پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+وهابیان څوک دي| عبدالباري جهاني

وهابیان څوک دي| عبدالباري جهاني

 (لسمه برخه)

وهابیان او اخوان المسلمین په افغانستان کي:

افغانستان، په خپل اوږده تاریخ کي، د خپل سیاسی، جغرافیایی او ستراتیژیک موقعیت له امله، کله د لویوفاتحانو د آسونو تر پښولاندي پایمال سوی، کله یې د حایلي سیمي حالت غوره کړی؛ کله مستعمره کله نیم مستعمره او کله آزاد اوسېدلی او تر دغه ځایه را رسېدلی دی. په عمومي توګه ویلای سو چي تاریخ یې، له لومړي سره تر اوسه پوري، د بدمرغیو او تراژیدیو اوږد او نه ختمېدونکی داستان دی. همدغه حالت د نړۍ د تمدن له کاروان څخه ګوښه ساتلی دی. اکثریت خلک یې کوچي، کلیوال او کروندګر پاته سوي دي. عوام یې د سواد له نعمت څخه محروم دي او دغه علت دی چي چنداني یې په فکري نهضتونو کي برخه نه ده درلودلې. افغانستان ته که چپي فکر راغلی دی هم یوازي د منورینو په محدودو حلقو کي پاته سوی او که څوک له نویو مذهبي افکارو او اصلاحي پروګرامونو سره ورته راغلي دي نو هم یې د نفوذ ساحه تر منورینو دباندي نه ده وتلې.

که د ۱۹۶۰ د لسیزي په لومړیو کلونو کي د افغانستان اجتماعی شرایط په نظر کي ونیسو نو ګورو چي له ۷۵ څخه تر ۸۰ فیصده پوري خلکو په کلیو کي ژوند کاوه او د سواد اندازه هم تر ۵ فیصده نه زیاتېده. خلکو یوازي د خان او مُلا او خپلو سپین ږیرو پر خبرو غوږ نیوی او د چپي او مذهبي سیاسي عناصرو تبلیغات یې درک کولای نه سوای. سیاسي چپی او مذهبی ګوندونو هیڅ وخت په ټولنه کي نفوذ ونه کړ اوداسي ریښې یې ونه ځغلولې چي د ریښتونو نهضتونو شکل دي واخلي. د مشروطه غوښتونکو، ویښ زلمیانو، حزب وطن، ندای خلق او نورو وړو ګوندونو او ډلو هیڅ اثر پاته نه سو. موږ شاهدان یو چي په افغانستان کي د خلق، پرچم ګوندونه د قدرت له لاسه ورکولو سره تقریباً له منځه ولاړل او بیا یې درک معلوم نه سو. په همدغه توګه حزب اسلامي پر ډیرو زیاتو ټوټو ووېشل سو او اوس یوازي د هغه ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار پر شاوخوا یوه حلقه پاته ده. د وهابیانو خو بیخي سړی پوښتنه نه سي کولای. خو موږ ګورو چي په مقابل کي طالبان د امریکا او ناټو د شل کلنو مهلکو حملو او بمباریو څخه وروسته بیا هم ژوندي پاته سول او بالاخره یې د کابل حکومت ته سقوط ورکړ. یو عامل یې دا وو چي د طالبانو تبلیغات د کلیوالي خلکو له ذهنیت سره برابر او پروګرام یې د اکثریت بېسواده اولس پر زړونو جوړ دی. د طالبانو پروګرامونه د ښاري ژوند د معیارونو په اساس د تمدن او بشري حقوقو پر ضد دي مګر د کلیوالي معیارونو سره برابر دي او له اطرافي خلکو سره تقریباً هیڅ ستونزه نه لري.

اخوان المسلمین، چي په مصر کي منځته راغلې عقیده او تحریک وو، تر ډېره وخته یوازي د کابل د شرعیاتو د پوهنځي د هغو استادانو تر منځ پاته سوه چي د مصر د الازهر په پوهنتون کي یې درس ویلی او دغه مفکوره یې وطن ته ورسره  راوړې وه. د افغانستان ملایان، چي ټول حنفی مذهبه وه، د هیڅ ډول نوي اسلامي مفکورې منلو ته تیار نه ول؛ او عوامو هم، د خپلو ملایانو په پیروی، هره نوې مفکوره بدعت او ناروا بلله. د افغانستان عوامو تر هر څه زیات خپلو ژوندیو پیرانو او د هغوی د پلرونو زیارتونو ته عقیده درلوده او دغه علت دی چي له زیارتونو منکرو وهابیانو ته یې د کافرانو په سترګه کتل. د اخوان المسلین مفکوره، چي لا سیاسي اهداف یې هم لرل، د عوامو لپاره دونه نوې وه چي چنداني یې په هدف هم نه پوهېدل. د اخوان المسلمین او وهابیانو دا یو شعار، چي اسلام په خطر کي دی، سره مشترک وو. عوامو او د هغوی عنعنوي ملایانو ځکه دا خطر نه احساساوه چي د هغوی له مذهبي مراسمو، جوماتونو او لمونځونو سره چا غرض نه وو کړی.

له وهابیانو څخه یې ځکه ښه نه راتلل او ځکه یې د کافر په سترګه ورته کتل چي هغوی له پیر، مرشد او په تېره بیا زیارتونو سره مخالفت کاوه او زیارتونو ته تلل او د زیارتونو په نامه نذرونه کول یې شِرک او کفر باله. په داسي حال کي چي د افغانستان تقریباً ټول اوسېدونکي، په تېره بیا پښتانه د خپل باباولي، دُربابا، شاه آغا او په مزارشریف کي د علي د خیالي او تش په نامه زیارت دومره قدرکوي چي له کعبې او مدینې سره به یې لږ توپیر موجود وي. د افغانستان په زرګونو کلیو کي به لږ داسي کلی موجود وي چي هلته د کوم بابا او یا شیخ زیارت نه وي او په جنډۍ پوري یې بې شمېره سره او زرغونه  ټوکران او ریښکۍ نه ځړیږي. دا یوازي افغانستان نه دی بلکه اېران، پاکستان، هند او نور اسلامي هیوادونه هم تر دې بهتر حال نه لري. ما لږه موده مخکي له یوه لوی اېراني ملا څخه واورېده چي ویل یې د امام رضا زیارت د اوو حجونو مرتبه لري. هغه کسان چي د امیر خسرو دهلوي قبر ته سجده کوي او د شیخ قلندر پر قبر باندي اووه طوافه کوي هغوی به څرنګه د وهابي عقایدو اورېدلو او منلو ته حاضر سي. په داسي حال کي چي د هغوی په مقابل کي لا صوفیه او د پاکستان برېلویان هم موجود وي چي شیخان او اولیاءالله د خدايي مقام ته رسوي.

په هرصورت، د اخوان المسلمین او د وهابیانو عقاید دواړه د افغانانو لپاره نوي او، د چپی عقایدو په څېر، له بهر څخه وارد سوي عقاید وه. وهابي عقاید یې ځکه نه سوای منلای چي د ټولو عنعنوي رسم او رواج سره یې مخالف وه او اخوان المسلمین ته یې ځکه د شک او تردید په سترګه کتل چي هغوی اسلام ته سیاسی رنګ ورکاوه. پټ فعالیتونه یې کول او وروستنی هدف یې د قدرت نیول ټاکلي وه. د هغوی ټول تبلیغات د خلکو لپاره نوي وه. دا لومړی ځل وو چي هغوی د دین د ساتلو لپاره د حکومت د چپه کېدلو خبره اورېده او له خلکو یې اورېده چي د  اسلام په نوم یې  موجود شاهي نظام غیرعادلانه او ظالمانه باله. او که چیري په افغانستان کي کمونیسټانو کودتا نه وای کړې او په مقابل کي یې خلکو مقاومت او بالآخره جهاد پیل کړی نه وای ښايی اخوان المسلمین هیڅ وخت په خلکو کي ریښې نه وای ځغلولي.

په افغانستان، په تېره بیا د پوهنتون په ساحه کي د اخوان المسلمین د مفکورې د پلي کولو لپاره د سیاسي فعالیتونو اساس غلام محمدنیازي کښېښود. نیازي چي، د ابوحنیفه د دیني علومو ښوونځي څخه فارغ سوی او د مصر د الازهر په مدرسه کي یې تحصیل کړی وو، کابل ته له ستنېدلو سره په ۱۳۳۶ یا ۱۹۵۷ کال کي د جوانان مسلمان په نوم یوې وړې حلقې اساس کښېښود. په دې وړه حلقه کي د هغه وخت اسلامی منورینو، چي مخکي یې هم د جمعیت اسلامی افغانستان په نوم یوه ډله درلوده، برخه واخیستله. په دې کسانو کي استادموسی توانا، سید احمدترجمان، استاد محمدفاضل او عبدالعزیز فروغ برخه درلوده. دغه راز استاد وفی الله سمیعی، عبدالاحد عشرتی، برهان الدین ربانی، عبدالهادی هدایت او په وروسته کي عبدالرسول سیاف، غلام ربانی عطیش، عبدالرحیم نیازی، محمداسحق بزرګ او ګلبدین حکمتیار، محمدامین وقاد او دین محمدګران برخه ورسره واخیستله.

د دې ډلي سیاسی فعالیتونه تر ۱۹۶۶ او ۱۹۶۸ کلونو پوري ډېر محسوس نه وه او د خپل بنسټ ایښودونکي غلام محمدنیازي له توصیو سره سم یې پټ فعالیتونه کول خو کله چي چپی ګوندونو خلقیانو، پرچمیانو، شعله جاوید او نورو وړو او لویو ګوندونو د کابل په پوهنتون، د ننګرهار پوهنتون، د ولایاتو په ښوونځیو او فابریکو کي اعتصابونه، مظاهرې او سیاسي فعالیتونه پیل کړل نو دوی هم خپلو فعالیتونو ته، چي زیاتره به یې له چپي عناصرو سره د نښتو شکل واخیست، زور ورکړ. کله چي د ۱۹۷۸ کال د اپرېل په میاشت کي کمونیسټانو کودتا وکړه نو تقریباً ټول هغه کسان یې بندیان او وروسته ووژل چي له دوی سره یې د پوهنتونو او ښوونځیو په مظاهرو کي نښتي کړي وې. په دې کسانو کي پخپله غلام محمدنیازی او د هغه نیژدې ملګري هم شامل ول.

ګلبدین حکمتیار، مولوی خالص، برهان الدین ربانی او ځیني نورکسان، د داوود خان د پنځه کلن جمهوریت ۱۳۵۲-۱۳۵۷ په وخت کي پاکستان ته تښتېدلي او هلته یې د پاکستان له مقاماتو سره تماسونه ټینګ کړي ول. حکمتیار، چي د کابل په پوهنتون کي د اخوان المسلمین او د شعله جاوید د ګوند تر منځ په نښته کي د شعله یانو د یوه نطاق سیدال سخندان په وژلو تورن وو، د ظاهرشاه د پاچهی په وروستیو کلونو کي پاکستان ته تښتېدلی او له ټولو مخکي یې د پاکستان له پوځي استخباراتو  آی ایس ای I.S.Iسره تماسونه ټینګ کړي وه. او د خلقیانو له کودتا څخه مخکي یې په ۱۹۷۶ کال کي د جماعت اسلامي په مرسته د پاکستان له پوځي استخباراتو څخه د خپلو ملګرو د نظامي تربیې او د هغوی د خرڅ خوراک لپاره مرستي ترلاسه کولې. د حکمتیار ملګري، په افغانستان کي د هغوی د فعالیتونو لپاره د شرایطو د سختېدلو له امله پاکستان ته تښتېدل او هلته د آی ایس آی له خوا تربیه کېدل او تمویلېدل. حکمتیار وروسته خپل درې زومان او وراره خپل تر ټولو نیژدې سلاکاران وټاکل او هغه کسان یې له نیژدې څارل چي د ده ګوند حزب اسلامي ته داخلېدل. حکمتیار خپل حزب د لینین د ګوند په څېر پر تینګ مرکزیت باندي جوړ کړ او د حزب د ټولو چارو واک یې په خپل لاس کي متمرکز کړ. Thomson, The Wars of Afghanistan P 252

د ۱۹۷۸ کال د اپرېل په میاشت کي د خلقیانو او پرچمیانو له کودتا څخه لږ وروسته خلکو د هغوی د بې وخته، نامعقولو او د مذهب پر ضد صادرو سویو فرمانونو او ظلمونو او وحشت په مقابل کي مقاومتونه پیل کړل او د مقاومت په مقابل کي د خلقیانو حکومت پر کلیو او بانډو باندي د توپونو ډزي او الوتکو بمبارۍ پیل کړې او په لکونو او میلیونونو خلک یې پاکستان او ایران ته په مهاجرت کولو مجبور کړل. د خلقیانو په مقابل کي جهاد پیل سو. اسلامي هیوادونو او غربي نړۍ توجه ورته وکړه او جهاد د اخوان المسلمین د ژوندي پاته کېدلو او ودي کولو سبب سو؛ کنه ښايی په هغه پاکستان کي یا له منځه تللی او یا په افغانستان کي د ورانکاریو لپاره د پاکستان د پوځي او جاسوسي شبکو د یوې موثري وسیلي په توګه پاته سوی وای.

حکمتیار او د هغه حزب اسلامي:

ګلبدین حکمتیار له خپلو ټولو ملګرو څخه مخکي پاکستان ته ولاړ او له لومړیو ورځو یې د هغه هیواد له مذهبي ګوندونو، په تېره بیا د جماعت  اسلامی د مشر قاضي حسین احمد سره تماسونه ټینګ کړل او ښايی د هغه په وسیله یې د پاکستان له پوځ او حکومت سره تماسونه نیولي او ټینګ کړي وي. البته د مجاهدینو لپاره د امریکا خاص استازی پیټر ټامسن لیکي چي ده ته په ۱۹۸۹ کال کي په استرالیا کي د پاکستان ټاکل سوي سفیر بشیربابر وویل چي حکمتیار د ۱۹۷۰ د لسیزی د لومړیو کلونو څخه د پاکستان له آی ایس آی څخه تنخوا اخیستله. Tomson, The Wars of Afghanistan P 102

کله چي برهان الدین ربانی په ۱۹۷۴ کال کي پېښورته ولاړ لږه موده وروسته یې له حکمتیار سره د داوود خان د جمهوریت په مقابل کي د حرکت کولو پرسر اختلاف راغی. حکمتیار د حکومت په مقابل کي د وسله وال پاڅون د پیل کولو طرفدار وو او رباني ویل چي تر یوه وخته باید صبر وسي؛ په خلکو، حکومتي مقاماتو او پوځ کي نفوذ ترلاسه سي او بیا پاڅون ته زمینه برابره سي.

د پاکستان جمهورریس ذوالفقار علی بهټو، چي د داوود خان حکومت ته د ستونزو د ایجادولو مفکوره تر هرڅه ورته په زړه پوري وه، د حکمتیار د پلان تر شا ودرېدی او د رباني او حکمتیار ترمنځ انشعاب راغی. حکمتیار په خپل پلان کي بریالی سو. د ۱۹۷۵ کال د جولای د میاشتي څخه باید وسله وال حرکت پیل سوی وای. احمدشاه مسعود په پنجشېر، مولوی حبیب الرحمن په لغمان، ډاکټرعمر په بدخشان، سیف الدین نصرت یار په هرات او حکمتیار باید په پکتیا کي حرکت پیل کړی وای. حکتمیار اصلاً هیڅ حرکت ونه کړ. سیف الدین نصرت یار هرات ته له رسېدلو څخه مخکي ونیول سو او د خلقیانو په وخت کي اعدام سو. په ټولو ټاکل سویو سیمو کي حرکت سخت وځپل سو. په سل هاوو ځوانان او څه کم شل تنه دیني علماء ونیول سول او ورک سول او یا سمدستی اعدام سول. Roy, Islamic Resistance P 75

حکمتیار دوې ګټي وکړې. یو خو یې د جمهورریس بهټو له خوښي سره سم حرکت وکړ او له هغه څخه وروسته د پاکستان د حکومت او پوځ نازولی سو او بل یې د نصرتیار، مولوي حبیب الرحمن او انجنیر حبیب الرحمن په څېر ځوانان، چي ښايی په آینده کي یې، په حزب کي دننه، د ده قدرت ته خطر پېښ کړی وای له مخه لیري کړل. حکمتیار په هغه وسله وال حرکت کي هیڅ برخه وانه خیستله خو افتخار یې ټول خپل کړ.

جنرال یوسف، چي د پاکستان د پوځي استخباراتو په اداره کي د افغانستان د چارو مسوول او له حکمتیار سره یې له نيژدې اړیکي درلودل وايی چي حکتمیار یو سوړ، بېرحمه او موثر مشر وو. هغه هیڅ وخت مخالفت نه زغمی او د خپلو مخالفینو د سمدستي وژلو حکم یې کاوه. دی وايی هغه په پېښور او د مهاجرو په کمپونو کي یو قوي او مرکزي سازمان منځته راووړ. یوسف وايی موږ پر هغه باندي ځکه په پټو سترګو اعتماد کاوه چي هر ډول وسلې مو ورکولې هغه نه بېځایه کېدلې او په بازارونو کي نه خرڅېدلې. حکمتیار له هر چا څخه د وسلو حساب اخیستی او له متخلفینو سره یې ډېر بېرحمانه سلوک کاوه. جنرال یوسف ویل یو ځل چي څوک د حکمتیار ګوند ته ورسي بیا له هغه څخه وتل ډېر ګران کار دی. Coll, Ghost Wars. P117

حکمتیار هر څه د قدرت نیولو لپاره کول. د هغه لپاره دا مهمه نه وه چي هدف ته د رسېدلو لپاره څوک وژني بلکه هر هغه څوک یې له منځه ووړ چي د ده د پلان په مخ کي خنډ کېدی او یا یې په آینده کي د خنډ کېدلو احتمال موجود وو. حکمتیار باید خپل دښمنان تباه کړي وای په دې دښمنانو کي یوازي کمونیسټان او د شوروي اتحاد اشغالګر عسکر شامل نه وه بلکه د مجاهدینو قوماندانان هم شامل ول. … حکمتیار د احمدشاه مسعود پر قواوو او نورو مجاهدینو باندي دونه زیاتي حملې وکړې چي په واشنګټن کي استخباراتي څېړونکو یو وخت وویل چي هغه ښايی د کې جي بي خفیه جاسوس وي او پاکستان ته یې د دغه لپاره رالېږلی وي چي د شوروي پر ضد د مقاومت پلانونه شنډ کړي. Ibid, p 120

ډرې فس لیکي چي که متحده ایالاتو غوښتي وای چي د افغانستان د جنګ له ختمېد لو څخه وروسته قدرت اعتدال خوښوونکو ته وسپاري په وس به یې ځکه پوره نه وای چي هغوی ټول وژل سوي ول او په میدان کي څوک پاته نه وه. هغو اسلامیسټو مجاهدینو چي د شوروي اتحاد سره یې جګړه کوله په زرهاوو هغه کسان هم له منځه وړي ول چي کمونیستان نه وه. د خلیل زاد مېرمني Cheryl Benard  چي د رینډ په تحقیقاتی موسسه کي د سیاسي اسلام متخصصه ده په یوې مرکي ویلي وه« په لومړي سر کي هر یوه فکر کاوه چي د شوروي اتحاد ماتول غیر ممکن دي. نو موږ د هغوی په مقابل کي هغه تر ټولو خطرناک لېونیان تقویه کړل او موږ پوهېدلو چي له دې کار سره نور تاوانونه هم تړلي دي. موږ پوره پوهېدلو چي دا کسان چي موږ یې تقویه کوو څوک دي او دوی څه ډول تنظیم ته منسوب دي او څه ډول کار کوي. خو موږ په دې موضوع کي هیڅ ری نه واهه. موږ هغوی ته اجازه ورکړه چي د افغانستان ټول اعتدال خوښوونکي مشران قتل کړي. دوی چپیان قتل کړل، دوی اعتدال خوښوونکي مشران قتل کړل او نور یې هم چي په لاس ورتلل هغوی یې قتلول. دا کسان هم د ۱۹۸۰ په لسیزه او هم له هغه څخه وروسته له منځه یوړل سول» Dreyfuss, Devil’s Game p 291

ډاکټربهاءالدین مجروح:

د افغانستان د جهاد په کلونو او وروسته کلونو کي ښايی د افغانستان تر ټولو لویه علمي ضایعه وي. ډاکټرمجروح، چي هم فیلسوف او هم شاعر وو، د جهاد په کلونو کي د سیاست او ژورنالیزم میدان ته ور ګډ سو او په دواړو کي تر هر چا ښه وځلېدی. ډاکټرمجروح د افغانستان د کشالې لپاره تر نظامي حل، چي هرچاته، د مجاهدینو د ژورو اختلافاتو له امله، غیر ممکن ښکارېدي، د سیاسي حل طرفدار وو او په دې عقیده وو چي یوازینی سړی چي ملت ورباندي را ټولېدلای سي او کېدای سي چي، که د تل لپاره نه وي، د یوه موقتي وخت لپاره د سیاسي ثبات عامل سي هغه به پخوانی پاچا محمدظاهرشاه وي. د هغه دا نظر هم د ياکستان د آی ایس آی او هم د ګلبدین حکمتیار او هم د سیاف او وهابیانو له نظر سره مخالف وو او هر یوه کوښښ کاوه چي دغه خطرناک حریف له منځه یوسي. مجروح په ۱۹۸۷ کال کي یوه خطرناک سیاسي اقدام ته لاس واچاوه چي بالآخره د هغه د قتلېدلو سبب سو.

د هغه د افغان اطلاعاتي مرکز Afghan Information Center د ۱۹۸۷ کال د جنوري له میاشتي څخه د هماغه کال د جولای تر میاشتي پوري په پاکستان کي د مهاجرینو د کمپونو له اوسېدونکو افغانانو څخه څلور ډیري څرګندي پوښتني وکړې او د هغوی جوابونه یې خپاره کړل. دې احصایې په پاکستان کي د ټولو ګوندونو، په تېره بیا د حکمتیارد حزب اسلامي، حیثیت ته، چي هر وخت یې د انتخاباتو غوښتنه کوله، سخته صدمه ورسوله. سوالونه ډېر واضح وه:

۱: ایا ته غواړې چي بیرته افغانستان ته ستون سې او که ستنېږې نو په کومو شرایطو؟

۲: ته د کابل د رژیم له خوا پېشنهاد سوی اوربند منې که نه؟

۳: ته د ډاکتر نجیب له خوا د ملي روغي جوړي او پخلاییني وړاندیز منې کنه؟

۴: څوک غواړې چي د افغانستان ملي رهبر سي؟

دا پوښتني د مهاجرینو په کمپونو کي په داسي توګه ترتیب سوي وې چي د افغانستان د ټولو ولایاتو اوسېدونکي او توکمونه پکښی شامل کړل سوي وه.

دریو لومړیو پوښتنو ته ټولو خلکو یو شان جواب ورکړی وو. ټولو ویل چي دوی غواړي افغانستان ته ستانه سي؛ خو په دې شرط چي نه د شوروي پوځونه وي او نه کمونیست حکومت قدرت ولري. ټولو د کابل د رژیم له خوا وړاندي سوی اوربند او د ملي روغي جوړي د پخلایني پروګرام رد کړی وو. هیڅ چا په دې کي بله خبره نه وه کړې.

څلورم سوال چي، د ملي رهبر د ټاکلو په باره کي وو، خلکو داسي جواب کړی وو:

په سلو کي ۷۱ عشاریه ۶۵ کسانو ویلي وه چي دوی غواړي د هیواد چاري پخواني پاچا ظاهرشاه ته وسپارلي سي. په سلو کي ۱۲ عشاریه ۵۰ ویلي وه چي دوی د خالص اسلامي نظام غوښتونکي دي. په سلو کي ۱۰ عشاریه ۳۰ ویلي وه چي دوی غواړي قدرت یوه افغان او مسلمان ته وسپارل سي. په سلو کي ۱عشاریه ۷۵ ویلي وه چي قدرت دي د مجاهدینو یوه قوماندان لکه عبدالحق، فرید، حقانی ته وسپارل سي. په سلو کي صفر عشاریه ۴۵ ویلي وه چي قدرت دي پیر ګیلانی، مولوي نبي، پروفیسر رباني او حکمتیار ته په ګډه وسپارل سي. او ۳عشاریه ۳۵ کسانو هیڅ جواب نه وو ویلی.

که څه هم چي، د خلیل زاد د مېرمني په قول، د مجاهدینو مشرانو پخوا لا د مجروح په څېر مشرانو د قتلولو جواز تر لاسه کړی وو او ښايی له ډېره وخته د آی ایس آی او د هغوی د قصاب حکمتیار په نقشه کي شامل وو؛ خو عمومي عقیده پر دې ده چي دا وروستۍ احصاییه د هغه د قتلېدلو اساسي عامل سو. د حکمتیار سړیو هغه یو ماښام، چي له یوه برټانوي مېلمه سره یې په خپل کورکي د لیدلو وعده درلوده وویشت او ځای پر ځای یې شهید کړ. د حکمتیار له خوا د خلکو قتلونه او بېرحمۍ دونه ډیري سوې او دومره د هرچا تر غوږونو ورسېدلې چی د مجاهدینو د مشرانو په یوه مجلس کي صبغت ا الله مجددي هغه ته وویل چي « ته یوه توره بلا او د افغانستان دښمن یې. ته داسي انسان یې چي هیڅ هغه څوک به ستا ملاتړ ونه کړي چي د خپل هیواد د حیثیت درناوی کوي» Loyn, In Afghanistan P 163

 حکمتیار، چي ویل کیږي د بندیانو په ژوندي پوستولو کي یې مهارت درلود   Dreyfuss, P267په دونه جنایاتو تورن سو چي حتی بالآخره په آی ایس آی کي د هغه نیژدې ملګری جنرال حمید ګل هم په دې عقیده وو چي « حکمتیار به هیڅ وخت پر افغانستان باندي حکومت ونه کړای سي. افغانان له هغه څخه نفرت لري. حتی که آی ایس آی هغه قدرت ته ورسوي هم به بیرته وپرزول سي» Tomson, The Wars of Afghanistan P 295

د حکمتیار د ټولو جنایاتو او انسان وژنو په باره کي زیات تفصیل موږ له موضوع څخه لیري کوي خو سي آی اې دا ټول جنایات لیدل او بیا یې هم سترګي ورباندي پټولې او حتی د هغه عملیات یې ستایل. د سي ای اې یوه مامور، د حکتمیار څخه د امریکا د ملاتړ په برخه کي، خپل فرانسوي سیال ته وویل « ګلبدین هغومره بد نه دی چي تاسي وېره ورڅخه لری او مسعود هم هغومره ښه نه دی چي تاسي هیلي ورپوري تړلي دي» Coll,P 151

سی آی اې ته د حکمتیار د جنایاتو پوره معلومات حاصل وه. د ۱۹۸۰ د لسیزی تر وروستیو کلونو پوري آی ایس آی ټول آزاد خیاله منورین، چپیان او د پاچا طرفدار سیاسي ګوندونه، چي د کمونیسټانو له راتګ سره یې په پېښور کي فعالیتونه پیل کړي وه له منځه وړي وه…. خو د مجاهدینو د چارو لپاره د امریکا یوه استازي په پېښور کي د آی ایس آی یوه مامور ته وویل« زموږ هدف د روسانو وژل دي. حکمتیار روسان وژلي دي. د افغانستان پاچا په روم کي خپل آرام ژوند تېروي او په ژوند کي یې یو روسی نه دی وژلی. سی آی اې نه غواړي د جهاد رهبري  د پاچا په څېر یوه داسي چاته ورکړي چي هیڅ نه ورڅخه جوړیږي» Ibid 165-166

 د افغانستان د جهاد نتیجه د امریکا او پاکستان له غوښتني او آرزو سره سمه وه. روسان له افغانستان څخه ووتل او امریکا یوازي همدغه غوښتل. د افغانستان ټول هغه منورین چي د هیواد لپاره به یې یو څه کولای سوای یا حکمتیار وژلي او یا له سیمي څخه وتلي او په غرب کي پراته ول. میدان مسلکي جنایتکارانو ته پاته سو او په څلورکلن داخلي جنګ کي یې هغه جنایات وکړل او هغه تباهی یې ورسولې چي د افغانستان په تاریخ کي یې تر هغه وخته ساری نه وو لیدل سوی. امریکا، چي د جنګ د اور بلولو اصلي لګښتونه یې پر غاړه اخیستي وه، د روسانو له وتلو وروسته، د خیر پر غونډۍ کښېنستله. حتی مشر جمهوریس بوش فکر کاوه چي له افغانستان څخه د روسانو د وتلو او د داکتر نجیب الله د رژیم له نسکورېدلو سره هر څه پای ته رسېدلي دي. «د سي آی اې یوه عالي رتبه مامور، په ۱۹۹۲ کال کي، چي په افغانستان، په تېره بیا کابل کي، داخلي جنګ روان وو مشر جمهورریس بوش ته د افغانستان په باره کي رپوټ ورکاوه او هغه حیران سو چي لا اوس هم سي ای اې، د افغانستان د مجاهدینو لپاره  پاکستان ته پټي مرستي لیږي. دغه مامور وايی جمهورریس بوش دې ته حیران سو چي افغانان لا اوس هم جنګیږي. هغه زما څخه پوښتنه وکړه چي ?Is that thing still going on هغه شی لا اوس هم روان دی؟» Ibid 228

جمهورریس بوش د افغانستان تباه کوونکي داخلي جنګ ته، چي دوی د خپلو پالیسیو او په سیمه کي د  ګټو د ساتلو په اثر پیل کړی وو، دومره په سپکه ګوري چي « هغه شی» یې بولي. امریکا چي په افغانستان کي د دې ټولو وروستیو تباهیو د منځته راتللو او د افغانانو ترمنځ د جنګ اورته د تېلو د شیندلو مسوولیت درلود نور یې ځکه علاقه نه درلوده چي خپلي پیسې یې باید د یوه بل اور په لګولو کي مصرف کړي وای.

ستیو کول په خپل یوه بل کتاب کي د کابل د جنګونو په باره کي لیکي چي په کابل کي مي د مجاهدینو د حکومت په لومړۍ ورځ له یوه تن مجاهد سره، چي د کابل د باغ وحش سره ولاړ وو ولیدل. هغه راته وویل هر څوک چي زما سره خبري کوي باید چي لس فوټه لیري را څخه ودریږي ځکه چي ښايی یو څوک د دوست په نامه را نیژدې سي او یو ناڅاپه زما ماشیندار را څخه واخلي. کول لیکي:

« هغه مجاهد حق په جانب وو. په هغه شپه په کابل کي د مجاهدینو ترمنځ له سره جنګونه پیل سول. په دې جنګونو کي ډېر ژر د کابل ښار وران سو او په زرګونو بېګناه انسانان پکښی قتل سول او افغانستان یې نور هم د نېستۍ او له نړۍ څخه د ګوښه کېدلو خواته ټېل واهه. امریکا دا وخت په ساړه جنګ کي د بري په نشه کي ډوبه وه. په سیاسي جغرافیه کي تغییرات راغلي وه او جرمنی بیرته سره متحد سوی وو؛ او نور یې په افغانستان کي ری نه واهه» Coll, Directorate P 3

البته دا جنګ د هغو مجاهدینو ترمنځ روان وو او د کابل ښار هغو مجاهدینو تباه کاوه چي امریکا شاوخوا لس کلونه هغوی ته تنخواوی ورکولې او اوس یې هېر کړي او د امریکا جمهورریس، چي د دغه اور په بلولو او تازه کولو کی یې عمده رول اوس دهغوی ترمنځ جنګونه او تباهي « هغه شی» باله. امریکا، د جهاد په جریان کي، له آی ایس آی څخه په پټه، ځیني قوماندانان استخدامول او د هغوی وظیفه د وسلو د توزېع کېدلو او څرنګه والي معلومول، د پاکستاني مامورینو د فساد او رشوتونو په باره کي اطلاعات ورکول او د جنګ په میدانونو کي د پرمختګ په باره کي معلومات را غونډول وه. امریکا عادي قوماندانانو ته د میاشتي له ۲۰ څخه تر ۲۵ زره ډالرو او تر هغوی یو څه لویو او قوي قوماندانانو ته د میاشتي ۵۰ زره او هغو قوماندانانو ته چي د پوځي زور او اهمیت تر څنګ یې قومي نفوذ هم درلود د میاشتي تر ۱۰۰ زرو ډالرو پوري ورکول. Coll, Ghost War P151

کله چي د حکمتیار او احمدشاه مسعود تر منځ اختلافاتو زور واخیست او آی ایس آی پر احمدشاه مسعود باندي وسلې او مهمات بند کړل نو سي آی اې هغه ته خپلي مرستي زیاتي کړې او د پاکستان په پټه یې احمدشاه مسعود ته د میاشتي ۲۰۰ زره ډالره ورکول. Ibid, P190

د امریکا جمهورریس حق درلود چي د افغانستان د جنګ اندېښنه له خپله مغزه وباسي او نور ری پکښي ونه وهي. په افغانستان کي شوروي لښکرو شرموونکې ماته خوړلې او نور په هغه هیواد کي د سترو قدرتونو ترمنځ جګړه او رقابت ختم سوی وو. په نړۍ کي د بوسنیا موضوع توده وه او ټوله توجه هغې خواته اوښتې وه. د ملګرو ملتونو د امنیت په شوراکي د افغانستان موضوع ایله په ۱۹۹۶ کال کي، د طالبانو د قدرت ته رسېدلو څخه وروسته مطرح سوه. Loyn, In Afghanistan P173

رابرټ ډرېفس په خپل کتاب کي لیکي: د امریکا د جمهورریس جیمي کارټر امنیتي سلاکار زبیګنیو بریژینسکي په یوه مرکه کي دا ومنله چي د ده نیت، له لومړي سره، دا وو چي شوروي اتحاد پر افغانستان باندي یرغل کولو ته وهڅوي. دی وايی کله چي شوروي اتحاد پر افغانستان باندي حمله وکړه نو د متحده ایالاتو مقامات هک پک سول. موږ شوروي اتحاد دغه یرغل ته ټېل وهلی نه وو مګر په لوی لاس مو داسي وضع ورته برابره کړه چي د هغوی د یرغل کولو احتمال زیات کړو. کله چي د بریژینسکي څخه پوښتنه وسوه اوس حاضر په افغانستان کي د توندرو مسلمانانو قدرت اخیستلو له امله د هغوی پر ملاتړ کولو پښېمانه نه دی؟ ده وویل:

« د نړۍ تاریخ ته څشي ډېر مهم دی؟ طالبان او که د شوروي امپراطوری سقوط؟ یو څو پارېدلي مسلمانان او که د مرکزي اروپا آزادي او د ساړه جنګ ختمېدل؟ »

بریژینسکی په ۱۹۷۹ کال کي کارټر ته وویل چي اوس به موږ شوروي اتحاد ته د ویټنام د جنګ جواب ورکړو. Dreyfuss. Devil’s Game P165

د بریژینسکي د دې څو لنډو او سپینو جملو څخه د افغانستان د ټول جنګ او د امریکا او لویو قدرتونو د علاقې او تر مطلبه یارانې ټول حقیقت له ورایه څرګندیږي.

      پاته لري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب