جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهچین په سیمه کې د اقتصادي فعالیتونو د بیا پیلېدو غوښتنه وکړه

چین په سیمه کې د اقتصادي فعالیتونو د بیا پیلېدو غوښتنه وکړه

تاند (سه شنبه، د اسد ۷) د افغانستان په ګډون څلورو هېوادونو د ویډیو کنفرانس له لارې د سیمې پر روان وضعیت خبري وکړې.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي په دغه آنلاین کنفرانس کې د افغانستان، چین، پاکستان او نیپال هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو برخه اخیستې وه.

د یادو څلور واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په سیمه کې د روان وضعیت تر څنګ د کورونا پر وړاندې په مبارزه او اقتصادي همکاریو خبرې کړې دي.

چین په دغه غونډه کې ژمنه وکړه چې دوی له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي پراختیا او کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې همکاري کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر دغه راز په سیمه کې د اقتصادي فعالیتونو پر بیا پیلېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په دې سره به د کورونا ویروس منفي اغیزې راکمې شي.

په ورته مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دغه غونډه کې د څلور واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو په پیاوړتیا سربېره د صحي او اقتصادي همکاریو په لا پراختیا او په افغانستان کې د بشردوستانه اوربند پر تامینولو ټینګار وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب