شنبه, اپریل 27, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد شونډو حرکت مو د پاسورډ کار ورکوي

د شونډو حرکت مو د پاسورډ کار ورکوي

تاند- په ډیجټلي او الیکترونیکي دنیا کې د پاسورډونو اړتیا زیاته ده او ډېر خلک د داسي پاسورډونو په موندلو او په یاد ساتلو کې ستونزه لري چې نور یې په اسانه موندلی نه شي.

له همدې کبله د پاسورډ پر ځای بېلابېلې رودې (شېوې) اختراع شوي چې هم یې بل چا ته موندل ګرانه وي او هم د هېرېدو خطر ونه لري.

مثلاً ډېر کمپیوټرونه او موبایلونه د ګوتې په نښه یا د خپل خاوند په ږغ پرانیستل کېږي.

په هانګ کانګ کې یوه ساینسپوه یوه بله روده (شېوه) اختراع کړې ده.

د هانګ کانګ د باپتیست پوهنتون استاد چونګ يي مینګ او ملګرو یې داسي روده اختراع کړې چې الیکترونیکي وسیله د هغې د خاوند د شونډو په حرکت پرانیستل کېږي.

دوی باور لري چې د هر چا د شونډو حرکت له نورو انسانانو سره توپیر لري او څوک د بل چا د شونډو حرکت نه شي کاپي کولی.

د دوی په وینا دا روده د جعلکارۍ مخه تقریباً کاملاً نیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب