جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهاختطافونه؛ د تېرکال ۱۰۶ پېښو ۱۹ تنه وژلي

اختطافونه؛ د تېرکال ۱۰۶ پېښو ۱۹ تنه وژلي

تاند:( سې شنبه، د حمل لومړۍ)  د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، پاسوال عبدالنافع ټکور په یوه خبري کنفرانس کې د دغه وزارت د تېر کال کاري راپور وړاندې کړ.

نوموړي وویل: په تېر کال کې ۱۱۸۹۰ جرمي پېښې رامنځته شوي، چې ۹۴۴۴ پېښې کشف او ۲۴۴۶ پېښې د کشفي ارګانونو تر کار لاندې دي، چې د یادو پېښو په تړاو ۱۶۶۸۵ شکمن نیول شوي او ۱۰۹۷ تنه، تر تعقیب لاندې دي.

د وزارت د ویاند په خبره، د تېر کال پر مهال، د اختطاف ۱۰۶ پېښې ثبت شوي، ۴۴ تنه د تښتوونکو له منګلو ژغورل شوي او ۶ تنه په شهادت رسېدلي دي. دغه راز ۱۳ تنه انسان تښتوونکي وژل شوي او ۱۹۰ تنه نور یې نیول شوي دي.

د وزارت د مسوولینو په وینا، تېر کال کې ۸۷۰ تنه د تروریستي او وران کاره کړنو په تړاو نیول شوي، ۱۰۳ میله درنې او ۱۰۲۰۰ میله سپکې وسلې او مهمات کشف او ضبط شوي دي.

د طالبانو دغه ویاند زیاته کړه، ۲۳۴ قضیې د کورنیو چارو وزارت د بین المللي پولیسو تر کار لاندې دي، بهر ته د ۹ مواردو نغدو پیسو د قاچاق مخنیوی شوی، ۶۱ تنه په بندرونو کې د جعلي پاسپورټونو لرلو په تړاو نیول شوي او  …۱۶۲ جرمي قضیې له ډیپلوماټیکو لارو د حل په موخه، بهرنیو چارو وزارت ته استول شوي دي.

ښاغلي ټکور څرګنده کړه، چې د کریمنال تخنیک برخه کې ۵۱۰۵ قضیې عدلي او قضایي بنسټونو ته د څېړنې لپاره استول شوي او ۶۵۹ زره او ۱۰۰ تنه بایو مټریک سیستم کې ثبت او راجسټر شوي دي.

د نوموړي په خبره، وروستي یوه کال کې بهر ته د ۳ میلیونه ډالرو او ۱۶ کیلوګرامه طلا د قاچاق مخنیوی شوی او د دې پېښو په تړاو ۴۱۹ تنه نیول شوي دي.

د وزارت د مسوولینو په وینا، د روږدو کسانو درملنې په موخه ۵ زره بستریز روغتون جوړ شوی، ۵۴۳ ټنه نشه یي توکي کشف شوي، ۱۷۹۰ هکتاره ځمکې د کوکنارو له کر نه پاکې شوي او ۸۲ زره تنه روږدي کسان راټول او روغتیایي مرکزونه ته معرفي شوي دي.

دغه راز د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، له قراردادي پروژو څخه ۲ میلیارډه او ۷۲ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانۍ سپما شوي او د وزارت ۹۰ سلنه بودجه هم لګول شوې ده.

دغه راز د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، له قراردادي پروژو څخه ۲ میلیارډه او ۷۲ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانۍ سپما شوي او د وزارت ۹۰ سلنه بودجه هم لګول شوې ده.

د وزارت مسوولین زیاتوي، د تېر کال پر مهال غوښتونکو ته شاوخوا ۳۵ زره د ګرځېدو او ۲۹ زره د چلولو جوازونه وېشل شوي او د هېواد په کچه ۱۴۰۰ ترافیکي پېښې ثبت شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب