انجنیر زلمی نصرت
دنمارک
زموږ په سیاسي فرهنګ کې یو له سترو تېروتنو څخه دا دی، چې تل مو هڅه کړې خپلو ګاونډیو هېوادونو ته د «دوست» او «دښمن» نومونه ورکړو؛ ګواکې سیاست د احساساتو ډګر دی، نه د واقعیتونو نړۍ.
هر ځل چې مو په بېړه کوم هېواد «دوست» بللی او یا مو بل «دښمن» ګڼلی، په پای کې یې تاوان خپله موږ ورکړی دی.
افغانستان د تاریخ او جغرافیې په څلورلارې کې پروت هېواد دی. د ډېرو نورو هېوادونو برعکس، موږ له داسې ګاونډیانو سره ژوند کوو چې هر یو یې خپلې ملي ګټې، اندېښنې او ځانګړې موخې لري. نه شو کولای خپل ګاونډیان وټاکو او نه یې بدلولای شو؛ خو هغه څه چې بدلولای شو، د هغوی په اړه زموږ لیدلوری او د اړیکو څرنګوالی دی.
په نړیوال سیاست کې نه تلپاتې دوست شته او نه هم تلپاتې دښمن. هغه څه چې دوام لري، ملي ګټې دي. که هند وي، پاکستان، ایران، چین، د منځنۍ آسیا هېوادونه او یا کوم بل ځواک، هر هېواد خپله تګلاره د خپلو ملي ګټو پر بنسټ جوړوي، نه زموږ د مینې، کرکې، احساساتو او شعارونو له مخې.
له بده مرغه، لا هم زموږ په سیاسي او ټولنیز چاپېریال کې داسې کسان شته چې هند د افغانستان تلپاتې دوست، پاکستان تلپاتې دښمن، یا د منځنۍ آسیا هېوادونه بېقید او شرطه دوستان ګڼي. ځینې بیا د ایران په اړه بیل نظر لري. دا ډول قضاوتونه تر دې چې د سیاست پر واقعیتونو ولاړ وي، د احساساتو، مخکینیو ذهنیتونو، ایډیالوژیکو او مذهبي تمایلاتو تولیدات دي.
د تېرو څه باندې پنځوسو کلونو تجربې ثابته کړې چې هېڅ هېواد د افغانستان لپاره خپلې ملي ګټې نه دي قرباني کړې او نه به یې وکړي. هر وخت چې یې ګټې غوښتې، له افغانستان سره یې مرسته کړې، او هر وخت چې یې خپلې ګټې په بل لوري کې لیدلې، خپله لاره یې بدله کړې ده. دا اصل یوازې زموږ د ګاونډیانو لپاره نه، بلکې د نړۍ د ټولو هېوادونو لپاره صدق کوي.
البته، دا خبره د دې معنا نه لري چې د ځینو ګاونډیو هېوادونو لاسوهنې او زیانمنې پالیسۍ له پامه وغورځول شي. افغانستان د سیمهییزو سیالیو له امله ډېر زیانونه لیدلي دي، او زموږ ډېرې ستونزې،له جګړو او ناامنۍ نیولې تر سیاسي بحرانونو پورې، د سیمې د ځینو هېوادونو له سیاستونو سره تړاو لري. خو همدغه حقیقت هم باید موږ د «دوست» او «دښمن» د احساساتي فکر ښکار نه کړي، ځکه هغوی هم، لکه د نړۍ نور هېوادونه، تر هر څه وړاندې خپلې ملي ګټې تعقیبوي.
اصلي تېروتنه هغه وخت پیلېږي چې موږ خپلې ملي ګټې هیرې کړو او د احساساتو اسیران شو، نورو ته د تلپاتې دوست یا تلپاتې دښمن نوم ورکړو. بریالۍ بهرنۍ پالیسي د مینې او کرکې پر بنسټ نه، بلکې د ملي ګټو، ګواښونو، فرصتونو او واقعیتونو پر دقیق درک او ارزونې ولاړې وي.
ښايي غوره وي چې له دې وروسته خپله سیاسي ژبه بدله کړو. د «دوست» او «دښمن» پر ځای د «ګاونډي»، «ګډو ګټو» او یا «متضادو ګټو» اصطلاحات وکاروو. د ټولو ګاونډیانو درناوی، د سولهییز ګډ ژوند اصل او د خپلو ملي ګټو ټینګه دفاع، کولی شي د یوې واقعبینانه او متوازنې بهرنۍ پالیسۍ بنسټ جوړ کړي.
افغانستان تر هر وخت زیات سیاسي عقل، تدبیر او واقعبینۍ ته اړتیا لري؛ داسې عقل چې موږ ته دا را زده کړي چې هېوادونه د مینې او کرکې، وفادارۍ او بېوفایۍ، یا «مردۍ» او «نامردۍ» په تله ونه سنجو، بلکې د هغوی کړنې، ملي ګټې او سیاستونه د عقل، منطق او ملي مصلحت له مخې وارزوو.
په نړیوالو اړیکو کې نه تلپاتې دوستي شته، نه تلپاتې دښمني، او نه هم د «مردۍ» او «نامردۍ» مفاهیم د دولتونو د چلند معیار ګرځي. هغه څه چې تل پاتې وي، ملي ګټې، سیاسي بصیرت او د خپل ولس د حقونو او ګټو د دفاع وړتیا ده.
د کلام په پای کې غواړم په ټینګار سره ووایم چې دا ادعا، چې ګواکې ایران د افغانستان په اړه دوهمخیزه سیاست پر مخ وړي، تر ډېره یوه احساساتي، سطحي او له سیاسي واقعیتونو لرې ادعا ده. داسې برداشتونه نه یوازې د نړیوال سیاست له اصولو سره نابلدتیا ښيي، بلکې د سیمې د پېچلو اړیکو د درک کمزورتیا هم څرګندوي.
په نړیوال سیاست کې هېڅ هېواد خپلې پرېکړې د احساساتو، شعارونو او تمو پر بنسټ نه کوي؛ بلکې خپلې پالیسۍ د خپلو ملي ګټو، امنیتي محاسبو او ستراتیژیکو موخو او واقعیتونو له مخې تنظیموي. که یو هېواد په بېلابېلو شرایطو کې بېلابېلې تګلارې غوره کوي، دا د سیاست طبیعي منطق دی، نه دوهمخیزتوب.
اصلي ستونزه باید د نورو هېوادونو په سیاستونو کې نه، بلکې تر ډېره په خپلو کمزورو سیاسي محاسبو کې ولټوو. هغه سیاست چې لا هم پر یو اړخیزو دریځونو، احساساتي غبرګونونو او غیرانعطافمنونکو لیدلورو ولاړ وي، نشي کولای د نننۍ سیمې او نړۍ له واقعیتونو سره مقابله وکړي. اوسنی وخت د شعارونو او احساساتي قضاوتونو نه، بلکې د واقعبینانه، هوښیارانه او انعطافمنونکي سیاست غوښتنه کوي.