جمعه, مارچ 29, 2024
Home+نوروز او (۷) سین | پوهاند محمد بشیر دودیال

نوروز او (۷) سین | پوهاند محمد بشیر دودیال

زموږ په ملی کلتور او ولسي فولکور کې ځینې اعداد ځانګړی ځای لري، لکه؛ درې، پنځه، اووه، شل او اویا. دبیلګې په توګه که غواړو یوڅه باندې ډیر تاکید وکړو، نو درې ځله یې تکراروو، یا د یوشمیر اعدادو په نماینده ګي پنځه کافی بلل کیږي لکه فلانی په پنځو کې شمیرل کیږي، یا دشلو په هکله متل دی چی (شل به یی نه کړی)، اویا ډلې او اویامرضونه او داسې نور. په اعدادو او شمیرو کې اووه(۷) هم داسې یوه شمیره ده چې له ډیر پخوا څخه په خلکو کې په یوه جلا ډول تعبیر شوی ده، آن دا چې زیاترو خلکو ته د درناوي وړ ده. د بیلګی په توګه د اوو ډنګرو او اوو څوربو غویانو کیسه، اوه ستوري، د اوونۍ اووه ورځې او داسې نور. مولانا جلال الدین بلخی  هم (اووه) نیک او بشپړوونکي بللی دي:

سعد اعداد است هفت ای خوش نفس

زانکه تکمیل عدد، هفت است و بس

د اووه عدد اسلامی عرفان او تصوف کې هم ځای موندلی دی، د بیلګې په توګه مولوی فرمایی:

هفت شهر عشق را عطار گشت

ما هنوز اندر خم یک کوچه ایم

یو شمیر خلک، په تیره بیا د منځنۍ آسیا وګړی له اوه سین څخه داسې معنا اخلي چې موخه ورڅخه د قرانکریم هغه اووه آیتونه دي چې د (س) په توری پیل شوی دی. همداسې هم د فاتحې سوره له اوو آیاتونو جوړه شوی ده، آسمان هم اووه طبقې لري او داسې نورې بیلګې چی (۷) پکې شته.

اوه عدد په ولسي ادب، متلونو او لنډیو کې هم ډیر اورو، دبیلګې په توګه؛ “اوه تور غرونه دې تر منځ وي” یا  “دسینګار اوه ډولونه” او نور، خو په دې کې “اووه سین میوه “ چي د نوروز په شپه جوړیږِي، بېل ارزښت لري. د دې دود لرغونتوب په هکله ډیر کره معلومات نشته، خو که له نوروز سره یې اړیکې په پام کې ونیسو، نو ویلای شو چې  لرغونتوب یې د آریایی تمدن تر مهال پورې، په تیره بیا جمشید (یما) یا کیومرث او یا هم د تهمورث دباچاهۍ تروخته رسیږي. د دوی وختونه د نوروز د لمانځنی پیل و. د پورتنۍ یادونې له مخې د هفت سین دمیوې جوړول له اسلام څخه مخکې  دود شوي و. دغه اووه میوې جوړول، د نوروز د جشن یوه برخه ګڼل کیده چې د نوروز لپاره جوړ شوی دسترخان به یې ښایسته کاو، خو دا هم باید ووایو چې هغه مهال هفت شین دود و، نه هفت سین. دبیلګی په توګه یو شاعر لیکي :

روز نوروز در زمان کیان

مینهادند خسروان جهان

شهد و شیر و شراب و شکر ناب

شمع و شمشاد و شایه اندر خوان

ابوریحان البیرونی خپل (آثارالباقیه) کې اووه  نورخوراکونه ښودلي دي، خو د هغو لومړني توري یې نه دی ښودلي، حال داچې د نوموړي په باور به دغه اووه میوې یا غلې- دانې دا وی:غنم، وربشې، مۍ، باقلی، نخود او یو- دوه  نور.  دا هره یوه دانه د برکت او پریماني استازیتوب کوي. ممکن دغه دسین توری به یو وخت کې (چین) و چې موخه ورڅخه راټوله شوې میوه (چیدن، چیده شده)  وه چې  ورو ورو چین په سین بدل شوی دی چی خلکو بیا اووه چینی لوښي ګڼلي دي او بیا له هغو څخه هغه لوښي تعبیر شوي دي چی په هغو کې خواږه او نور خوراکونه ایښودل شوي وي.

اوس چی خلک نوروز کې کوم اووه خوراکونه جوړوي او نومونه یې په دري ژبه کې په (س ) پیل کیږی هغه دادي: سابه، سرکه، سمنک، سنځله، هوږه، خریړی اومڼه.

زموږ هیواد کې ځینی وخت هفت سین میوه کې وچه میوه هم ورګډیده لکه پسته او ممیز او نور. خو خلکو به نوروز کې دغه میوې چمتو کولې: زردالو (قیسی)، شکرپاره، مُنقه، سنځلی،پسته، بادام او ممیز. دغه اووه میوې به یې په تودو اوبو کې  کیښودې او بیا به چې پستې شوې، هغه به یې خوړلې.

تا هفت میوه سرد شد و دلپذیر گشت

دل گرمیم ز جانب آن ناگذیر گشت

په دې ډول سره د نوروز هفت سین میوې ادبیاتو کې ځانګړی ځای وموند او زموږ یو شمیر لیکوالو په دې برخه کې خواږه شعرونه ولیکل. هغه لومړنی شاعر چې لومړی ځل یې (هفت سین) خپله قصیده کې وکاراو، هغه قاآنی و،  لیکي:

عید شد ساقی بیا، در گردش آور جام را

پشت پا زن دور چرخ و گردش ایام را

سین ساغر بس بود ای ترک، ما را روز عید

گر نباشد هفت سین رندان دُرد آشام را

خلق را بر لب حدیث جامۀ نو هست و من

از شراب کهنه میخواهم لبالب جام را

هر کسی شکر نهد بر خوان و بر خواند دعا

من زلعل شکرینت طالبم دشنام را

هر تنی را هست سیم و دانۀ گندم به دست

مایلم من دانۀ خال تو سیم اندام را

سیر بر خوان است مردم را و من از عمر سیر

بی دلارامی که برده است از دلم آرام را

پسته و بادام، نقل روز نوروز است و من

با لب و چشمت نخواهم پسته و بادام را

عود اندر عید میسوزند و من نالان چو عود

بی بتی کز خال هندو ره زند اسلام را

یکدیگر ر اخلق میبوسند و من زین غم هلاک

کز چه بوسد دیگری آنشوخ شیرین کام را

سرکه بر دستارخوان خلق و همچو سرکه دوست

می کند بر ما ترش رنگین رخ گُلفام را

څومره چې لیدل کیږی، د نوروز په ورځ اوس هم دا دود ژوندی دی، کورنۍ د نوي کال په نمانځنه او د نوروز د خوشحالۍ د زیاتیدو په موخه دغه اوه میوې جوړوي او د نوروز په ورځ خپل دسترخان ورباندې ښایسته کوي. دا فرهنګی میراث به همداسې ژوندی وي.

6 COMMENTS

  1. ښکلی لیکنه ده د پوهاند صاحب محترم.
    ځینی متحجر کسان د نوروز د لمانځنی سره افراطی مخالفت کوی او ځینی کسان ئی افراطی لمانځنه کوی.
    زموږ په پراخه طبیعی جغرافیا کی د اقلیم د څرنګوالی او کیفیت له وجی د ” نوروز ” او پسرلی احساس ډیر قوی دی یعنی د نوروز او پسرلی په را رسیدو سره د بزګرانو او دهقانانو د هیلو شګوفه هم غوَړیږی لکه څنګه چی د میوه لرونکو ونو شګوفه غوَړیږی البته د باغبان او دهقان او عام وولس هیلی مشترکی دی ( که کال آباد او پسرلی سخی وی نو طبیعتاً عام وولس او بزګر هم خوښ وی ، د پسرلی په را رسیدو نه یوازی روحی سکون او خوښی احساسیږی بلکه د بدن په دننه کی هم ځینی مثبت تغیرات او بدلونونه را منځته کیږی ) .
    ” نوروز ” په حقیقت کی د ” طبیعت ” د ورین تندی او د تبسم په ګاڼه سمباله یوه رُڼه هنداره ده چی د خلق الله د رزق او سترخوان د کیفیت سره مستقیمه اړیکه لری بناً د ” نوروز ” لمانځنه نه د بُت پرستش دی او نه شِرک دی او نه کوم عقیدتی انحراف دی بلکه د ” طبیعت ” د شعوری ویښتیا په وړاندی د سلیقی او ذائقی یوه خاموشه نڅا ده.
    ممکن ګران استاد دودیال صاحب د وخت د نه درلودلو له امله د نوروز او پسرلی په باب د پښتنی ښکلو شاعرانو ښکلی اشعار پخپله لیکنه کی نه وی روایت کړی ( یقیناً داسی پښتون شاعر به شتون ونلری کوم چی د نوروز او پسرلی په ویاړ ئی ژبه او قلم نه وی خوځولی ) البته زه هم حوصله نلرم چی د خپلی خوښی وړ شاعرانو نوروزی او پسرلنی اشعار را نقل کړم.
    امّا وروستی ترخه خبره؛
    طالب مالب او وهابی مهابی او سلفی ملفی په کوم شریعی استناد د ” نوروز ” لمانځنه حرامه یا مکروه ګڼی؟
    ګومان نه کوم چی د انګریز د احمقانه لوبی ( کریکټ ) کراهت د نوروز د لمانځنی تر کراهت غلیظ وی.

  2. په نوروز کې د سیمې ټول خلک شریک دي خو ځینې رواجونه یوازې د ایرانیانو دي. له هفت سین سره د طلوع طلویزیون له تاسیس نه وړاندې افغانان بلد نه وو. دغه تلویزیون چې ایراني کولتور ته یې کار کولو هغت سین هم تحمیل کړ. هغت میوه زموږ افغاني دود دی. او ښه شی هم دی. اما هغت سین خوشي بې معنی څیز دی.

  3. سلام
    دپوهاند صاحب لیکنه جامع بڼه لری داچې دجمهوری نظام له وخته یو شمېر تلویزیونه شب یلدا دولنتاین ستاره افغان درقاب ګفتګو او حتی دلمر او شمشاد په تی وی ګانو کې ښځینه بهرنۍ او نمایشی لوبې او ډونډورې راپیل شوې دا هر یو جلا فکتورونه لری دلته ستر ډم قیس الفت نه کلفت او آریانا سعید نه پلید هم لاس رسی درلود خو نوروز تاریخی .فرهنګی او ثقافتی اړخونه لری په هر قوم اوقبیله کې لږ او ډیر په تاریخی .فرهنګی او کلتوری بڼه لمانځل شوی. دجمهریت وخت کې زموږ ملی فرهنګ ډیره صدمه ولیدله او ددالری فرهنګ تر افراطی اغیز لاندې راغی چې ستر مثالونه لری

  4. ښاغلی دودیال صیب مننه!
    ښه لیکنه دیی په خپل وخت سره کړیده. خو د افغانستان د خلکو او په تیره بیا د غریبو خلکو رواج سمنک دیی پریښودی دی، او کومی میوی چه تاسو محترم یی نومونه یاد کړیدی په اوس وخت کی قیمتی دی او دغریب له وسه پورته دی.
    توفیق ننګ صیب په کلیو او اطرافو کی به د شنو غنمو دشیری یا جوس څخه سمنک جوړیدو. شنه غنم به د لسو ورځو شین والی او توکیدنی څخه وروسته زپیښل کیدل او د شیري څخه به یی سمنک جوړوو.

  5. دودیال صیب مالوماتي لیکنه کړې ده، خو داسې ترې ښکاري چې دا مېله پښتنو ته پردۍ ده.

    دا چې موږ پښتنو همیش دین له خپل پخواني کلتور بره ګڼلی او په اصطلاح د خدای په لار کې مو هر څه قربان کړي همدغسې مو دا مېله هم قربان کړې ده.

    دا مېله به د ژمي په تېریدو – د یخنۍ په تېریدو سره پښتنو او د سیمې نورو خلکو کوله چې یختېر به یې ورته ویل او لومړۍ ورځې ته به یې نوې روځ / نوروځ ویل کیدل. اوس هم که ددې کلمې جوړښت ته وکتل شي جوړښت یې پښتو دی ( صفت/نوې جمع اسم/روځ) adjective plus noun چې د پښتو ژبې یوه ځانګړنه ده، د پارسي جوړښت ( اسم/روز جمع صفت/نو) دی. پرون مې په جاټ جي پي ټي کې د دې مېلې په اړه پوښتنه وکړه هغوی هم ورته د پارسي کال نوې روځ ویله چې دا زموږ په ټمبلۍ دلالت کوي چې پر انټرنیټ باندې زموږ د تاریخ په اړه ځومره لږ مالومات لرو چې مصنوعي ویښتیاAI هم ورڅخه ناخبره ده او تحلیل کې ترې ګټه نشي پورته کوای.

    په لنډو که ووایو چې سپرلی، اختر او نوروځ هغه درې کلمې دي، چې د پښتنو ډیر پخوانی تاریخ پکې پټ دی، او دا روښانوي چې نوروځ زموږ یوه پخوانۍ میله ده او زموږ د پېژندنې یو سمبول باید و اوسي.
    دا چې په سپنه ماڼۍ یا نورو ځایونو کې یې کریډیټ ایران ته ورکول کیږي، دا زموږ په ټمبلۍ او له خپل هویت سره په بې علاقه ګۍ دلالت کوي.

  6. ډیرو معززو او ښاغلو دوستانو السلام علیکم اوډیره مننه.
    ستاسو کمنټونه ماته ډیر هڅوونکی ده. ښاغلی توفیق ننګ او ګران ورور شریف زاد صاحب د یو شمیر تلویزیونو نومونه اخیستی دی، کله چی دطالبانو تیره دوره پای ته ورسیده ما به کله کله تلویزیون کوت، خو وروسته د لنډې مودی یی نور دلیدلو تحمل نه و، ټول ابتذال و. تاسو به باور ونه کړئ چې زه تیرو شلو کلو کی شل دقیقی تلویزیون ته نه یم ناست او نه یی نومونه پیژنم . دا د تعصب له امله نه، بلکی تحمل یی نه و، تیر سندرغاړی ټول پیژنم او ډیر می معرفی کړی هم دی، خو ددغو شلوکلونو دغه نومونه مو چی لیکلی دا نه هنرمنددی او نه په یادولو ارزی، هسی یی افغانستان وشرماو . دوی ما کله تلویزیون کی ندی لیدلی او نه ی څیری پېژنم. ډیر ښه کار وشو چی دا تلویزیونونه یی ورک کړل.
    وطندار صاحب د سمنکو په هکله لیکی . ما د سمنک په هکله مخکی جلا لیکنه خپره کړی وه، زما مور دی خدای وبښی هرکال پسرلی به یی (د بیبیانو د نذر) په نوم سمنک پخول او دګاونډیو او خپلوانو کورو ته به یی لیږل. د نوروز په اړه می پښتو شعرونه( د خوشحال بابا) یوه بله مقاله کی لیکلی و دا صرف د هفت میوه او هفت سین په اړه وه. دا منم چی هفت میوه د پښتنو سیمه کی ډیره پیژندل شوی او هفت سین نه، مګر دا چی د نوروز د حوزی دکلتور یوه برخه ده او اوس یونیسکو هم پيژندلی ، نو په دی خاطر می په پښتو معرفی کړه. ستاسو له نیک نظر څخه ډیره مننه کوم .
    درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب