راټولوونکی، لیکوال او ژباړن: سیلانی
سریزه
د تاریخي سرچینو د اعتبار ارزونه د علمي څېړنې له بنسټیزو اصولو څخه ګڼل کېږي، ځکه له یوې پېښې سره د لیکوال زماني نږدېوالی په یوازې ځان دا نه ثابتوي چې نوموړی دې د هغې پېښې عیني شاهد هم وي. د ځینو معاصرو لیکوالو په لیکنو کې چې د محترم ډاکټر نوراحمد خالدي مقاله هم په کې شامليږي، یوناس هانوي د میرویسخان هممهالی یا معاصر او آن د ۱۷۰۹ ز کال د پاڅون پر مهال حاضر شخص بلل شوی دی. په دې لیکنه کې د بریتانیا د کلیسايي اسنادو، د ایرانیکا دایرةالمعارف، ترکي سرچینو، روسي څېړنو او د هانوي د خپل اصلي اثر پر بنسټ، د هغه د زېږېدو نېټه، مسلکي ژوند، ایران ته د هغه دسفر، د کتاب د خپرېدو وخت او د تاریخي سرچینې په توګه د نوموړي د روایتونو حقیقي ارزښت څېړل کېږي.
زموږ ځینو لیکوالانو، د محترم ډاکټر نوراحمد خالدي په ګډون، یوناس هانوي د میرویسخان « معاصر» بللی دی. ښاغلي خالدي د خپلې مقالې د سرچینو په برخه کې لیکلي چې هانوي د پاڅون د رامنځته کېدو پر مهال په سیمه کې حضور درلود او د میرویسخان او د هغه له خوا د سکې وهلو په اړه د نوموړي روایتونه د لوېدیځو لومړنیو سرچینو په کتار کې راځي (خالدي، ۲۰۲۶، د سرچینو برخه). خو په معتبرو سرچینو کې د هانوي د ژوندلیک څېړنه ښيي چې دا ادعا له ثابتو تاریخي واقعیتونو سره سمون نه لري، ځکه هانوي نه یوازې دا چې د ۱۷۰۹ ز کال د پاڅون پر مهال په کندهار یا ایران کې نه و، بلکې لا نړۍ ته یې هم سترګې نه وې غړولې.ارنست تاکر د ایرانیکا دایرةالمعارف په «یوناس هانوي» نومې مدخل کې د هغه د ژوند کلونه ۱۷۱۲–۱۷۸۶ ښودلي او نوموړی یې یو انګلیسی سوداګر بللی چې د نادرشاه د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې ایران ته تللی و (Tucker, 2003, pp. 658–659). د بریتانیا د ملي انځورونو ګالرۍ هم د هانوي د ژوند موده له ۱۷۱۲ څخه تر ۱۷۸۶ ز کال پورې ثبت کړې ده (National Portrait Gallery, n.d.).
پر ایرانیکا دایرةالمعارف سربېره، د بریتانیا رسمي کلیسايي او موزیمي اسناد هم ۱۷۱۲ ز کال د یوناس هانوي د زېږېدو کال ګڼي. د پورټسموث جامع کلیسا د ثب شویو اسنادو له مخې، د نوموړي د تعمید مراسم د ۱۷۱۲ ز کال د اګست پر دویمه په پورټسموث کې ثبت شوي و (Portsmouth Cathedral, 2021). د وېسټمېنسټر کلیسا هم څرګندوي چې هانوي په همدې نېټه په پورټسموث کې تعمید شوی و (Westminster Abbey, n.d.). البته، له خپلواک سند پرته د تعمید نېټه په قطعي ډول د زېږېدو ورځ نه شي ګڼل کېدای، خو د یادو سرچینو ټولیز شواهد په څرګنده ثابتوي چې هانوي په ۱۷۱۲ ز کال، یعنې د میرویسخان د ۱۷۰۹ ز کال له پاڅون څخه درې کاله وروسته، زېږېدلی دی.
یوناس هانوي د خپل مسلکي ژوند په پیل کې سوداګر و. هغه د حسابدارۍ او سوداګریزو چارو تر زدهکړې وروسته، له ۱۷۲۹ ز کال څخه څو کاله په لېزبون کې د انګلیسي سوداګرو په یوه سوداګریز مرکز کې فعالیت وکړ. وروسته د «روسیې شرکت» غړی شو او د سنپترزبورګ له لارې یې د کسپین سمندرګي او ایران اړوند سوداګریزو چارو ته مخه کړه. هانوي په وروستیو کلونو کې د سیلاني، لیکوال، ټولنیز سمونپال او خیر ښېګڼې د فعال په توګه هم شهرت وموند. هغه په ۱۷۵۶ ز کال د «سمندري ټولنې» په جوړېدو کې ونډه واخیسته، له بېسرپرسته ماشومانو او بېوزلو ځوانانو سره یې مرسته کوله او په ۱۷۶۲ ز کال کې د بریتانیا د سمندري ځواک د خوراکي اکمالاتو د ادارې د یوه کمېشنر په توګه وټاکل شو. له همدې امله، علمي او تاریخي دقت ایجابوي چې هانوي د یوه انګلیسي سوداګر، سیلاني، سفرنامهلیکونکي او ټولنیز سمونپال په توګه وپېژندل شي، نه د کندهار د پېښو د رسمي مورخ یا سیاسي مأمور په توګه (Portsmouth Cathedral, 2021; National Portrait Gallery, n.d.; Westminster Abbey, n.d.).
ایران ته د یوناس هانوي سفر په ۱۷۴۳ ز کال، یعنې د میرویسخان له پاڅون څخه شاوخوا څلور دېرش کاله وروسته پیل شو. د ایرانیکا دایرةالمعارف د معلوماتو له مخې، هغه په همدې کال د «بریتانیا د روسیې شرکت» لپاره د کار کولو په موخه سنپترزبورګ ته ولاړ. لږه موده وروسته، نوموړي ته دنده وسپارل شوه چې په ایران کې د دغه شرکت د سوداګریزو فعالیتونو وضعیت وڅېړي او د شرکت د استازي جان التون د کړنو په اړه پلټنه وکړي.
هانوي د کسپین سمندرګي تر اوښتو وروسته د ایران شمال ته ورسېد او په لنگرود کې یې له جان التون سره ولیدل. په لومړي سر کې د بریتانیا د سوداګرۍ د وضعیت په اړه د هغه ارزونه مثبته وه، له همدې امله یې مشهد ته د سوداګریزو توکو د یوه ازمایښتي کاروان د لېږلو تابیا وکړه. خو دغه سفر په استرآباد کې ودرول شو. هانوي هلته ونیول شو او د هغه د سوداګریزو توکو ډېره برخه د محمدحسنخان قاجار ځواکونو لوټ کړه. هغه مهال محمدحسنخان د نادرشاه پر ضد پاڅون کړی و.
هانوي تر خوشې کېدو وروسته بېرته لنگرود ته ستون شو او د التون په هڅونه د خپل زیان د جبران غوښتلو لپاره همدان ته نږدې د نادرشاه شاهي لښکرګاه ته ورغی. د شاه استازو د خسارې د جبران ژمنه ورکړه، خو د موضوع د تعقیب لپاره یې نوموړی یو ځل بیا استرآباد ته واستاوه. هانوي له ستونزمنو خبرو اترو وروسته یوازې د خپل زیان یوه برخه ترلاسه کړه او د ۱۷۴۴ ز کال په سپټمبر کې بېرته روسیې ته ستون شو (Tucker, 2003, pp. 658–659). له دې تاریخي تسلسل څخه څرګندېږي چې د هانوي د مستقیمو لیدنو او تجربو جغرافیایي او زماني محدوده د ۱۷۴۳ او ۱۷۴۴ ز کلونو شمالي ایران او د نادرشاه شاهي لښکرګاه وه، نه د ۱۷۰۹ ز کال کندهار.
ترکي علمي سرچینې هم دا تأییدوي چې یوناس هانوي په ۱۷۴۳ ز کال کې ایران ته داخل شوی و. اوموت قیرجا په خپلې مقالې «د نادرشاه د دورې د افشاریانو د تاریخ بنسټیزې سرچینې» کې هانوي یو انګلیسی سوداګر معرفي کوي چې په ۱۷۴۳ ز کال کې د بریتانیا او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په موخه ایران ته تللی و. د قیرجا په وینا، د هانوي سوداګریز مالونه په استرآباد کې لوټ شول، وروسته نوموړي د ملاتړ او د خپل زیان د جبران لپاره نادرشاه ته مراجعه وکړه او په پای کې یې د خپل سفر راپور په ۱۷۵۳ ز کال کې په څلورو ټوکو کې خپور کړ. قیرجا د هانوي اثر د نادرشاه د واکمنۍ پر مهال د ایران د سیاسي او ټولنیز وضعیت له اړوندو سرچینو څخه ګڼلی او څېړلی دی (Kırca, 2021, p. 8). په دې توګه، دغه ترکي علمي سرچینه هم څرګندوي چې په ایران کې د هانوي مستند حضور په ۱۷۴۳ ز کال پورې اړه لري، یعنې د میرویسخان له پاڅون څخه شاوخوا څلور دېرش کاله وروسته. له همدې امله، هغه د ۱۷۰۹ ز کال د کندهار د پاڅون عیني شاهد نه شي ګڼل کېدای.
یوناس هانوي انګلستان ته تر ستنېدو وروسته خپل مشهور اثر، An Historical Account of the British Trade over the Caspian Sea، په ۱۷۵۳ ز کال په لندن کې په څلورو ټوکو کې خپور کړ. د کتاب د لومړي چاپ په مشخصاتو کې د ښاغلي ډاډزلي نوم د اثر د اصلي خپرندوی یا پلورونکي په توګه ثبت شوی دی (Hanway, 1753; Tucker, 2003, pp. 658–659). د دې اثر لومړي دوه ټوکوه تر ډېره د کسپین سمندرګي سوداګرۍ او له انګلستان څخه د روسیې او کسپین سمندرګي له لارې شمالي ایران ته د هانوي د سفر په اړه دي. د دغو ټوکو هغه برخې چې هانوي په کې خپلې مستقیمې لیدنې او شخصي تجربې، په ځانګړي ډول د شمالي ایران وضعیت او د نادرشاه د شاهي لښکرګاه حالات، بیان کړي دي، د لومړنۍ تاریخي سرچینې ارزښت لري. خو باید یادونه وشي چې په همدې ټوکو کې د جان التون او کپتان وډروف په څېر د نورو اشخاصو راپورونه او لیکنې هم ځای پر ځای شوې دي.
درېیم او څلورم ټوک، چې د The Revolutions of Persia په نوم هم پېژندل کېږي، د شاه سلطان حسین د واکمنۍ له وروستیو کلونو او د هوتکیانو له راڅرګندېدو څخه د نادرشاه تر دورې پورې د ایران سیاسي او تاریخي بدلونونه څېړي. د ایرانیکا دایرةالمعارف د معلوماتو له مخې، د اثر دغه تاریخي برخه تر ډېره د یوداش تادئوش کروسینسکي، لوئي اندري دو لا مامي دو کلراک او «جیمز بېلي فریزر» پر لیکنو ولاړه ده (Tucker, 2003, p. 659). خو د جیمز بېلي فریزر د نوم یادونه له زماني پلوه سمه نه شي ګڼل کېدای، ځکه نوموړی په ۱۷۸۳ ز کال، یعنې د هانوي د کتاب تر خپرېدو دېرش کاله وروسته، زېږېدلی و. په ډېر احتمال دلته یې موخه جیمز فریزر، د هغه نیکه او د The History of Nadir Shah کتاب لیکوال دی، چې اثر یې په ۱۷۴۲ ز کال کې په لندن کې خپور شوی و.
روسي څېړونکو هم د هانوي روایت د هغه وخت له نورو سرچینو سره پرتله کړی دی. ماخاچ موسایف او ابراهیم اباکاروف د نادرشاه د داغستان د پوځي لښکرکشۍ په اړه د یوناس هانوي او لوئي بازن د روایتونو د څېړنې په ترڅ کې په څرګنده یادونه کوي چې هانوي د ۱۷۴۱–۱۷۴۳ ز کلونو د پېښو مستقیم شاهد نه و، ځکه دغه پېښې ایران او قفقاز سیمې ته د هغه له رسېدو څخه یو تر درېیو کلونو وړاندې رامنځته شوې وې. دغو څېړونکو د دواړو روایتونو تر پرتلنې وروسته دې پایلې ته رسېدلي چې د هانوي د راپور بنسټ تر ډېره د لوئي بازن پر شفاهي معلوماتو ولاړ و. بازن هغه مهال په دربند ښار کې حضور درلود چې نادرشاه دغه ښار ته ورسېد. له همدې امله، د پېښو په اړه د هغه معلومات د مستقیم حضور پر بنسټ وو او وروسته هانوي له همدغو روایتونو څخه په خپل اثر کې ګټه واخیسته.
سره له دې، هانوي یوازې د لوئي بازن پر معلوماتو بسنه نه کوي، بلکې د جان التون، کپتان وډروف، جان کوک، په روسیه او ایران کې د مېشتو اروپایانو او د دغو دولتونو د مامورانو له راپورونو څخه هم استفاده کوي. همدارنګه له رسمي روسي اسنادو او ښايي د ایراني وګړو له روایتونو څخه یې هم ګټه اخیستي وي. له همدې امله، د داغستان د لښکرکشۍ په اړه د هانوي راپور یو غیرمستقیم، خو پر ګڼو سرچینو ولاړ روایت دی، نه د یوه عیني شاهد مستقیم بیان (Musaev & Abakarov, 2019, pp. 566, 569–571). د همدې منابع شناسۍ پر بنسټ ویلای شو چې د ۱۷۰۹ ز کال د میرویسخان د پاڅون په اړه د هانوي معلومات تر دې هم ډېر غیرمستقیم و، ځکه دغه پاڅون د هغه له زېږېدو درې کاله وړاندې رامنځته شوی و. له همدې کبله، د هانوي روایت نه د لومړنۍ سرچینې په توګه ګڼل کېدای شي او نه هم د عیني شاهد د شهادت حیثیت لري.
یوناس هانوي د سوداګرۍ، لیکوالۍ او ټولنیزو خدمتونو له اوږدو کلونو فعالیت وروسته، د ۱۷۸۶ ز کال د سپټمبر پر پنځمه د څلور اویا کلونو په عمر وفات شو او د هانوېل په سنټ مري کلیسا کې خاورو ته وسپارل شو. د پورټسموث جامع کلیسا او وېسټمېنسټر کلیسا دواړو د نوموړي د مړینې نېټه د ۱۷۸۶ ز کال د سپټمبر په پنځمه ثبت کړې ده. د هغه تر مړینې دوه کاله وروسته، د نوموړي د پراخو ټولنیزو او خیریه خدمتونو د درناوي او یاد ساتلو په موخه، په وېسټمېنسټر کلیسا کې ورته یو یادګار جوړ شو (Portsmouth Cathedral, 2021; Westminster Abbey, n.d.).
د دغو اسنادو پر بنسټ، د یوناس هانوي لپاره د «میرویسخان معاصر» اصطلاح کارول جدي وضاحت او دقیق فهم ته اړتیا لري. که له هممهالۍ یا معاصر توب څخه یوازې په اتلسمه پېړۍ پورې تړاو یا د هوتکي دورې ته نسبي زماني نږدېوالی موخه وي، نو دا اصطلاح له یو څه تسامح سره کارول کېدای شي، خو که مطلب دا وي چې هانوي د ۱۷۰۹ ز کال د پاڅون پر مهال ژوندی و، په سیمه کې یې حضور درلود یا یې د کندهار پېښې په خپلو سترګو لیدلې وې، نو دا ادعا له تاریخي پلوه په بنسټیز ډول ناسمه ده. هانوي په ۱۷۱۲ ز کال کې زېږېدلی، په ۱۷۴۳ ز کال کې ایران ته تللی، خپل اثر یې په ۱۷۵۳ ز کال کې خپور کړی او په ۱۷۸۶ ز کال کې مړ شوی دی. له همدې امله، د میرویسخان د پاڅون او د ګرګینخان د وژل کېدو په اړه د هغه روایت د پېښې زمانې ته یوه نسبتاً نږدې ثانوي سرچینه بلل کېدای شي، خو نه لومړنی تاریخي سند دی او نه د یوه عیني شاهد مستقیم روایت.
پایله
د معتبرو تاریخي سرچینو او اسنادو له څېړنې څخه څرګندېږي چې یوناس هانوي په ۱۷۱۲ ز کال، یعنې د میرویسخان تر پاڅون درې کاله وروسته زېږېدلی و او ایران ته یې لومړنی سفر په ۱۷۴۳ ز کال کې کړی و. له همدې امله، نوموړی نه د ۱۷۰۹ ز کال د پاڅون عیني شاهد و او نه هم د دغو پېښو پر مهال په سیمه کې حضور درلود. د هانوي د اثر هغه برخې چې د ده پر شخصي سفرونو، مستقیمو لیدنو او د نادرشاه د دورې پر ایران راڅرخي، د لومړنۍ تاریخي سرچینې ارزښت لري، خو د هوتکیانو او تر خپل پيدایښت وړاندې پېښو په اړه د هغه معلومات د نورو لیکوالانو پر اثارو، شفاهي روایتونو او بېلابېلو راپورونو ولاړ دي. پر همدې بنسټ، د هانوي اثر باید د هوتکي دورې یوې نسبتاً نږدې ثانوي سرچینې په توګه وارزول شي، نه د میرویسخان د پاڅون د عیني شاهد د مستقیم روایت په توګه.
منابع
خالدی، نوراحمد. (۲۰۲۶). «میرویسخان هوتکی (جورج واشنگتن افغانستان): چگونه نقشۀ سیاسی منطقه را برای ابد تغییر داد!» نسخۀ مقالۀ مورد بررسی، بخش منابع.
Hanway, J. (1753). An Historical Account of the British Trade over the Caspian Sea, with a Journal of Travels through Russia into Persia. London: Mr. Dodsley.
Kırca, U. (2021). “Nadir Şah Dönemi Afşarlı Tarihi’nin Ana Kaynakları.” İran ve Turan Tarihi Araştırmaları Dergisi (İRTAD), 6, 1–15.
Musaev, M. A., & Abakarov, I. M. (2019). “Джонас Хенвей и Луи Базен о дагестанском походе Надир-шаха 1741–43 гг.” История, археология и этнография Кавказа, 15(4), 556–572.
Portsmouth Cathedral. (2021). “The Life of Jonas Hanway.” Portsmouth Cathedral.
Tucker, E. (2003). “Hanway, Jonas.” Encyclopaedia Iranica, Vol. XI, Fasc. 6, pp. 658–659.
Westminster Abbey. (n.d.). “Jonas Hanway.” Abbey Commemorations.
file:///C:/Users/Ghalib/ Downloads/administrator,+%D0% A3%D0%BF%D1%80%D0%B0%D0%B2%D0% BB%D1%8F%D1%8E%D1%89%D0%B8%D0% B9+%D0%B6%D1%83%D1%80%D0%BD% D0%B0%D0%BB%D0%BE%D0%BC,+%D0% 9C%D1%83%D1%81%D0%B0%D0%B5%D0% B2,+%D0%90%D0%B1%D0%B0%D0%BA% D0%B0%D1%80%D0%BE%D0%B2+%D0% B2%D0%B5%D1%80%D1%81%D1%82%D0% BA%D0%B0.pdf