جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهختیځ کې یو بریتانوی خبریال ط نیولی

ختیځ کې یو بریتانوی خبریال ط نیولی

تاند:( دوشبنه، د کب ۲۹)  د طالبانو استخباراتي سرچینو تایید کړې، چې د افغانستان په ختیځ کې یې د لورد مایلز په نوم یو بریتانوی خبریال نیولی.

ویل شوي، چې طالبانو نوموړی د مشکوکو فعالیتونو په تور نیولی.

طالبانو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

دغه بریتانوی خبریال او ویبلاک لیکونکی، چې په یوټیوب کې یې فعالیتونه لرل، طالبانو ته په تبلیغاتو هم تورن و.

د طالبانو چارواکي ادعا کوي، چې افغانستان کې رسنیز فعالیتونه ښه شوي او ډېر بهرني خبریالان د خبري پوښښ لپاره راځي.

د دوی منتقدین بیا وایي، چې بهرني خبریالان اکثره د استخباراتي شبکو په اشاره د نورو اهدافو لپاره افغانستان ته ځي او طالبان یې په دې خوشاله کړي، چې د دوی په ګټه راپورونه خپروي.

دا په داسې حال کې ده، چې سلګونه افغان خبریالان د طالبانو د ګواښونو او فشارونو له لاسه هېواد پریښودو ته اړ شوي.

پرون یو شمېر رسنیزو بنسټونو وویل، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په افغانستان کې تر نیمایي رسنۍ تړل شوي او تر ۵۳ سلنې پورې خبریالان بې کاره شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب