یو چا رانه وپوښتل: «ځینې وایي ایران په منجنیق کې راگیر شوی؛ ستا نظر څه دی؟»
ما ورته وویل:
تاریخ تر ټولو ستر ښوونکی دی، البته د هغو لپاره چې ترې عبرت واخلي. مهمه دا نه ده چې نن کوم هېواد له کوم هېواد سره ښکر په ښکر دی او یا کوم لوری یرغلگر بلل کېږي. مهمه دا ده چې تاریخ د هر چا د کړنو حساب اخلي.
یوه ورځ شوروي اتحاد، له هغه ټول ځواک او غرور سره، ځان نه ماتېدونکی گاڼه؛ خو بالاخره د خپلو لویو هیلو او ناسمو محاسبو تر بار لاندې ونړېد. نن هم گورو چې د هماغه شوروي اتحاد وارث، د اوکراین د جگړې په خټو کې لاس او پښې وهي. پاکستان هم له کلونو راهیسې د خپلو سیاستونو بیه پرې کوي. خدای دې د منځنۍ اسیا هیوادونو او هند خیر را پیښ کړي سره د خلیج او اروپایي هیوادونو.
تجربې ښودلې چې هر هغه هېواد چې افغانستان ته یې بد او د طمعې په سترگو کتلي، د اشغالگرو ترڅنگ درېدلی او یا یې پر دې خاوره ظلم کړی، ژر یا وروسته یې د خپلو کړنو سزا لیدلې ده. داسې ښکاري چې افغانستان د هغو قدرتونو د غرور هدیره ده چې گومان کوي د ملتونو برخلیک به د خپلې خوښې له مخې ټاکي؛ خو په پای کې خپله په هماغه جال کې راگیریږي چې د نورو لپاره یې غوړولی وي.
تاریخ هېڅکله نه هېرېږي؛ یوازې د حساب ورځ یې ځنډیږي.