یکشنبه, نوومبر 9, 2025
Homeخبرونه‏خلیلزاد: د افغانستان او پاکستان ترمنځ باید د مذاکراتو هڅې دوام ولري

‏خلیلزاد: د افغانستان او پاکستان ترمنځ باید د مذاکراتو هڅې دوام ولري

تاند (یکشنبه د لړم ـ عقرب ۱۸مه) د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د قطر او ترکیې په منځګړتوب په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو درېدا اندېښمن کړی دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې د ترکیې او قطر په منځګړتوب روانې هڅې باید دوام ومومي؛ ترڅو دواړه هېوادونه پر یوه بنسټیز اصل هوکړې ته ورسېږي.

زلمی خلیلزد ویلي، هېڅ لوری باید کومې ډلې یا فرد ته اجازه ورنه کړي، چې د خپل هېواد له خاورې د بل هغه د امنیت پر ضد ګټه واخلي او هغوی ته کورنۍ ستونزې جوړې کړي.

خلیلزاد زیاته کړې، چې د دغې هوکړې ترڅنګ باید یو عملي مېکانېزم جوړ شي، چې له مخې یې د څارنې او ارزونې مشخصې لارې ـ چارې بیان شوې وي؛ ترڅو د تړون د پلي کېدا څرنګوالی معلوم او و ارزول شي.

زلمي خلیلزاد ویلي، پاکستان په رسمي ډول منلې چې پخوا یې د افغانستان پر ضد د وسلوالو ډلو ملاتړ کړی او هغوی ته پټنځایونه ورکړي.

طالبانو پر اسلام اباد تور پورې کړی، چې لا هم خپل دې کار ته دوام ورکوي، چې د سیمې پر امنیتي وضعیت ناسم اغېز پرېباسي.

په همدې حال پاکستان تور پورې کړی، چې طالبان د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کوي او هغوی ته یې د پاکستان د امنیت ضد پټنځي ورکړي؛ خو طالبانو بیا د اسلام اباد دا ادعاوې په بیا بیا رد کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کامن ویس پښتو | جانداد جهاني

پښتو څه ته اړتیا لري؟ پښتو ژبه چې میلیونونه خلک پرې خبرې کوي، د تاریخي، کلتوري او ادبي ارزښتونو لرونکې ژبه ده. په دې وروستيو...