جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهفینلنډ د نړۍ تر ټولو خوشاله او افغانستان لږ خوشاله هیواد دی

فینلنډ د نړۍ تر ټولو خوشاله او افغانستان لږ خوشاله هیواد دی

تاند (دوشنبه، د حوت ۲۹ مه) د کرونا وبا دوامداره اغېزو، د اوکراین جګړې او په نړۍ کې انفلاسیون یو بل ته لاسونه سره ورکړل او ۲۰۲۲ کال یې د نړۍ لپاره کړکېچن کړ.

خو له دې سره سره په یوه سروې کې، چې ګالپ د نړۍ په ۱۵۰ هیوادونو کې کړې او پایلې یې پرون (دوشنبې) خپرې کړې، د رضایت او خوشالۍ په برخه کې نړۍ ته هغه حالت بېرته راګرځېدلی چې د کرونا وبا تر خپرېدو وړاندې و.

په دې راپور کې ویل شوي چې د نړۍ تر ټولو خوشاله هیواد فنلنډ دی. دا هیواد له تېرو شپږو کلونو راهیسې د خوشاله هیوادونو د لیست په سر کې راځي.

د نړۍ د خوشالۍ په نوم راپور د خلکو سړي سر عاید، ټولنیز ملاتړ، د عمر اوږدوالي، د ژوند د انتخاب ازادي، سخاوت او د فساد کموالي ته په پام د هیوادونو د اتباعو د خوشالۍ اندازه شوې ده.

د دې سروې پر اساس، د نړۍ اکثره خوشاله هیوادونه اروپايي دي.

اتریش، استرایا، کاناډا، ایرلنډ، امریکا، حرمني، بلجیم، چک جمهوریت، بریتانیا او لیتوانیا په ترتیب له لسم تر شلم خوشاله هیوادونه بلل شوي دي.

ډنمارک، آیسلنډ، اسراییل، هالنډ، سویډن، ناروې، سویس، لوګزامبورګ او نیوزیلنډ د خوشاله هیوادونو په لیست کې له دوهم تر لسم ځای لري.

د دې سروې پر اساس، د نړۍ تر ټولو په خپه یا لږ خوشاله هیوادونو کې افغانستان د لیست په پای کې راغلی.

2 COMMENTS

  1. د فنلیډ مینلنډ په هکله څه ویلو ته اړتیا نسته خو په یاد لیست کی د افغانستان د ادنی مؤقعیت په باب باید وویل سی:
    د څلورو اټومی قدرتونو په لمنه کی اوسیدل او د امریکی او کاناډا او اسټرلیا او عربی هیوادونو او ټولی اروپا سره د فکری – عقیدتی – اقتصادی – ستراتژیکی ( استعماری ) ګاونډیتوب او د هیواد فرهنګی او ژبنی پیچلی جوړښت او زیږ او ناسالم او دردوونکی سیاسی – اجتماعی ” تاریخ ” ته په کتو سره بیا هم یوه معجزه ده چی د افغانستان خلګ ژوندی پاتی دی.
    راسی پر دی خبره او واقعیت باور ولرو چی د افغانانو د ” نن ” ورځی د بد وضعیت لسمه برخه که د پورته لیست د لومړنیو لسو شلو هیوادونو پر وګړو راسی د انسانیت شُمه به پکی نه وی پاتی خوشالی موشالی خو لا لیری خبره ده.
    بله دا چی دا لیست یو تصنعی تسکین او تبلیغاتی سناریو ده ، په حقیقت کی د لیست د سر د لسو هیوادونو د وګړو حالات که په دقیقه توګه وڅیړل سی نو ډیر روحی او حتی جسمی ناروغیانی به پکی ولیدلی سی.
    د سویډن او ډنمارک او ناروی او فنلنډ ( کوم چی د لیست په رأس کی دی ) هیوادونو د هغو وګړو کلنی شمیر کوم چی ځانونه وژنی زرګونو ته رسیږی حال دا چی د افغانستان غوندی غریب هیواد وګړو کوم چی د ځان وژنی اقدام کوی شمیره ډیره ټیټه حتی صفر ده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب