جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد ټاپې پروژې برخوالو هیوادونو د پروژې د تطبیق پر لارو غونډه...

د ټاپې پروژې برخوالو هیوادونو د پروژې د تطبیق پر لارو غونډه وکړه

تاند(سه شنبه، د اسد ۷) یاده غونډه چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، پکې د ټاپې پایپ لاین په ورستیو پرمختګونو، د پروژې د تطبیق لپاره په شریکې همکارۍ، او په پروژه کې د شاملو هیوادونو په بین الحکومتي تعهداتو او د پروژې لپاره په مالي سرچینو خبرې وشوې.

په دغه ویډیو کنفرانس کې د افغانستان، هندوستان او پاکستان هیوادونو جګپوړو چارواکو ګډون کړی وو. د افغانستان د حکومت په استازولۍ د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري، د افغانستان بانک ریس او په مالي او بانکي چارو کې د ولسمشر سلاکار، اجمل احمدی ګډون درلود. همدارنګه د هندوستان د طبیعي ګاز او پیترولیم وزیر، د ترکمن ګاز ریس باتیر امانوف، د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار ندیم بابر او د ټاپې شرکت مشر محمد مراد امانوف ګډون درلود.

د افغان حکومت استازو د یادې پروژې د تطبیق په هدف په حقوقي، تخنیکې،او اقتصادي برخه کې خپلې ژمنې تازه کړې او له برخوالو هیوادونو یې د خپلو ژمنو د پوره کیدو هیله وکړه.

په دغه غونډه کې د ټاپې پروژې غړو هیوادونو هم دغه پروژه ارزښتمنه وبلله او د یو مهالویش په اساس یې د کارونو د سرعت او په افغان خاوره کې د ورستیو پرمختګونو ددوام په هدف خپلې ژمنې تازه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب