جمعه, مې 10, 2024
Homeداسې هم شتهتوماهوک توغندی

توماهوک توغندی

 د کروز توغندو (میزایل) یو ډول دی چې د لرې هدفونو د ویشتلو لپاره کارول کيږي. توماهوک له پرمختللي میزائیلو څخه شمیرل کیږی چې خپل هدف ته په ډیر دقت سره ځان رسوي. او له ویشتلو وروسته په هوا کې دا قابلیت هم لري چی مخکي ورکړل شوی هدف ورته تغیر کړي، او بل هدف ته یې متوجه کړي.

د پرمختللي GPS پروګرام په وسیله مزل کوي. راډار نه ځان ساتي، او ثانیه په ثانیه د هوا نه مرکز ته تازه تازه تصویرونه او معلومات راستوي.

دا قاره ویشتونکی توغندی د هدف له تباه کولو وروسته مرکز ته د ویجاړ کړي هدف تفصیلی راپور هم ورکوي.

له ځمکې، بیړۍ او الوتکې څخه ویشتل کیږي او مختلف ډولونه لري، په هر راز موسم کې د استعمال وړ دی.

د دغه توغندي په اړه لنډ معلومات دا دي:

 نوم یی توماهوك دی .سرعت یی 880 كيلو متره په یو ساعت کی دی. اوږدوالي یې 6 متره او وزن1500 یې کیلو ګرامه دي. جوړونکي هیواد یې امریکا ده او قیمت یې تقریبا 2 میلیون ډالر دی. د ویشتلو فاصله یی 2500 کیلو متره ده. د اول ځل لپاره په عراق، افغانستان، لیبیا، او تازه په سوریه کې استعمال شو.

ذبیح الله ساپي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب