یکشنبه, نوومبر 9, 2025
Homeخبرونهمتقي او عراقچي د افغانستان او پاکستان پر کړکېچ خبرې وکړې

متقي او عراقچي د افغانستان او پاکستان پر کړکېچ خبرې وکړې

تاند (یکشنبه، د لړم/ عقرب ۱۸ مه) د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، د ایران له بهرنیو چارو وزیر عباس عراقتچي سره په تلیفوني خبرو کې ویلي چې کابل له پاکستان سره د دیپلوماسۍ او خبرو له لارې د خپلو اختلافاتو حل کولو ته ژمن دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي چې امیرخان متقي او عباس عراقتچي د دواړو هېوادونو د اړیکو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د استانبول د وروستیو مذاکراتو په اړه خبرې وکړې.

د ایران مهر خبري اژانس هم په دې اړه په راپور کې ویلي، د خبرو پر مهال د ایران بهرنيو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړې باید د خبرو اترو له لارې حل شي، او څرګنده یې کړه چې تهران چمتو دی چې په دې بهیر کې رغنده رول ولوبوي.

متقي وویل، د افغانستان پلاوي په بشپړ صلاحیت، ښه نیت، او د دیپلوماسۍ او متقابل تفاهم له لارې د ستونزو په حل باندې په تمرکز د استانبول په خبرو کې برخه اخیستې وه.

هغه زیاته کړه چې د خبرو په درېیم پړاو کې د پاکستان لوري له خوا د مسوولیت نه منل، د هر ډول عملي پرمختګ مخه ونیوله.

د مهر اژانس پر اساس، له دې وړاندې د یک‌شنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقتچي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم، محمد اسحاق ډار، هم د دواړو ګاونډیو هېوادونو د اړیکو د وروستي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

عراقتچي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوږدمهالو دوستانه اړیکو اهمیت یاد کړ او ټینګار یې وکړ چې ایران د دواړو مسلمانو ګاونډیانو ترمنځ د همکاریو پراخېدو ته ژمن دی.

هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه هم وښوده او ټینګار یې وکړ چې دواړه لوري باید د اغېزمنو سیمه‌ییزو هېوادونو په مرسته د دوامدارو خبرو اترو له لارې د کړکېچونو د کمولو او د اختلافاتو د حل لاره ومومي.

عراقتچي یو ځل بیا د ایران چمتووالی څرګند کړ چې د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره هر ډول مرسته برابره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، محمد اسحاق ډار، له خپلې خوا عراقتچي ته د افغانستان او پاکستان د وروستیو خبرو او پېښو په اړه معلومات ورکړل او د سیمې د سولې او ثبات د ساتلو اهمیت یې روښانه کړ.

دواړه لوري په دې موافق شول چې د یادو موضوعاتو په اړه به مشورې ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو انځور زر خبري | غني حسن

مقدمه: ځیني انځورونه لکه شعرونه د هنري ظرافتونو تر څنګ استعارې، کنایې او سمبولونه هم لري، چي له دې سره نو یو عالم فکري ماناوي...