پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeخبرونهتر ۲ زرو زیات افغانان له ایران څخه هېواد ته ستانه شول

تر ۲ زرو زیات افغانان له ایران څخه هېواد ته ستانه شول

تاند:( دوشبنه، د کب ۲۹)  د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وایي، چې د هرات ولايت د اسلام قلعه بندر له لارې د ايران هيواد څخه  د کب  په ( ۲۸) مه (۲۰۱۷) تنه افغان مهاجرين هېواد ته راستانه شول.

سرچینه زیاتوي: د اسلام قلعه بندر د سرحدي آمر په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې  ( ۴۲۳)  تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM  ته ور وپېژندل شول.

دا په داسې حال کې ده، چې ستنیدونکي افغان کډوال د ایران له ناوړه چلند څخه شکایت کوي او وایي د طالبانو په همکارۍ بیرته هېواد ته شړل شوي دي.

خلک وایي، چې د طالبانو رژیم یې هېواد ته د ستنیدو په ارقامو خوشاله دی، خو په هېواد کې یې د خوندیتوب، کار او اولادونو د زده کړو شرایط نه دي برابر.

2 COMMENTS

  1. په بل ملک کي موږ ځای نه لرو که نن وي که سل کاله بعد خپل وطن ته مجبوره یو هغه که فقر کوو که غلا که تعلیم د خپل وطن غم او د ځان غم به خورو د بل په ملک کي زموږ نه تعلیم سته نه کاروبار

  2. ګل خبره د کړې ځوانه ، دا پتریياتیزم ، غیرت او مسئولیت دی ! خو متاسفانه په وطن کې یاغله په قدرت وي یا جاهل مذهبي لېونیان!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب