Homeخبرونهساینسپوهانو داسې لینز جوړ کړی چې خپله ځان رغوي

ساینسپوهانو داسې لینز جوړ کړی چې خپله ځان رغوي

تاند – (دوشنبه، د چنګاښ ۲۲ مه) د جنوبي کوریا څېړونکو د سترګو داسې نرم لینز (کانټکټ لینز) جوړ کړی چې د سطحې کوچني داغونه (سکریچونه) او زیانونه په خپله ترمیمولی شي. څېړونکي وایي، دا نوښت کولی شي د لینزونو عمر اوږد، لګښتونه کم او د سترګو د عفونت خطر راټیټ کړي.

د اوسنيو نرمو کانټکټ لینزونو پر سطحې د ورځني استعمال، پاکولو او مینځلو له امله ورو ورو کوچي داغونه یا ګرژالې پیدا کېږي. دا داغونه نه یوازې د لید کیفیت کموي او د رڼا انعکاس زیاتوي، بلکې د پروټینونو او میکروبونو د راټولېدو لپاره هم مناسب چاپېریال برابروي، چې د سترګو د عفونت او تکلیف خطر زیاتوي. که داغونه ژور شي، معمولاً یوازینۍ حللاره د لینز بدلول وي.

د دې ستونزې د حل لپاره څېړونکو یو ځانګړی هایدروجیل جوړ کړی چې د «ډای‌سلفایډ» په نوم کیمیاوي تړښتونه لري. کله چې لینز زیان وویني، دغه تړښتونه د الټرا وایلیټ (UV) وړانګو په مرسته بېرته سره نښلي او د لینز زیانمنه شوې برخه ترمیموي.

د څېړنې له مخې، که دا لینز د خونې په عادي تودوخې کې د شاوخوا یو ساعت لپاره د UV څراغ رڼا لاندې کېښودل شي، د سطحې داغونه کابو په بشپړ ډول له منځه ځي او لینز خپل پخوانی حالت بېرته ترلاسه کوي.

څېړونکو د لینز پر سطحه یو ځانګړی محافظتي پوښ هم لګولی چې د داغونو او باکتریاوو د راټولېدو مخه نیسي. په ازموینو کې دغه پوښ د شګو د کاغذ (Sandpaper) پر وړاندې هم ښه مقاومت ښودلی او د لینز شفافیت یې یوازې شاوخوا دوه سلنه کم شوی دی.

سره له دې چې دا ټکنالوژي لا د څېړنې په پړاو کې ده، ساینسپوهان هیله لري چې له ضروري ازموینو او قانوني ارزونو وروسته به په راتلونکو کلونو کې د بازار برخه شي او د کانټکټ لینزونو د دوام او خوندیتوب په برخه کې به مهم بدلون راولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په اوکراین کې د جګړې له امله میلیونونه کتابونه سوځېدلي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د اوکراین د ماشومانو د کتابونو د یوه لوی خپرندوی شرکت «رانُک» مشر ویکتور کروهلوف هغه...