا د کتاب یوه برخه وه سي یوه امریکائي د ملګرو ملتو د ادارې کارکونکي لیکلې وه. په لیکنه کې د مردارسوي سلیمان لایق سي دغه د ملګرو استازي له دغه خبیثه غوښتنه کړې وه سي دوستم ته ووایی سي ددوۍ الوتکې ته اجازه ورکړي سي ډاکتر نجیب الله هند ته ولیږي او نور. که چیرې تاسي دغه لیکنه يو ځل بیا خپره کړۍ ډیره به لویه پیرزوینه وي. مننه 🤝

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب