Homeخبرونهد نړۍ ګڼو هیوادونو د افغان نجونو او ښځو خلاف محدودیتونه د...

د نړۍ ګڼو هیوادونو د افغان نجونو او ښځو خلاف محدودیتونه د نه منلو وبلل

تاند(دوشنبه، د حوت ۲۹ مه) د نړۍ تر ۷۰ ډیرو هیوادونو او اروپايي اتحادیې په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، له ښوونځیو او پوهنتونونو د افغان نجونو بې برخې کېدا او د ښځو پر کاربندیز د دفاع وړ نه دی

په دې ګډه اعلامیه کې د اسلامي همکارۍ سازمان د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د غونډې د پرېکړه لیک یادونه شوې چې په هغه کې راغلي، اسلام د نجونو او ښځو له زده کړو او په عامه ژوند کې د ګډون مخالف نه دی.

دغو هیوادونو همداراز ویلي، په افغانستان کې د ښځو خلاف محدودیتونه د ماشومو نجونو د ودونو په شمول د ښځو خلاف تاوتریخوالی زیاتوي او د هیواد اقتصادي ثبات کمزوری کوي. همداراز ټولنیز پرمختګ، د دولت پراخوالی او د بشري حقونو تحقق له منځه وړي.

اروپايي اتحادیې او تر ۷۰ ډیرو نورو هیوادونو د نجونو او ښځو خلاف بندیزونه د افغانستان اقتصاد او ټولنې ته نه جبرانېدونکی تاوان بللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...