جمعه, مارچ 29, 2024
Homeمقالېستاسو د وطن د عدالت په تله کې | آصف بهاند

ستاسو د وطن د عدالت په تله کې | آصف بهاند

(د فـرخـنـدې اتم تـلـیـن)

زه هر کال د فرخندئ د ویر لړلي تلین په پار یو څه لیکم او هر کال د خپلو لیکنو په پای کې خپل هغه ټوټه شعر خپروم چې د دې د وهلو، کشولو، بام ته خیژولو، بیرته را غورځولو، تر موټر لاندې کولو، سوځولو او کباب کولو په ورځ مې لیکلی دی.

دا دی سږ کال به د فرخندې د اتم تلین د درناوي په پار د خپلو ځینو خپرو شوو لیکنو نه یو ــ یو پروگراف راواخلم او په پای کې به یو ځل بیا خپل هماغه شعر دلته کېـږدم چې «عرض» نومېـږي:

دا دی بیا نوی کال را روان دی، خو غمونه او دردونه هم پخواني په کور، کلي او ذهن کې را ته ناست دي او هم له هر پسرلي سره او لا هرې شیبې سره نوي را شنه کېـږي، را ټوکېـږي او را لوېـږي. نوی کال به لمانځل کېـږي، خو د کابل سین پر دیوالونو او د اندرابي واټ د پاسه او د ټولو با احساسه او چیز فهمه خلکو د ذهن په واټونو او دیوالونو باندې، د فرخندې د وینو سره داغونه، پر ما، پر تا، پر عدالت، پر شریعت، پر دولت، پر ملت او پر… باندې اوس هم خاندي.

د فرخندې د وینو هر داغ ژبه لري او هره ژبه په لوړ غږ باندې د ټولو په آدرس نارې وهي:

ستاسو د وطن د عدالت په تله کې او ستاسو د وطن د شریعت په دایره کې زما د قاتلینو محکمه تر کوم ځای پورې ورسیده؟؟؟

*****

د افغانستان په اوسني تاریخ کې تر ټولو مظلومه مېرمن ښايي فرخنده وي چې په ناکړې گناه لومړی کړم ـ کړم شوه، بیا ترموټر لاندې شوه او بیا یې په وینو لړلی وجود باندې اور بل کړای شو، لوخړې او لمبې یې اسمان ته ور وختلې؛ فریاد یې نه شاه واورېد، نه گدا؛ نه یې زمیني قانون پوښتنه وکړه او نه هم اسماني قانون، اوس په کابل کې یوازې آسمايي واټ او آسمايي غر د فرخندې پر غمېزه باندې غمېـږي او ژاړي، خو د دوو پښو لرونکي موجودات او اشرف المخلوقات یې…

*****

د فرخندې د وینو په بیه،

د فرخندې د کباب شوي بدن په بیه،

او د فرخندې د ژوند په قیمت سره د ټولنې چیز فهمه خلک باید پوه شي چې زموږ د ټولنې فکري سطحه په کومه پوړۍ کې ده. د فرخندې د وینو هر سور څاڅکی زموږ د ټولنې د انسانیت پر تندي باندې تور داغ دی.

زموږ په جګړې ځپلې، فقر او نا پوهۍ کې را ایسار او جاهلانو په خپل لاس نیولې ټولنه کې له هر انسان سره، له ښځو سره او بیا له فرخندې سره د شوي ظلم مسأله هر با درده، با درکه انسان او افغان دردمن کړی دی. هر چا په خپل وار سره د خپلو سترګو او خپل ذهن له کړکۍ څخه دې ظلم او دې غمیزې ته په کتو، خپل احساسات او نظریات څرګند کړي دي.

هوښیار خلک او هوښیارې بیدارې ټولنې هغه دي چې د منفي پیښو او غمیزو د پيښیدو مخنیوی، مخکې له مخکې وکړي، ځکه چې د منفي عمل له تر سره کیدو او د غمیزې له رامنځ ته کیدو وروسته افسوس کول او لاس ټکول هیڅ درد نه دوا کوي.

