پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeروغتیاروغتیايي اسانتیاو ته د رسېدو اوږده لار

روغتیايي اسانتیاو ته د رسېدو اوږده لار

دروغتيا نړيواله موسسه: افغانستان د روغتيايي لارو د کچ کولو لپاره اوږده لاره په مخکې لري.

په افغانستان کې دروغتيا دنړيوالې موسسې يو ه چاوراکي وويل چې دغه هيوادنظروړ روغتيايي موخو ته درسيدا لپاره اوږده لاره په مخکې لري.

 دفرانس پریس له راپورسره سم عبدي احمد مومن نن (د دوشنبې په ورځ) خبريالانو ته وويل دروغتيا دنړيوالې ادارې موخه د افغانستان په بيلابيلو سيموکې د روغتيايي خدماتو دکيفيت لوړول دي هغه زياته کړه  همدااوس د افغانستان ٨٥ ؛فيصده نفوس له  لومړنيو روغتيايي خدماتو ګټه پورته کوي  ده زياته کړه په دغه هيواد کې له شپږ زرو  ډاکټرانو څخه دوه زره درې سوه پنځوس تنه  دکار لايسنس لري  مومن وويل دغه شميره په ٢٠٠٢ کال کې ٢٠ فيصدو ته رسيده نوموړي دنووروډاکټرانو دکار او دندې په هکله وويل چې زياتره ډاکټران د کار رسمي مجوز نه لري ا و ددغه کار لپاره بايد معتبره اسناد وړاندې کړي.

 ښاغلي عبدي مومن زياته کړه هر کال په دغه هيواد کې ٩٥ زره کسان په نري رنځ يا توبرکولوز اخته کيږي  چې يوازې ٤٤ فيصد پکې تشخيصيږي . هغه جوته کړه  داقتصادي او ټولنيزو شرايطوله امله دنري رنځ ناروغي په افغانستان کې تر ټولو عامه ناروغي ده  خو په دغې ناورغۍ اخته کسان له ٨٠٣روغتيايي مرکزونو طبي مرستې ترلاسه کولاي شي  مومن نرى رنځ په افغانستان کې يوه ټولنيزه او اقتصادي  ناورغي وبلله  او ويې ويل :

 هغه هيوادونه چې جنګونه يې تير کړي وي د ډول ډول ناروغيو  دخپريدا له خطرې سره مخامخ وي هغه په په افغانستا ن کې ددې ناروغيو دخپريدا يو دليل نورو هيوادونو ته د افغانانو تګ راتګ وباله اوډاګينه ېې کړه  ددغې ناورغۍ دمخنيوي لپاره دپام وړ  کارونه شوي دي  دروغتيا دنړيوالې ادارې دغه مقام  دنري رنځ په وړاندې په ميرمنوکې لږ مقامت  ته په اشارې سره وويل  له بده مرغه دنري رنځ اويا فيصده ناورغان ميرمنې دي  .

 هغه دې ته په اشارې سره چې په تيرو پنځو کلونو کې دافغانستان دروغتيا په برخه کې ډيرکار شوى دى وويل په ٢٠٠٢ کال کې دطبي خدماتو يو واحد دښو خدماتو د وړاندې کولو لپاره جوړ شو  چې څه ډول غوره خدمات وړاندې کړي مومن وويل دجنګ له ستونزو وروسته  دافغانستان حکومت اونړيولې ټولنې وپتيله چې دغه کار  د يو لړ موسسو او جوړښتونوله لوري ترسره شي چې تراوسه پورې  ٣٤ غير حکومتي موسسې  دافغانستان دروغتيا په برخه کې فعاليت کوي  دغه مسول مقام په دوام کې دافغانستا ن په ١٨ ولايتونو کې دملاريا اپيډمي ته په اشارې سره وويل دتيرو پنځو کلونو په پرتله دخکلو په ملګرتيا په دغې ناروغۍ داخته کسانو شمير کم شوى دى خو په عين  حال کې ېې زياته کړه  حا ضردمه يونيم ميليون افغانان په دغې ناروغۍ اخته دي چې تر ٢٠١٧ کاله پورې به دغه اندازه  ٨٠ فيصدو ته کمه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب