پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهولسمشرغني: د دوحې معاملې له افغانانو د ژوند مفهوم اخیستی

ولسمشرغني: د دوحې معاملې له افغانانو د ژوند مفهوم اخیستی

تاند:( دوشبنه، د کب ۲۹)  د افغانستان بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د نوي کال په اړه وینا کې وايي، سږ کال د نجونو د ښوونځیو زنګونه چُپ دي او دا چوپتیا زموږ لوڼو او خویندو ته په یوه ناورین بدله شوې.

نوموړي وویل، چې له نجونو د کار، زده‌کړو او آزاد ژوند حق اخیستل شوی او د هېواد تعلیمي نظام د پاکستاني مدرسو د وچ نظام تابع شوی چې پر راتلونکي باور یې وژلی.

ولسمشر غني د نوي کال په مناسبت ځانګړې وينا کې وويل، “له بده مرغه طالبان د هېچا خبرې ته غوږ نه نيسي، نه د خپل ولس، نه د هوښيارانو، نه د نړيوالو او حتی نه د اسلامي نړۍ د معتبرو مراجعو او شخصيتونو او هر چا ته يوازې يو ځواب لري نه، يې منم”.

ولسمشر غني د نوي کال په اړه پيغام کې د دوحې تړون یوه «معامله» وبلله او ويې ويل، په نظام کې «د فاسدو او ښویېدونکو عناصرو» له امله هېوادوال او د ملي پوځ منسوبین یا کډوالۍ ته مجبور شول یا په هېواد کې دننه سخت وکړېدل.

هغه ټینګار وکړ، چې باعزته سوله باید زموږ د ټولو اساسي غوښتنه وي.

د ښاغلي غني په باور، له اوسني بد وضعیته وتل ګډه مبارزه او تفاهم ته اړتیا لري او د دې مبارزې محور باید د هر ډول تاتریخوالي رد کول وي.

غني د نوي کال په مناسبت وینا کې ویلي، پر ملي او باعزته سوله یې ټینګار کاوه، خو پر ځای یې د ډلو سولې ته ترجیح ورکول شوه. ښاغلی غني هیله کړې، څه چې له هېواده دوه کاله مخکې د یوې «توطیې» په نتیجه کې سلب شوي، بېرته یې ترلاسه کړي.

نوموړي زیاته کړه:(( طالبانو یو ځل بیا د نویمې لسیزې په څېر افغانستان په هېر شوي، یوازې، وروسته پاتې او نهیلي هېواد بدل کړی دی. ولسمشر زیاته کړه، طالبانو ټول هېواد کې مغزونه وینځلي او ځپلي او د ژوند اصلي مفهوم یې له خلکو اخیستی دی.))

طالبانو د ښاغلي غني دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو په ټولنیزو رسنیو کې یې ځینو د وینا هرکلی او ځینو د کړو خبرو مخالفت کړی.

3 COMMENTS

  1. د ښاغلی کرزی او ښاغلی غنی د وچ او بی مغزو سیاستونو په نتیجه کی ټول افغانان په دا تیرو شلو کلونو کی تباه شول.
    په میلیاردونو ډالر، ۴ لکه عسکر، مجهزی عصری اسلحی او نور ……. د دغی دواړو ښاغلو د غلط سیاست نتیجه وه.
    دوی د ارګ د ۱۷ ډوله مختلیفو غوشو او خوراکونو په مزو اخته وه، دوی دا شل کلونه په خپل مینځ کی خپل مینځی بی اتفاقي لري نشوای کړی. یوه ښاغلی به د ایران د سفارت پیسو ته سترګی نیولی وی، مګر ملت به یی نه خبروه. هم یی د یوه ولایت بیسواده بدمعاشان د ډالرو ډیپوګان او وزیران کړل. بیا به دغه بل ښاغلی د مسلک او تخصص خبری کولی، خو د ملی امنیت مشر به یی یو ماشوم ډاکتر مقرر کړو. د دفاع وزیر یی د مطبوعاتو یو خبر خپرونکی مقرر کړو.

  2. پکه دا د لا بله سپکه.
    غنی بابا که کرزې نه شرمیګی هغه خو عادت دۍ ته خو لګ ځان وپیژنه.
    ته چا ته مشوره ورکوې؟؟
    همدغو خلکو لنګی در باندې ونلړل؟
    لوڅه ک و ن ه یی د ارګ نه په تیخته نکړې؟
    طالبانو خو ستا بادار ته ګوشتوی ورکړی.
    طالبان په خپلو ښو او بدو ډیر ښه پوهیږی د چه مشورو ته اړتیا نلری بیا په تیره د یو تختیدلی غلام

  3. تاسو تولو دا وطن وران کر، د دیموکراسی په نوم مو پشتاته قتل عام کرل، ستا او کرزی د سیاست په نتیجه کی د شمال د پشتنو سره کوم ظلم ونه شو؟ ته بیا هم شه وی خو کرزی دی ملا ماته شی. اشرف غنی سختی بی عزتی خلگ دی مقرر کریوه فضلی په ارگ کی نارواوی کولی، خپلواک، محب ، داود نورزی او داسی نور بی فرههنگه دی مشران کریوه. ایا په زناکارو، شرابیانو، رشوتخورو، متعصبو او عیاشانو وطن او ولس ته خدمت کیگی؟ شیرزی غوندی شرابی، صالح عوندی جاسوس، خالد عوندی مردار غوندی اشخاصو وطن ابادیژی؟ تول ملامت همداسی جلا وطنه او بی پته خه ایسی!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب