د بازار كه د اسانتياوو لپاره؟
د هيواد په كچه تر شپېتوزيات شخصي روغتونونه جوړ شوي، چې تر شلو زيات يې د كابل ښار په بېلابېلو برخو كې فعال دي. كه څه هم ډېر شمېر خلك د دغو روغتونونو په جوړولو خوشاله دي، خو ورسره دا نيوكې هم كوي، چې دا روغتونونه يوازې او يوازې په لويو ښارونو کې جوړ شوي او د معايناتو په تر سره كولو كې پر خلكو ډېر لګښت راځي.
د خلكو نيوكې:
د الحاج موسى وردګ د شخصي روغتون مخې ته ولاړ، د وردګ ولايت اوسېدونكى حبيب الله، چې يو بنډل نسخې او كاغذونه ورسره وو اوخپل جېبونه يې راته ښودل وويل:” نور نو پيسې را پاتې نه دي، ډاكترانو په ډېرومعايناتو اوفيسونو ستړى او بې پيسو كړم، كله يوه معاينه را باندې كوي، كله بله”
هغه زياته كړه:” زه په دې نه يم خپه، چې ډېر معاينات راته ليكي، خو په هرې معاينې بلا پېسې اخلي. همدا نن مې يوازې د وينو د يوې عادي معاينې لپاره 900 افغانۍ وركړې دي، اخر غريب سړى يمه دومره پيسې له كومه كړم”
خو د نوموړي روغتون مشر الحاج موسى وردګ ادعا كوي چې د دوى ټول وسايل كمپيوټري دي او هغه موږد چې دوى يې د معايناتو په ترڅ كې كاروي، ګران دي.
ښاغلي وردګ د زياتو معايناتو د ترسره كولو لامل، د ښه او يقيني تشخيص اړتيا وښوده او ويې ويل:” هغه معاينات چې يوه اوونۍ وروسته او يا هره ورځ يو ناروغ ته اجرا كيږي، لكه د ګردې عدم كفايه او داسې نور، په دغه حال كې ممكن ناروغ ته څو ځلې د معايناتو توصيه وشي”
عبدالعليم،چې ډېر ستړى ښكارېده او په يوه پلاستيك كې درمل ورسره وو، د درملو له قيمت او د ډاكترانو له قيدي نسخو شكايت وكړ:” ما دغه درمل فقط په يوه درملتون كې پيدا كړل، هغه هم ډېر قيمت. ډېر وګرځېدم نورو درملتونونو دا دوا نه لرله”
ډاكتر موسى وردګ په خپل روغتون كې د قيدي نسخو خبره رد كړه او ويې ويل، چې ده خپله هيڅكله هم قيدي نسخه نه ده وركړې، خو درمل تر اخيستلو وروسته ځكه كنټرولوي، چې ناروغ ته څوك جعلي او نېټه تېر درمل ورنه كړي.
د شينو زاده د شخصي روغتون تر مخه يو پايواز عبدالله، چې خپله ناروغه يې ټكسي موټر ته خېژوله وويل:” ډاكتران موږ د واليبال د توب په څېر يو او بل درملتون ته پاس كوي، خو دوا په هغه درملتون كې پيدا كيږي، چې ډاكتر يي پته وركړې وي.
د همدغه روغتون په دهلېز كې له يوه خلته درملو سره د ډاكتر په انتظار ولاړ صالح محمد وويل، چې تېره اوونۍ هم يوه ډاكتر (چې ده يې نوم وانه خيست) د زړه د ګراف او وينې د معايناتو نسخه وركړه، خو نسخې او درملو يې كومه ګټه ونه كړه، ځكه خو يې نن بيا همغه معاينات كړي او درمل يې اخيستي.
اغا سي بيا دې ته په غوسه و، چې د روغتون كاركوونكي ناروغان دې ته هڅوي چې په لوكسو اتاقونو كې ځان بستر كړي،خو د نوموړي روغتون مرستيال ډاكتر امين الله پخپل روغتون كې د خلكو پورتني شكايتونه نه مني، هغه وايي:” موږ هيڅكله هم ناروغ دې ته نه دى اړ كړى، چې په لوكس اتاق كې وا ړوي، دا په ناروغ پورې اړه لري چې كوم بستر خوښوي”
شخصي روغتونونه او ځانګړي درملتونونه
ځينې روغتونونه خپل ځانګړي درملتونونه لري، خلك وايي، چې د ډاكترانو له خوا ورته ويل كيږي، چې درمل د دوى له ځانګړي درملتون نه واخلي.
اسدالله چې له بلاسم روغتون نه په بېړه په وتو و، يو سوړ اسوېلى وكېښ او ويې ويل:” زه هم غواړم، چې له څومره نږدې ځايه كيږي دوا تر لاسه كړم، خو د روغتون د درملتون دوا يو څه ګرانه ده. ځم كه كوم يو بل روغتون كې خپله دوا په ارزانه پيدا كړم”
د بلاسم روغتون مسوول، ډاكتر عبدالمالك، له خپل روغتون څخه د درملو اخيستل اختياري وښودل، خو ويې ويل: دلته هغه دواګانې شته، چې اطمينان په كې موجود وي.
كه څه هم ډاكتر عبدالمالك په بلاسم كې ناروغ ته د ډېرو معايناتو له وركولو، انكار وكړ؛ خو د بشيراحمد په نوم يو پايواز وويل:” د شخصي شفاخانو همدا كار دى، چې ډېرې معاينې وركوي”
د شخصي روغتونونو يوه بله ستونزه، چې ډېرى خلك ترې سر ټكوي دا ده، چې ډاكتران پر يوه عادي عمليات ډېرې پيسې اخلي. په خدمت روغتون كې بستر نصير احمد، چې يوه ورځ مخكې عمليات شوى وايي، چې ډاكتر ترې د (وري كوسل) په عملياتو كې 9000 افغانۍ واخيستې. د يوه رسمي روغتون جراح ډاكتر حنيف وويل: وري كوسل په متوسطو عملياتو كې راځي، خو له ناروغ څخه اخيستل شوى فيس تر يو حده د لويو عملياتو فيس دى.
شخصي روغتونونه او بستري ستونزې:
د ځينو شخصي روغتونونو ستره نيمګړتيا دا ده، چې تر ډېره د بستر پر فيسونو تكيه كوي. هغه شمېر ډاكتران، چې تر وخت وروسته په روغتونونو كې كار كوي د عملياتو پيسې پخپله ټاكي او اخلي يې، چې حتى كله كله د روغتون مسوولين هم ترې خبر نه وي. ډاكتران يا په روغتون كې او يا له روغتون نه بهر له ناروغانو سره د عملياتو د اجرا كولو په غرض جوړ جاړى كوي. په خدمت روغتون كې همدغه نيمګړتيا موجوده ده، ډاكتر له ناروغ سره په تفاهم رسېدلى. ناروغ نصير احمد وايي، د عملياتو ټولې پيسې ډاكتر راڅخه واخيستې او س به د بستر كرايه روغتون ته وركوم.
د خدمت روغتون مسوول ډاكتر نوراقا احمدي پخپل روغتون كې د دغې نيمګړتيا شتون تائيد كړ خو ويې ويل، چې تر دې وروسته به دغه ستونزه اواروي او نه بايد چې ډاكتر د ناروغ لپاره پخپل سر د عملياتو فيس تعين كړي.
د بلاسم روغتون او افغان اپولو هند روغتونونو مسوولينو وويل، چې دوى خپلو ډاكترانو ته لوړ معاشونه وركوي او ټول عملياتونه د روغتون له خوا تنظيميږي.
نظارت او كنټرول
د عامې روغتيا وزارت وياند ډاكتر عبدالله فهيم له شخصي روغتونونو څخه د خلكو شكايتونه تاييد كړل او ويې ويل، چې د شكايتونو له رسېدو سره دوى لاس په كار شوي او يو شمېر متخلف روغتونونه يې تړلي هم دي. نوموړي وويل، چې د شخصي روغتونونو د نظارت او كنترول پروسه دوى ښه پر مخ وړي خو لوړ رتبه دولتي او محلي چارواكي د دوى په چارو كې مداخله كوي. ښاغلى فهيم وايي: كله چې موږ يو شخصي روغتون د تخلف له امله وتړو او يا څه محدوديتونه پرې وضع كړو، ځيني لوړ رتبه دولتي چارواكي د هغو روغتونونو شفاعت كوي او له موږ غواړي چې له تخلف نه يې سترګې پټې كړو. خو نوموړي په څرګند ډول د يوه داسې دولتي چارواكي نوم وانه خيست، چې د دوى په چارو كې مداخله كوي.
د ډاكتر فهيم په وينا د عامې روغتيا وزارت ژمن دى، چې په نوي كال كې د شخصي روغتونونو د لا ښه كنترول او نظارت لپاره، د وزارت په چوكاټ كې نوې شعبې پرانيزي.
ډاكتر فهيم د شخصي روغتونونو جوړېدل، له هيوادوالو سره يو ډول اقتصادي مرسته او د لا موثرو خدمتونو وړاندې كول بولي، هغه وايي: پخوا افغانان اړ وو، چې د معالجې لپاره لرې هيوادونو ته لاړ شي او له دې امله پر هغوى هم د سفر د كرايې او هم د معالجې له دركه ډېر مصرف راته. بله دا چې هغه خدمتونه، چې د ځينو مالي محدوديتونو، د وسايلو او متخصصې ډلې د كمبود له وجې په دولتي روغتونونو كې نه تر سره كېدل، اوس له خصوصي لارې دا امكان تر لاسه شوىدى.
