د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله یو تن مړ او ۳۰ نور ټپیان شول
تاند – (یکشنبه، د چنګاښ ۲۱ مه) د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د کابل–کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د غزني د والي ویاند، میوند شاه احمدزي، رسنیو ته ویلي چې پېښه نن له غرمې مخکې د ګیلان ولسوالۍ د «پشکنډه» په سیمه کې هغه مهال وشوه چې یو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی بس چپه شو.
د هغه په وینا، په دې پېښه کې یو کس مړ شوی او ۳۰ نور ټپیان شوي، چې ټول د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
احمدزي زیاته کړه، لومړني معلومات ښيي چې ښايي پېښه د موټرچلوونکي د خوب وړلو له امله شوې وي، خو د اصلي لامل د معلومولو لپاره څېړنې پیل شوې دي.
د کابل–کندهار لویه لار د افغانستان له تر ټولو بوختو ترانزیتي لارو څخه ده، چې هر کال پکې ګڼې او خونړۍ ترافیکي پېښې پکې کېږي.
په مجموع کې د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ، زیات سرعت او د لارو د خرابوالي له کبله د افغانستان په لویو لارو په تېره بیا د کابل – کندهار او کابل جلال اباد پر لویو لارو ترافیکي پېښې زیاتې کېږي.