Homeخبرونههندوستان کې د شپږیزې کرکټ لیګ کتونکي زیات شوي

هندوستان کې د شپږیزې کرکټ لیګ کتونکي زیات شوي

تاند (یکشنبه د چنګاښ/سرطان ۲۱مه) یو شمېر هندي رسنیو لیکلي چې، په دغه هېواد کې د افغانستان د کورني کرکټ د مخکښ لیګ، شپږیزې سیالیو کتونکي ډېر شوي دي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د هند په سوداګریز لیګ (IPL) کې د ګڼ شمېر افغان لوبغاړو لوبېدل او په دغه هېواد کې یې د مینه‌والو د شمېر ډېرښت د دې لامل شوی چې د شپږیزې سیالۍ هلته ډېر کتوونکي ولري.

شپږیزه لیګ چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د ۵ لوبډلو ترمنځ په لومړي ځل له کابل د باندې په خوست کې پيل شوی، سږ پړاو یې د تېرو په پرتله له هره اړخه ښه ګڼل کېږي.

په ځانګړي ډول نشراتي برخه یې بیا هندي پروډکشن ته ورکول شوې چې، په ښه کوالیټي ښودل کېږي.

کرکټ پوهان وایي، په لوبغالي کې د نندارچیانو شور او په دې توده هوا کې لوبغالي ته په زیات شمېر د کرکټ مینه والو ورتګ هم هغه څه دي چې، سږنی شپږیزه لیګ یې رنګین کړی دی.

په یاد لیګ کې لومړۍ مخکښه لوبډله آمو ده او وروستۍ بیا چې هېڅ بری نه لري بند امیر لوبډله ده.
د دې لوبو پر دوام سبا دوشنبه، سهار نهه بجې سپین د بند امیر پر وړاندې او آمو د مس عینک پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شطرنج | لیکواله: نظیفه دفتاڼۍ

تل مې هیله درلوده د شطرنج لوبه زده کړم، نه یوازې دا چې د هغې ظاهر راته زړه راښکونکی وو، غوښتل مې یو څه...