تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۲ مه)د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامر خان له خپل درېیم واده وروسته یو ځل بیا د رسنیو د پام ځان ته اړولی دی.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، عامر خان په دې وروستیو کې له خپلې پخوانۍ ملګرې او سوداګریزې شریکې، کوري سپراټ، سره په ساده مراسمو کې واده وکړ، چې یوازې نژدې خپلوانو او دوستانو یې پکې ګډون درلود.
راپورونه وایي، نوموړي پرېکړه کړې چې د ممبۍ په شتمنه سیمه پالي هیل کې یو عصري استوګنځی جوړ کړي، څو د کورنۍ ډېری غړي په یوه ودانۍ کې ژوند وکړي.
د معلوماتو له مخې، د بیلا ویسټا او مرینا اپارټمنټس په نوم دوه استوګنې ودانۍ به له سره ورغول شي. ویل کېږي چې عامر خان لا دمخه په بیلا ویسټا کې د څو اپارتمانونو مالک دی او د نوي پروژې لپاره یې له ۱۰۰ کروړه هندي روپیو څخه په ډېر ارزښت نور اپارتمانونه هم اخیستي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، دا ټول اپارتمانونه به سره یوځای او یوه لویه «سکای ویلا» (Sky Villa) به ترې جوړه شي، چې د کورنۍ د بېلابېلو غړو لپاره به پکې جلا جلا پوړونه ځانګړي شي.
د راپورونو له مخې، د عامر خان د مشر زوی، جُنېد خان، لپاره به یو ځانګړی پوړ وي، او عامر خان، د هغه مېرمن ګوري سپراټ او د ګوري د لومړي مېړه زوی ته به دوه پوړونه ځانګړي شي.
همداراز ویل کېږي چې نوموړی غواړي خپلې مور، زینت حسین، او خپلو خویندو، نکهت خان او فرحت خان، ته هم د استوګنې په همدې کمپلکس کې د اوسېدو اسانتیاوې برابرې کړي.
راپورونه دا هم وایي چې د عامر خان پخوانۍ مېرمن، مرن راو Kiran Rao، او د دوی زوی، آزاد، ته هم په همدې ودانۍ کې یو اپارتمان په پام کې نیول شوی دی.
خو تر اوسه عامر خان یا د هغه د استازو له لوري د دې پروژې په اړه رسماً څه نه دي ویل شوي.