د شخصي روغتونونو د جوړولو مقرره او پلي كول يې
ښاغلى فهيم وايي، چې د عامې روغتيا وزارت له خوا د شخصي روغتونونو او كلينيكونو د ايجاد او فعاليت پر پخوانۍ مقررې بيا كتنه روانه ده او په عدليې وزارت كې يې وروستي مراحل د اجرا په حال كې دي. د نوموړي په وينا دغه مقرره همدا اوس د اړتيا له مخې عملي كيږي او ټول روغتونونه يې په رعايتولو مكلف دي. خو لكه څنګه چې ليدل كيږي، زياتره شخصي روغتونونه ياده شوې مقرره په بشپړ ډول نه پلي كوي. په نوموړې مقرره كې راغلي، چې په 24 ساعتونو كې د يو لوكس يو كسيز بستر كرايه، چې له ټولو امكاناتو لكه: يخچال، ټلوېزيون، فرنيچر، بادپكې، بخارۍ ، ايركنډيشن، المارۍ، كوټ بند او مستقل تشناب څخه برخمن وي، 200 افغانۍ ده. كه څه هم په ډېرو روغتونونو كې تر دې ټاكل شوې اندازې كمه كرايه اخيستل كيږي، خو داسې يو بستر يا كوټه چې دغه ټول امكانات په كې موجود وي، نشته.
په تايمنيو كې د خدمت روغتون، له يو لوكس بستر څخه په يوه شپه او ورځ كې 1000 افغانۍ كرايه اخلي. د روغتون مالك ډاكتر نوراقا احمدي وايي، چې په دغو پيسو كې د مراقبت، ډاكتر او تسخين فيس شامل دى. د احمدي په وينا دوى له عادي يا عمومي بسترونو څخه 500 افغانۍ كرايه اخلي.
د مكروريانو په شينو زاده كلينيك كې هم د يو لوكس بستر كرايه 1000 افغانۍ ده، خو له عمومي بستر څخه 250 افغانۍ كرايه اخستل كيږي.
د تايمنيو د پروژې په درېيم سرك كې د افغان اپولو هند روغتون، څښتن سيد عوض وايي، چې دوى له يو بستر څخه 500 افغانۍ اخلي. نوموړي زياته كړه، چې درې تنه هندي ډاكتران ورسره همكار دي او د ورځې 20 تنه ناروغان ګوري.
تابان كلينيك چې افغان اپولو هند ته مخامخ موقعيت لري، له هر بستر څخه كه هغه لوكس وي او كه عمومي 250 افغانۍ كرايه اخلي. د كلينيك مرستيال ډاكتر غلام عباس فقيري وويل، چې دوى ځكه دومره كمه كرايه اخلي، چې د هيواد والو اقتصاد ښه نه دى.
په بلاسم روغتون كې، چې د يوې لوكسې كوټې كرايه 2000 افغانۍ او د عمومي كوټو كرايه 500 افغانۍ ده، پر افغان ډاكترانو سربېره درې، څلور تنه هندي ډاكتران هم كار كوي.
د موسى وردګ په روغتون كې 1000له هرې كوټې زر او تر زرو زياته كرايه اخيستل كيږي.
د وسايلو او تيكنيشنانو ستونزه:
پر ناروغانو د بيا بيا معايناتو تر سره كول كه له يوې خوا د ښه تشخيص اړتيا ګڼل كيږي، خو له بلې خوا اساسي لامل يې د دقيقو او عصري وسايلو او مجربو تكنيشنانو نشتوالى دى. د شينو زاده روغتون مرستيال همدا خبره كوي او وايي: يوازې زموږ په روغتون كې نه بلكې په ټول هيواد كې دا ستونزه موجوده ده، دا ځكه چې په دې برخو كې نه څوك كافي تجربه لري او نه هم زده كړې.
نوموړي وويل: په ځينو ځايونو كې يې لابراتوارونو ته د چرګ وينه وړې او دوى ورته ويلي، چې محرقه ده.
لرې پرتې سيمې او روغتيايي ستونزې
ډېر شمېر دولتي او نا دولتي روغتونونه د لويو ښارونو په منځ كې جوړ شوي او لرې پرتې سيمې له دې اسانتياوو بې برخې دي. زيات شمېر خلك دا نيوكه كوي چې ولې دغه كلنيكونه د دوى په سيمو كې نه جوړيږي. ډاكتر عبدالله فهيم وايي، چې د خلكو دا نيوكه پرځاى ده، د عامې روغتيا وزارت تګلاره د متوازنو روغتيايي خدمتونو وړاندې كول دي او په دولتي كچه همدغه تګلاره پلي كيږي، خو په خصوصي برخه كې دا موضوع لږ فرق كوي، ځكه دا برخه د ګټې لپاره ده، هر څوك چې په كوم ځاى كې خپله ګټه زياته ګوري هغلته كار كوي.
نوموړي زياته كړه: د عامې روغتيا وزارت په لرو پرتو سيمو كې د خلكو د اړتيا په نظر كې نيولو سره، په لويو ښارونو كې ځينې محدوديتونه ايجاد كړي، لكه په ښارونو كې چې څوك روغتون يا كلينيك جوړوي، له هغه نه زيات ټكس او ماليات اخيستل كيږي، بر عكس په لرو پرتو سيمو كې د ټكس او مالياتو اندازه بيخي كمه ده. دا موضوع پخپله يو تشويقي عمل دى چې خصوصي سكتور دې ته هڅول كيږي ، چې په لرو سيمو كې فعاليت ته زړه ښه كړي.
د رپوټ برابرونكى: صديق الله بدر