Homeخبرونههند افغان محصلانو ته د آنلاین لوړو زده‌کړو لپاره زر بورسونه اعلان...

هند افغان محصلانو ته د آنلاین لوړو زده‌کړو لپاره زر بورسونه اعلان کړل

تاند – (یکشنبه، د چنګاښ ۲۱ مه) د هند د کلتوري اړیکو شورا (ICCR) د ۲۰۲۶–۲۰۲۷ تعلیمي کال لپاره افغان محصلانو ته د آنلاین لیسانس او ماسټرۍ پروګرامونو په برخه کې زر بورسونه اعلان کړي دي.

د شورا د رسمي خبرتیا له مخې، د غوښتنلیکونو د ثبت بهیر به د ۲۰۲۶ کال د جولای له ۱۵مې تر ۲۴مې دوام وکړي، او ټول غوښتونکي باید خپل اسناد د هند د iLearn انلاین پورټل له لارې وسپاري. دا بورسونه یوازې د هند د پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو مؤسسو د آنلاین پروګرامونو لپاره ځانګړي شوي دي.

د ۲۰۲۱ کال تر اګست وړاندې، هند افغان محصلانو ته د ICCR سکالرشیپونه په حضوري ډول ورکول، خو له ۲۰۲۱ کال وروسته هند افغانانو ته د زده‌کړو ویزې ودرولې او دا بورسونه یې د ځانګړي پروګرام له لارې آنلاین کړل.

د هند د کلتوري اړیکو شورا ویلي، دغه بورسونه یوازې د تحصیلي فیس (Tuition Fee) لګښتونه پوښي، خو د ژوند لګښت، میاشتنی امتیاز یا نور مالي امتیازات نه ورکول کېږي، ځکه ټول درسونه په آنلاین ډول دي.

شورا همداراز ویلي چې د افغانستان لپاره د بورسونو ځانګړی پروګرام لومړی ځل په ۲۰۰۵ کال کې د ۵۰۰ بورسونو په ورکولو پیل شو او وروسته یې شمېر زر بورسونو ته لوړ شو. د ۲۰۲۳–۲۰۲۴ تحصیلي کال را په دې خوا دا بورسونه هر کال د آنلاین لیسانس او ماسټرۍ پروګرامونو لپاره اعلانېږي.

د اعلان شویو شرایطو له مخې، بورس به هغه مهال ورکړل شي چې غوښتونکی د هندي پوهنتون او د هند د بهرنیو استازولیو له خوا معرفي او د هند د بهرنیو چارو وزارت له لوري یې غوښتنلیک تایید شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ځنګل سفر | زهیر سپېڅلی

"ځنګل" د استاد اسدالله غضنفر  تر "د زرو هيندارو ڪور" وروسته دويمه د ژباړل شويو حڪايتونو  ټولګه ده.  "مازيګر خپرندويي ټولني" لومړی ځل په...