تاند (یکشنبه د چنګاښ/سرطان ۲۱مه) د افغانستان د ستر کورني لیګ شپږیزه کرکټ سیالۍ لاهم په خوست کې روانې دي.
تازه کرکټ بورډ د دې لوبو درجه بندي اعلان کړې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې تر دې دمه د یاد لیګ مخکښه لوبډله آمو نهنګان دي، چې په ۵ بریاوو سره ۱۱ نومرې لري او د جدول په سر کې ځای لري.
دغه راز سپین غر لوبډله په ۴ بریاوو او ۹ نومرو د جدول په دوهم ځای کې ده.
کرکټ بورډ وایي، سره له دې چې پورته یادې شوې لوبډلې مخکښې دي خو بیا هم مس عینک اتلان او بست ساتونکي لوبډلې چانس لري چې، خپلې راتلونکې لوبې وګټي او پایلوبې ته ځان ورسوي.
د روان لیګ تر ټولو زیاته ماته شوې او وروستۍ لوبډله بیا د بند امیر لوبډله ده چې، لا یې کومه بریا نه ده خپله کړې.
د دې لوبډلې مشري حشمت الله شهیدي کوي، او په تېره لوبه کې یې د بري چانس درلود خو بیا هم له ماتې سره مخ شوه.
د دې لیګ په نننیو لوبو کې سپین غر بری خپل کړی او دوهمه لوبه بیا د باران له امله بې پایلې شوه.
شپږیزه کرکټ لیګ د ۵ لوبډلو ترمنځ په لومړي ځل له کابل د باندې په خوست کې پيل شوی چې، سږنی پړاو یې د تېرو پرتله له هره اړخه ښه ګڼل کېږي.
د دې لوبو په دوام کې سبا دوشنبه، سهار نهه بجې سپینغر د بند امیر پر وړاندې او آمو د مس عینک پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.