د فرخندې د وهلو، کشولو، بام ته خیژولو، بیرته را غورځولو، تر موټر لاندې کولو، سوځولو او کباب کولو نه وروسته د افسوس او ارمان کولو پر ځای باید دا پوښتنې مطرح شي:

ــ دا حالت، دې ټولنې ته څه وخت له چا سره راغی؟

ــ د وحشت او جهالت دا قانون پر دې ټولنې او پر دې خلکو چا، څنګه حاکم او جاري کړ؟

دا دی فرخنده د دې وحشت او جاهلانو ښکار شوه او که یې غم ونه خوړل شي، سبا ته د نورو فرخندو وار هم په مخ کې دی.

زه دا سمه نه بولم چې میډیا ولیکل او وویل:

«… نن د فرخندې مړی د سلګونو تنو په ګډون خاورو ته وسپارل شو…»

که لږ انصاف یې کړی وای، باید لیکلی او ویلي یې وای چې:

د فرخندې د نازک سوځول شوي بدن سکاره خاورو ته وسپارل شول.

*****

له نن څخه شپـږ کاله وړاندې د کابل په زړه کې، د واکدارلانو د دربار په دوه ــ درې سوه مترۍ کې د ټوپکیانو دویم نسل، د فرخندې په نامه یوه بېگناه بلبله داسې وویشته او ووهله چې بڼکې یې ورته تویې کړې، له الوت څخه یې وغورځوله، د موټر تر ټیرونو لاندې یې کړه، پوړنی یې ورنه لرې کړ، ویښتان یې ورته وشکول، په ناکړې گناه یې، د «نعرې تکبیر» په ویلو سره، تر هغو پورې ووهله چې نه وینه پکې پاتې شوه او نه هم سا؛ بیا یې د کابل سین په نامه په یوه لوی دیگي کې ورواچوله او د خپل جهادي عدالت؟ اور یې ورباندې بل کړ، خو…

اوس که څوک وپوښتي چئ:

وروره!

هغه د فرخندې دوسیه څنگه شوه او تر کوم ځای پورې ورسېده؟

نو په ځواب کې به خامخا واورې چې:

ځه ورورکه هغه اوس هېره شوه، ته یې هم هېره کړه.

*****

اوس هم زه د خپل ذهن په پراخه بیدیا کې د فرخندې په وینو سور بدن او کړم، کړم اندامونه ګورم چې د خپلو ضاربانو پر جهالت پورې په کړس ـ کړس خاندي، خو د دې خندا د څپو په حاشیه کې مې یې هغه مظلومانه چیغې مې هم په تت ډول تر غوږو کېـږي چې د مرګ په شېـبو کې یې هغه چا پسې غږ کاوه، چې هیڅ نه و. فرخندې لکه اوبو اخیستی چې ځګ ته هم د خلاصون په تمه لاس اچوي، د بچیدو په هیله د چیغو په لړ کې له اشرف المخلوقاتو نه او د خدایتعالی د پورې کلي له مخلوقاتو نه د مرستې غوښتنه کوله، خو چا یې غږ وانورېده.

هغو لیوانو چې د فرخندې په نامه زموږ د وطن یوه تنکۍ هوسۍ وداړله او د خپل وحشي طبیعت له ارضا وروسته یې بیا وسوځوله؛ اوس هم د نورو هوسیو د داړلو له پاره په کمین کې پراته دي؛ خو فرخنده او نورې هوسۍ…

او په پای کې د خدای دربار ته زما او د فرخندې «عرض»:

عرض

آهای !!!

د لوړو کلو خلکو،

غږ مې در رسي که نه؟

دغه دی چغې وهم

وژني مې،

وهي مې،

سوځوي مې

خلاصولای مې شئ؟؟؟

۲۰/۰۳/۲۰۱۵

هیدرسلیف،

ډنمارک

6 COMMENTS

  1. بهاند صیب ژوندی اوسې ! زما تېره تبصره د فرخندې په قطل تاندوالو پټه کړه دوی هم د طالبانو وروڼه دي . د فرخندي مرګ باید هیر نشي هغه په تاریخ او د جهالت او ظلم په دفتر کې ابدي سبت شي !

  2. زه د دفتر نه کورته په لاره وم، چې په دغه سیمه کې ډیر خلک راغونډ شوي وو، او لګیا وو فرخنده یې په تیږو ویشتله او لکه د شرمخانو او لیوانو یې بې چاره هوسۍ په ژوندینې ماتوله، د امنیتي ګواښونو له امله زه د سیمې څخه لکه په څنډه تېر شوم، نو په دغه یوه څنګه کې مې د پولیسو رینجر ولیده، چې ځینې پولیس پکې د بره ولاړ وو، او سیل یې کولو، دوی ته مې وویل چې ورشئ اوبال دی هغه وژغورئ، نو دوی په ډیر کبرجانه او بې باکه انداز کې وویل، بان کې بُکشیش اا، یا فاحشاااستند !!
    نعوذ بالله..
    بس په دې لږ ځنډ شوی نه وو، چې خلکو ورته اور واچولو، او لمبې او ورپسې لوګي پورته شول .. زما د سترګو لیدلی حال دی، د دغې پښې مسوولیت عملا دغه تعویذګر، مخامخ دوکانداران، عوام او په ځانګړې توګه پولیسو ته ورګرځي چې د دې ټولنې تر ټولو مفسده کړۍ وې او هرې مافیا او مجرمینو سره یې لاس وو.
    فرخنده دې الله پاک وبخښي، ارواح دې ښاده وي.

  3. ننګیالي صیب مننه ! دغه کار یو خپل سری قطل بې له محکمې څخه د و حشیانو کار وي ! خو څه ګیله جاهل اولس او جاهل یې دین چې هر کار پکښې کیږي ! ددوی قران خو څو واره امریکایانو هم وسوځاوو کوم یوو یې امریکایې اشغالګر و ژلی دي دوی ته چې دالر ور کړې خپل ناموس هم خر څوي ! افغاني ټولنه په دیني مذخرفاتو کې بنده پاته ده او له دې لارې خپل تجارت هم کوي ! طالب مردار خواره ته ګوره چې ښځې یې له زدکړې منعه کړې دي ! تر څو چې دغه عربي مذخرفات او دولت یو له‌بل څخه جلا نشي تر هغه وخته پورې به انساني حقوق تلف وي !

  4. اور پورې شه په هغه مکتب چیرته چه داسلام ضد زدهکړې کیږی او زموږ اولادونه لوپر او رینډۍ کوی.
    که داسې نوی نو دا ځینی تش په نامه روشنفکرانو ته خو لګ ځیر شۍ چه څه لیکی، ایا یو مسلمان به خپل دین خپل کتاب ته داسې الفاظ وکاروی.
    تاسو داسې مکتب غواړۍ؟؟؟؟ نه نشته
    ورشۍ د خپلو بادارانو په پښو کی په فریاد شۍ که کومه بله لاره در وخیی.
    ګنی په همغو کمپونو کی خوسا شۍ.

  5. د لوده زویه په کوم مکتب کې د اسلام په ضد پرو پاګنده شوې ده ؟؟ بیا خو د جاهل زویه تاسې مکتبونه خوشې کړۍ انتي اسلام زدکړې پکښې بندې کړۍ ! داخو ټول در واغ وایی د مکې منا قینو !! تاسې هم ځانته پښتانه وایی ؟ د لعنتي زامنو ! بل دا چې زدکړه د انسانانو اساسې حق دی چې تاسو یې ترې اخلی او د عربو زوړ کلتور پالۍ ! ستاسو امیرالمنافقین ښځه ده او که نر ولې ځان نه ښکاره کوي ولې اولس ته خبرې نه کوي ؟ خبر اوسه ستا سو جهالت او ظلم امریکایې B52 الوتکو ته موقع برابروي ! بیا به مو څادر په اوږو پاکستان ته به منډې وهۍ ! اوس مو په ملت کې هم ځای نشته !

  6. په کوم مکتب کې د اسلام په ضد پرو پاګنده شوې ده ؟؟ تاسې مکتبونه خوشې کړۍ انتي اسلام زدکړې پکښې بندې کړۍ ! داخو ټول در واغ وایی د مکې منا قینو !! تاسې هم ځانته پښتانه وایی ؟ بل دا چې زدکړه د انسانانو اساسې حق دی چې تاسو یې ترې اخلی او د عربو زوړ کلتور پالۍ ! ستاسو امیرالمنافقین ښځه ده او که نر ولې ځان نه ښکاره کوي ولې اولس ته خبرې نه کوي ؟ خبر اوسه ستا سو جهالت او ظلم امریکایې B52 الوتکو ته موقع برابروي ! بیا به مو څادر په اوږو پاکستان ته به منډې وهۍ ! اوس مو په ملت کې هم ځای نشته !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب