جمعه, مې 17, 2024
Homeمقالېولې له خپلو اوبو ګټه نه شو اخيستلى؟

ولې له خپلو اوبو ګټه نه شو اخيستلى؟

لیکنه: سورمان اتل ||

د خپرو شويو معلوماتو له مخې افغانستان ۷۵ مليارده متر مكعبه اوبه لري، چې ۲۰ مليارده متر مكعبه يې تر مځكې لاندې او نورې يې روانې دي.  ويل كېږي چې د افغانستان له ۷۵ميليارد مترمكعبه اوبو څخه په سلو كې ۱۵ ګټه هم نه ده پورته شوې، په دې مانا، چې د دېرش كلن ناتار په كلونو كې افغانستان د اوبو له سرچينو هيڅ  كومه لاسته راوړنه نه درلوده، په دغو كلونو او تر دې مخته هم د يوه اساسي سيستم د نشتوالي له كبله د افغانستان ۷۰ فيصده روانې اوبه  بې له كومې ګټې اخيستنې بهر ملكونو ته بهېدلې دي. دا په داسې حال كې ده، چې د دغه هيواد له ۵.۶  مليونه هكتاره ځمكې څخه يوازې او يوازې ۱.۸  مليونه هكتاره يې اوبه كېږي. پر دې سربېره په دې برخه كې بله غټه ستونزه د صحي اوبو نشتوالى دى، چې په سلو كې ۲۳ فيصده خلك صحي او د څښاك اوبه نه لري. برېښنا چې په اوسنۍ نړۍ كې يوه حياتي اړتيا ده، د شته ستونزو له كبله په ډېره ټېټه كچه توليدېږي، حال دا چې له شته اوبو نه كېداى شي ۲۳ زره ميګاواټه برېښنا توليد شي، خو په څرګنده ليدل كېږي، چې اوس په هېواد كې يوازې او يوازې ۲۶۰ ميګاواټه د اوبو برېښنا تولېدېږي.

د كارپوهانو په وينا د اوبو د سرچينو په برخه كې د شته وړتيا په درلودلو سره افغانستان نه يوازې خپلې اړتياوې پوره كولى شي، بلكې د برېښنا صادرونكى هيواد هم كېداى شي، خو دا هغه مهال شونى دى، چې دغه هيواد د اوبو يوه اساسي ستراتېژي ولري.

له دې امله افغان دولت او په تېره بيا د اوبو د چارو د تنظيم عالي شورا ته په كار ده، چې د نړيوالو مرستو  په ملاتړ د اوبو د ذخيرې بندونه جوړ او د تنظيم او مهارولو لارې چارې يې برابرې كړي.

د چنگاَښ د میاشتې په وروستيو ورځو كې د اوبو د چارو د تنظيم عالي شورا، په خپل كنفرانس كې تر يو بريده پورته يادونو ته په نغوتې سره دا څرګنده كړه، چې دغه شورا د اوبو د ستراتېژۍ پر جوړولو ټينګار لري او هڅه كوي، چې د افغانستان د اوبو د تنظيم او مهارولو په برخه كې د نړيوالو مرستو په جذبولو سره پراخ ګامونه اوچت كړي. تر دې كنفرانس وروسته د انرژۍ وزير څرګنده كړه، چې په راتلونكو دريو كلونو كې به د افغانستان   ۵۰ فيصده خلك د څښاك پاكو اوبو ته لاسرسى ولري.

كه چېرې د اوبو د چارو عالي شورا په اساسي ډول خپلې چارې تر سره كړي، افغانستان به دې ته اړتيا ونه لري، چې له بهرنيو ګاونډيو هيوادونو د برېښنا د رانيولو اړتيا احساس وكړي.

په لومړي قدم كې په كار ده، چې د هيواد په شمال، جنوب، لوېديځ او ختيځ كې د روانو پرېمانه اوبو د مهارولو چټك پروګرامونه تر لاس لاندې ونيسي، بندونه او كانالونه دې جوړ كړي او د پاكو اوبو د توليد لارې چارې دې ولټوي، چې په دې ډول موږ كولى شو پخپله له خپلو اوبو اساسي ګټه واخلو او پخپلو اوبو چا ته ګټه ورنه كړو. دم ګړۍ له افغانستان نه د كوم قرارداد له مخې چې اوبه ايران ته توييږي، نوموړى هيواد تر لږې خوارۍ وروسته دغه اوبه زموږ پر خلكو د يوه نل په واسطه پلوري او د هغه سيمې خلك له دې امله له ستونزو سره مخ دي.

بل خوا د پاكستان  په پاړه چنار كې پاكستانيانو د برېښنا د يوه بند د جوړولو پركارو بار لګيا دي او كه چېرې د پاكستاني لوري له خوا دغه بند بشپړ شي د كونړي سيند له نيمايي اوبو به افغانستان بې برخې شي، ځكه چې د كونړ سيند د اوبو نيمه سرچينه به پاړه چنار كې ده، حال دا چې افغان دولت لا هم پر دغه سيند د كوم بند د جوړولو هوډ نه لري، كه چېرې پر دغه سيند د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت چارواكو له خوا د كوم برېښنايي بند د جوړولو اقدام شوى واى بيا قانونا پاكستان دا حق نه درلوده، چې په پاړه چنار كې د دغه سيند سرچينو ته څېرمه بند جوړكړي.

كه موږ پر خپلو اوبو د برېښنا بندونه جوړ كړو نو هيڅكله به دا اړتيا احساس نه كړو، چې له ګاونډيو هېوادونو برېښنا وپېرو، كه څه هم دا په اقتصادي او سوداګريزو برخو كې پوره جواز لري خو دا تضمين په كې نشته، چې كه سبا موږ له هغه هيواد سره، چې نن برېښنا راته راكوي، كومه لانجه پيدا كړو نو بې له ځنډه به په لومړي ګام كې له دغه امتياز نه بې برخې شوو.

له پنځو كلونو راهيسې د دولت له خوا ټول جوړ شوي كميسيونونه او شوراګانې يوازې د غونډو او طرحو په جوړولو وخت اړولى خو كوم رغنده او اساسي ګامونه يې نه دي پورته كړي، چې له همدې امله موږ نن سبا  له ګڼو ستونزو سره مخ يو او ان يو شمېر خلك وايي، چې  دولت د هرهغه كار لپاره چې نور هم پسې خراب  شي كميسيونونه جوړوي.

نو پوښتنه دا ده، چې په تېرو پنځه نيمو كلونو كې افغان دولت د بريښنا د تامين په خاطر څه كړيدي؟ ايا په هېواد كې د اوبو او برېښنا يو سالم سيستم موجود دى او كه نه؟ په داسې حال كې، چې  د طالبانو له پرځېدو پوره پنځه نيم كاله كېږي، خو لا هم د كابل په سلو كې شل وګړي په هغه كچه، چې  لازمه بريښي د اوبو او برېښنا اسانتياوې نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب