چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeداسې هم شتهغواوې د چاپېریال په خرابولو کې مهمه ونډه لري

غواوې د چاپېریال په خرابولو کې مهمه ونډه لري

تاند- د چاپېریال لپاره یو تر ټولو زیات مضر شی متان ګاز دي. د دې ګاز په تولید کې څاروي په تېره بیا غواوې زیاته ونډه لري.

د څېړونکو په وینا غواوې د مځکې له ۱۰ تر ۱۵ سلنې پوري متان ګاز تولیدوي چې په سلو کې ۹۵ متان ګاز د شخوند وهلو په مهال د غوا له خولې راوځي.

د غواوو شیدو او د غوایانو غوښو ته د اړتیا د زیاتېدو له کبله د دغه حیوان شمېر په زیاتېدو دی (یعني انسانان یې په مختلفو طریقو د نسل د زیاتېدو هڅه کوي) او په نتیجه کې یې ګلتوني ګازونه ډېرېږي چې چاپیریال ته زیان لري.

څېړونکي هڅه کوي چې غواوو ته مناسب خوراکي رژیم ومومي چې اذوقه یې ژر هضمېدونکي او په عین حال کې زیاته اندازه غذايي مواد ولري څو د شیدو او غوښې د تولید د زیاتېدو ترڅنګ ګلتوني ګازونه لږ ولري.

په تېرو ۵۰ کلونو کې په نړۍ کې د غوښې تولید په سلوکې ۷۸ زیات شوی او ډېرې سیمې د غواوو څرولو ته ځانګړې شوي دي.

انسانان د ساینس په مرسته توانېدلي چې د غواوو نسل د چرګانو په شان زیات کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب