شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهپښتین: پاکستان کې پښتانه خوندي نه دي، نوی جنګ ورته راوړل شوی

پښتین: پاکستان کې پښتانه خوندي نه دي، نوی جنګ ورته راوړل شوی

تاند:( سې شنبه، د حمل لومړۍ)  د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د بلوچستان په لورالايي کې یوې پراخې غونډې ته د وینا پر مهال په پښتونخوا او نورو سيمو کې د نامنۍ تازه پېښو ‏ته په اشارې سره وويل چې استعماري قوتونو يو وار بيا دې سيمې ته نوی جنګ راوړی، په اتفاق به یې مخنیوي کيږي.

هغه وویل، ‏”استعماري قوتونه لګيا دي چې دې خاورې ته يې نوې اسلحې راوړې دي، نوي طرزونه راوړي دي، نوی ترتيب يې جوړ کړی دی، زمونږ او ستاسو په وينو يې ډالر ‏وګټل، مونږ په هيڅ قيمت پر خپله خاوره نا امني نه منو، او د هغې د مخ نيوي لپاره يې هر قيمت ادا کولو ته تيار يو، دې مخنيوی يوازې په اتفاق کيږي او چې پښتانه ‏په اتفاق شي بيا يې ماتې نا ممکنه ده”.‏

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان د پارلمان غړي علي وزير له څه کم دوه کاله بند راخوشي کېدو په وياړ جوړه شوې دې ولسي غونډې کې له ‏بېلا بېلو سيمو څخه په زرګونه نارينه او ډيری ښځينه فعالو ګډون درلود.‏

علي وزير وويل د پښتنواو افغانونو پر وطن له تېرو څو لسيزو را هيسې جنګونه روان دی، لا هم دا لړۍ روانه ده.

‏”د دې وطن د هر فکر رنګ قام او قبيل خلک له ترهګرۍ سره مخ شوی، اوس وخت راغلی دی چې ټول سره يو شو”.‏

منظوﺭ پشتين وويل‎، په پاکستان کې د پښتنو سر خوندي دی نه يې وسايل خوندي دي, منظوﺭ پشتين په خپله وينا کې ﺯياته کړه, د پښتنو پر وطن تر ترتيب شوي پلان لاندې نا امني جوړه ‏کړل شوې او له هم دې کبله د پښتنو وطن او وجود له خطر سره مخ دی.

ښاغلي پشتين وويل، چې د پښتانه وکيلان ووژل شوه، د پښتنو مشران وژل شوي خو د هغوی له کورنيو سره انصاف نه دی شوی.

‎ ‎پشتين وويل، پښتون وطن د دنيا له وسايلو ډک دی خو اختيار يې نه لري او له حکومت څخه يوه کوڅه او پوخ سړک په سوال غواړي.‏

په وروستیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د زرګونه پښتنو د انسجام او د پاکستان د پښتون ضدو سیاستونو خلاف هڅې ګړندي شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب